ښځې د طالبانو په څه کم یو نیم کال واکمنۍ کې په پلان شوي ډول له ټولنې حذف شوې دي. په دې موده کې پر پلان شوي حذف سربېره، تل د هغوی اعتراضونه ځپل شوي او په ډیری موردونو کې په صحرايي ډول محاکمه شوې دي. دې ډلې په تر ټولو تازه پېښه کې په بدخشان ولایت کې یوه نجلۍ له یوه هلک سره د ټيلفوني اړیکې په تور په متروکو ووهله. دا په داسې حال کې ده، چې درې معترضې نجونې او ښځې له درېیو اونیو راهیسې د دې ډلې په بند کې دي او تراوسه د هغوی د وضعیت په هکله هېڅ معلومات نشته. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ښځو خپل سرې نیونې د ټيکاو کمزوري کول بللي اود آسیا او اقیانوسیه لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو برخې رییسې له ټولنیزو چارو د ښځو څنډې ته کول پلان شوی کار بللی دی. بل خوا، د طالبانو له زندانه خوشې شويو معترضو نجونو او ښځو ویلي دي چې پر رواني ستونزو اخته شوي دي.
طالبانو پر ښځو د فشارونو پر زیاتولو او د هغوی د حذف کولو په لړ کې، د ښځو صحرایي محاکمې هم زیاتې کړې دي. دغې ډلې د دریو میاشتو په لړکې ۲۷ ښځې په صحرايي محاکمو کې په متروکو وهلې دي. دې ډلې ښځې له واده د بهر اړېکو او ټيلفوني خبرو په تور محاکمه کړې دي، دغه چلند تر اوسه د طالبانو د صحرایي محاکمو د یو شمېر قربانیانو د ځان وژنې لامل شوی دی.
د طالبانو صحرایي محکمې او د ښځو محاکمه
طالبانو د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او تاوتریخوالو په لړکې په دې وروستیو کې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یوه نجلۍ له یوه هلک سره د ټيلفوني اړیکو په تور په متروکو ووهله. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د سه شنبې، د لیندۍ د لومړۍ نېټې له غرمې مخکې په ۱۱:۰۰ بجو د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د وحدت ښار په جامع جومات کې یوه نجلۍ او هلک په عام محضر کې په متروکو ووهل. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو دغه ځوان هلک او نجلۍ د ټلیفوني اړیکو په تور ۳۹ متروکو وهلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو محکمې پر ۱۹ تنو د متروکو وهلو حکم صادر کړی دی. د دغه حکم پربنسټ، ۹ ښځې او ۱۰ سړي له واده د بهر اړیکو، له کوره د تېښتې او غلا په تور ۳۹ متروکې وهل شوي دي. د طالبانو محکمې د شنبې پرورځ د لړم پر۲۸ مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دغه حکم د تېرې اونۍ د جمعې پر ورخ د تخار ولایت د سپین ږېرو، دیني عالمانو او اوسېدونکو په حضور کې عملي شوی دی
طالبانو په څه باندې یو کال کې ښځې او نجونې نه یوازې له واده د بهر اړیکو په تور په متروکو وهلې دي، بلکې د بې حجابۍ په تور هم د هغوی محکمې دغه راز حکم صادر کړی دی. د ځایي سرچینو د جمعې پر ورځ د لړم پر۲۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې طالبانو ۱۶ نجونې او هلکان د دې ډلې د خوښې وړ حجاب د نه رعایتولو اوناسم ګرځېدو له امله په بازار کې په متروکو وهلي دي. د دغو ۱۶ تنو له منځه اوه یې نجونې وې چې هره یوه یې ۳۰ متروکې وهل شوې ده.
دغې ډلې په افغانستان کې په متروکو د نجونو او ښځو د وهلو په لړ کې د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر۲۶مه، په بامیان کې یو هلک او نجلۍ له واده د مخکې اړیکو په تور په عام محضر کې په متروکو ووهل. د سرچینو په وینا، د آرزو او محمد عیسی په نومونو دغه ځوانه نجلۍ او هلک چې په یو بل میین وو، د تفریح او سیل لپاره بامیان ته تللي وو،چې د بند امیر په ملي پارک کې د طالبانو له لوري له واده د مخکې اړیکو په تور ونیول شول او وورسته، پر ۳۹، ۳۹ متروکو محکوم شول. سرچینې۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې دغه حکم په عام محضر کې عملي شو او د طالبانو د چارواکو په ګډون شاوخوا زر کسان یې نندارې ته راټول شوي وو.
پر دې سربېره، طالبانو په بامیان کې شپږ نجونې په جلاجلا پېښو کې په متروکو وهلې دي. ۸ صبح ورځپاڼې ته سرچینو ویلي دی، چې دغه نجونې د بامیان په دهن زرګران سیمه کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مخې ته لومړۍ د امربالمعروف او نهي عن المنکر د کارکوونکو له لوري توهین شوې او وروسته په متروکو وهل شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډيری ښځې او نجونو د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د ګواښونو او فشارونو له زیاتېدو شکایت کوي او تاییدوي چې د دې ډلې له لوري له پوښتنو ګروېږنو او سپکاوي سره مخ کیږي.
تر دې وړاندې هم طالبانو په کاپیسا ولایت کې دوه ښځې او دوه سړي له واده د بهر اړیکو په تور په متروکو وهلي دي. د سرچینو په وینا، دغې ډلې د سه شنبې پر ورځ د وږي پر۲۹مه، د کاپیسا په حصه اول ولسوالۍ کې هره دغه ښځه او سړی ۴۹ متروکې ووهل. دغې ډلې د وږي میاشتې په لړ کې، د تخار په درقد ولسوالۍ کې هم یوه ښځه او یو سړی له واده د بهر اړیکو په تور صحرایي محاکمه کړي او په عام محضر کې یې ۴۰ متروکې وهلي دي.
