وسله والو غلو په کابل کې یو صراف وواژه

۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې وسله والو غلو په کابل ښار کې یو صراف وژلی او د هغه پیسې یې له ځانه سره وړي دي.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې وسله والو غلو د حمیدالله په نوم کس تېره شپه د وږي میاشتې په ۲۵مه د کابل ښار ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په ډزو وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حميدالله په حيدري مارکېټ کې صراف و او کور ته د ستنېدو پر مهال د وسله والو غلو له لوري پرې ډزې وشوې.

سرچینه زیاتوي، چې دغه صراف د پکتیا د څمکنيو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هیواد په پلازمینه کابل کې د ښاریانو د امنیت د ټينګښت په اړه د طالبانو له ادعا سره سره، ښاریان وايي چې په دې وروستیو کې په دغه ښار کې د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو پېښې د پخوا په پرتله زیاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د پلازمېنې د اوسېدونکو د امنیت د ساتنې په موخه یې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۶۲ زره امنیتي کمرې لګولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button