ایا د طالبانو په وړاندې د پاکستان په چلند کې د بدلون نښې شته؟
علي سجاد مولایي

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري خبریالانو ته د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او په تېرو څو میاشتو کې د کړنو په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي بوټو زرداري د پاکستان د بهرنیو اړیکو، اقتصادي اړیکو، د نړۍ له قدرتونو سره د توازن او د مالي اقدام کاري ځواک (FATF) له خړ لیسته د پاکستان د وتلو په اړه خبرې وکړې. د ښاغلي بوټو زرداري د وينا يوه برخه د افغانستان او طالبانو په اړه وه. هغه څه چې د طالبانو په اړه د هغه له خبرو اخیستل کېدای شي دا دي چې د طالبانو په اړه د پاکستان د بهرنۍ تګلارې بڼه او دریځ بدلېږي. دا چې لهجې دغه بدلون څومره عملي کېدای شي د پوښتنې وړ دی. ځکه چې په پاکستان کې پوځ بهرنۍ پالیسي رهبري کوي. په دې هېواد کې ډیپلوماټیکه دستګاه یا د بهرنیو چارو وزارت تر ډېره د ستراتیژۍ د پلي کولو مسوولیت لري او په اساسي پرېکړو کې د پام وړ رول نه لوبوي. خو په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د ښاغلي بوټو زرداري د خبرو مهم او د پام وړ ټکي وارزوو.
د ښاغلي بوټو زرداري په خبرو کې د پام وړ لومړۍ خبره دا وه چې «د طالبانو پر وړاندې د نړۍ زغم په ختمېدو دی. خو له دې ننګونو سره سره، موږ [له افغانستان سره] د اړیکو پر ساتلو ټینګار کوو او باید تېري تېروتني بيا تکرار نه کړو.» د زرداري دغه خبرداري د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان او نړۍ له طالبانو ناهیلې شوې ده. په وروستي مورد کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنكر وزارت پر ښځو سپورتي کلپونو، تفریحي پارکونو او عامه حمامونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی. که څه هم د طالبانو دغه اقدام له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو، خو داسې ښکاري چې دغه ډله په دې برخه کې نرمښت ښودلو ته چمتو نه ده. له بلې خوا، له څو اونیو راهیسې د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو ټول اعتراضونه په کلکه ځپلي او یو شمېر فعالې ښځې یې نیولې دي. په وروستي مورد کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې او همداراز د دغه هېواد د پارلمان رییسې په افغانستان کې د بشری حقونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او دا یې د افغانستان د ثبات پر وړاندې لوی خنډ وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې له خپلسرو نیولو لاس واخلی.
د ښاغلي بوټو زرداري دوهمه اندېښنه په پاکستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته د بنسټپالنې خپرېدل دي. د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انستیتوت د راپور له مخې چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۰ خپور شو، په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو شمېر ۵۱ سلنه زیات شوی دی. د دې څېړنې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰م کال له اګست څخه د ۲۰۲۱م کال د اګست تر ۱۴مې په پاکستان کې ټولټال ۱۶۵ ترهګریز بریدونه شوي چې په پایله کې یې ۲۹۴ کسان وژل شوي او ۵۹۸ کسان ټپیان شوي دي. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه، بيا د ۲۰۲۲ کال د اګست تر ۱۴مې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په پاکستان کې ۲۵۰ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۳۳ کسان وژل شوي او ۷۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د طالبان تحریک ګواښونه د هرې ورځې په تېرېدو سره جدي کېږي او دې مسلې د پاکستان پالیسي جوړونکي سخت اندېښمن کړي دي. تر دې مخکې ښاغلي بوټو د امریکا د سولې په انستیتوت کې په وینا کې له طالب مشرانو غوښتي وو چې په سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره پر تحریک طالبان پاکستان له خپل نفوذ څخه کار واخلي. «د کابل له سقوط وروسته، دا به ناسمه نه وي چې ووایو د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې پټنځایونه موندلي دي. موږ اوربند درلود چې ښه و. موږ هیله لرو چې افغان طالبان به پر تحریک طالبان پاکستان له خپل نفوذ څخه کار واخلي ترڅو دغه ډله د پاکستان اساسي قانون ومني او بې وسلې شي.» دا د بلاول بهټو زرداري د امریکا د سولې په انستیتوت کې د وینا يوه برخه ده.
