وسله والو غلو په نيمروز کې يو ځوان وژلى دى

۸صبح، نیمروز: د هېواد په لوېدیځ نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې نامعلومو کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی.

سیمه ییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پېښه د سه شنبې په مازدیګر (د غبرګولي په ۹ مه) د نیمروز ولسوالۍ د دلارام په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ځوان تر ډزو وروسته غلو د هغه موټرسايکل له ځانه سره وړى دى.

ويل کيږي دغه ځوان (نثاراحمد) نومیده.

په دې وروستيو کې د هېواد په لوېديځو سيمو کې د غلاوو مرګونې پېښې زياتې شوې دي.

څه موده وړاندې هم وسله والو غلو د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یو ځوان وواژه او د هغه ټکسي یې له ځانه سره یوړ.

ددغو پېښو لوی لامل د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ زیاتوالی دی.

ورته لیکنې

Back to top button