ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلاماباد له هوکړه ليکه د امریکا سرغړونه په هرمز تنګي کې د روان کړکېچ اصلي لامل دی.
الجزیرې شنبه د جولای پر ۲۵مه، راپور ورکړی چې د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو دا کتنه په قرغیزستان کې د شانګهای د همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې شوې ده.
د راپور له مخې، عراقچي د امریکا پر وړاندې د درېدو لپاره د ایران پر هوډ ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: «په هرمز تنګي او سیمه کې روانه ناامني یوازې د امریکا لهخوا د هوکړه ليک د نقض او د اسلاماباد د هوکړه ليک د پنځمې مادې له مخې د ایران د ژمنو د پلي کېدو د بهیر د ګډوډولو پایله ده.