ښاغلی بوټو اوس هم له طالبانو غواړي چې خپلې ژمنې پوره کړي او نړیوالو ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د خپلو ترهګریزو موخو لپاره وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې داعش او القاعده په پراخه کچه شتون لري. دې مسلې په نړیواله کچه اندېښنه رامنځته کړې ده. له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه واک ته ورسېدل، افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ دوه شکمن ګامونه پورته کړي چې په ښکاره د پاکستان د ګټو او امنیت خلاف دي.
۱ـ عملیاتي ملاتړ: د طالبانو لخوا د پاکستان د طالبان تحریک په ملاتړ کې ترټولو مهم ګام په افغانستان کې د دوی لپاره د آزاد او خوندي ځای چمتو کول دي. د افغانستان د طالبانو رژيم د واک تر لاسه کولو سمدستي وروسته، د پاکستان د طالبانو تحریک تر دوه زره زیات غړي، چې د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي له خوا بندیان وو، خوشي کړل. په پاکستان کې د شپږ کلن نسبي ثبات وروسته – کله چې هر کال ترهګریز بریدونه کم شوي – په ۲۰۲۱ کې بریدونه ۵۱ سلنه زیات شوي.
۲- د پاکستان د طالبانو له تحریک څخه ملاتړ: پر پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو نفوذ د دې لامل شوی چې اسلام اباد له طالبانو وغواړي چې د دغو دوو غاړو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي. دا نه یوازې TTP ته د افغان طالبانو د وسله والو وروڼو په توګه ګټه رسوي (ځکه چې دواړه ډلې د اړیکو اوږده سابقه لري) بلکې افغان طالبانو ته هم اجازه ورکوي چې د سولې خوښې ډلې په توګه د خپل ځان لپاره یو ښه انځور وړاندې کړي او پاکستان دې په دفاعي حالت کې راولي تر څو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. په نهایت کې، او دا شاید خورا پیاوړی وي چي طالبان وكوالي شي د پاکستان لپاره د لاسپوڅي په توګه د افغان طالبانو بدنامي لرې کولو کې مرسته وکړي.
د طالبانو له دغو دوو کړنو سره داسې ښکاري چې ښاغلی بوټو په دې قضیه کې هم له طالبانو څخه مایوسه ده؛ ځکه په دې وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیاتې ناکرارۍ لیدل شوي دي. په تازه پېښه کې په باجوړ او لکی مروت کې په دوو جلا پېښو کې اته پولیس او عسکر وژل شوی دی. ښاغلي بوټو زرداري د ترهګرۍ او داخلي امنیت په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د دې وخت را رسېدلی چې د داخلي امنیت او ترهګرۍ په اړه پریکړو بیا کتنه وکړو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د وینا دریم مهم ټکی په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندل وو. ښاغلي بوټو وویل، «تر هغه ځایه چې د دوی په رسمیت پیژندلو پورې اړه لري، پاکستان نه غواړي چې یوازې پرمخ لاړ شي او غوره ګني چې دا پروسه د نړیوالې اجماع له مخې تعقیب کړي.»
له بلې خوا په وروستیو ورځو کې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره د طالبانو نښتې شوې دي. دغه سرحدي تاو تریخوالی هغه وخت زیات شو چې طالبانو یو پاکستانی سرحدي ساتونکی په مخامخ ډزو وواژه. ښاغلي بوټو زرداري په دې اړه وويل:«د سپين بولدک د پېښې په اړه مو له ډيپلوماتيکو لارو د [طالبانو] موقت حکومت ته خپل نظر څرګند کړ.»
داسې ښکاري چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د طالبانو ناکامي، د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو او د سرحدونو په کنټرول کې ناکامي د طالبانو په وړاندې د پاکستان د تګلارې د بدلون لامل شوې ده. البته دا مسله هم په یو بل بدلون پورې تړاو لري چې د عمران خان حکومت له پرځېدو وروسته موږ د طالبانو په وړاندې د پاکستان په چلند کې د بدلون شاهدان یو. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر شاه محمود قریشي، د طالبانو د یوه نړیوال لابي کوونکي او بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې په نړیواله کچه خبرې کولې.