طالبانو په تېر یو کال او درېیو میاشتو کې ډېرې ښځې صحرايي محاکمه کړې دي. خو ۸صبح ورځپاڼې په دغه رپوټ کې یوازې ترټولو تازه دا وړ پېښو ته کتنه کړې ده. په همدې حال کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د طالبانو صحرایي محاکمې روانې دي، چې ډيری یې له طالبانو نه د وېرې له امله په رسنیو کې انعکاس نه مومي او هغو رسنیو ته هم نه رسېږي، چې له هېواده بهر فعالیت کوي.
د معترضو نجونو او ښځو تعقیب او زنداني کېدل
نجونو او ښځو د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو او له کاره د ښځو له محرومېدو وروسته، پراخ اعتراضونه وکړل او د خپلو حقونو د تامین غوښتنه یې وکړه. دغه ښځې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې په ځلونو واټونو ته راوتلې دي او د خپلو حقونو د خوندېتوب لپاره یې اعتراض کړی دی. خو طالبان دغه لاریونونه سخت ځپلي او معترضانې یې نیولې او وهلې ټکولې دي.
دغې ډلې شاوخوا درې اونۍ وړاندې ظریفه یعقوبي او د هغه څلور نارینه همکاران په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال ونیول چې تر اوسه یې د برخلیک په تړاو معلومات نشته. طالبانو د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر۱۲مه، دغه خبري غونډه ګډوډه کړه او ګډونوال یې وډبول. طالبانو د خپلو نیونو په لړ کې یوه بله معترضه نجلۍ فرحت پوپلزۍ ونیوله چې د هغې د برخلیک په هکله هم تر اوسه معلومات په لاس کې نشته. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې دغه ډلې د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر۱۹مه، فرحت پوپلزۍ له خپل پلار سره د کابل ښار یوې امنتیي حوزې ته بوتله او د هغې د ګرځنده ټیلفون له کتلو وروسته یې هغه ونیوله.
دغې ډلې د معترضو ښځو د تازه نیونو په لړ کې، د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر۱۹مه، د ښځو د حقونو د برخې یوه فعاله حمیرا یوسف چې د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ د عبدالله خیلو کلي اصلي اوسېدونکې ده، نیولې ده. سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو له څو میاشتې تعقیب وروسته، مېرمن یوسف د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې نیولې ده. بل خوا یو شمېر نجونې او ښځې ادعا کوي، چې طالبان د افغانستان په یوشمېر ښارونو کې ځوانې نجونې په بیلابیلو پلمو نیسي او وروسته یې ګواښي چې که پېښه رسنیزه کړي، وبه یې وژني.
له نیول کېدو وروسته شوک
یوشمېر ښځې او نجونې چې تېرکال د طالبانو له لوري ونېول شوي، ادعا کوي چې له رواني او روحي ستونزو سره مخ دي. دغه ښځې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي، چې درملنې ته اړتیا لري. د هغوی په وینا، که څوک « ان دوه ورځې له طالبانو سره بندي وي» د ډیر وخت لپاره عادي حالت ته نه شي راستنېدلای. دوی زیاتوي، چې طالبان نیول شوي کسان له رواني پلوه سخت شکنجه او ځوروي او سپکاوی یې کوي. د دغو معترضو ښځو او نجونو په وینا، عادي رواني حالت ته د ستنېدو لپاره درملنې ته اړتیا لري. ۸صبح ورځپاڼې له څو تنو دغو نیول شویو ښځو او نجونو سره خبرې کړې دي. هغوی له دې ورځپاڼې سره په خبروو کې وایي، چې د طالبانو په زندان کې داسې رواني شکنجه شوې دي، چې د عمر ترپایه به ترې خلاصون ونه مومي.
په دې لړ کې پروانه ابراهیم خیل هغه نجلۍ ده، چې د شاوخوا یو کال له تېرېدو وروسته یې هم د طالبانو له لوري د نیول کېدو ترخه تجربه په یاد ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« شاوخوا یو کال کیږي، چې له زندانه خوشی شوې یم، لایې هم درودونه راته تازه دي. کله چې د زندان خبرې کوم، د اوښکو مخه مې نه شم نیولای، نه یوازې زه بلکې ټولې هغه نجونې چې د طالبانو په زنداني کې وې، له ناوړه روحي او رواني وضعیت سره مخ دي. د طالب نوم بد او شکنجه کوونکی دی، دا خو پرېږده چې څوک د طالب زندان ته یوړول شي»
د ښځو د تازه نیونو څپې ته نړیوال غبرګونونه
د طالبانو له لوري د معترضو نجونو او ښځو د نیونو له تازه څپې وروسته، د امریکا متحده ایالتونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. په ترټولو تازه مورد کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي دي، چې د ښځو او نجونو خپل سرې نیونې په دغه هېواد کې ټیکاو کمزوری کوي. د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن دیکر د شنبې پر ورځ د لیندۍ پر لومړۍ نیټه، پرخپل ټوېټر لیکلي دي هغه ښځې چې خپل حقونه غواړي، افغانستان نه ګواښي. هغې ټینګار کړی دی چې د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو د خوشي کېدو له کمپاین سره یوځای کیږي.
بل خوا د آسیا او اقیانوسیه لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې رییسې سارا کنیبز هم ویلي دي، چې افغان ښځې په پلان شوي توګه له ټولنې نه د حذف کېدو په حال کې دي. هغې د دوشنبې پر ورځ د لړم پر ۳۰مه، په یوه ټوېټ سره ویلي دي، چې د افغانستان ښځې له ډيری دندو، ښوونځیو او ان پارکونو نه د حذف کېدو په حال دي، هغې د افغان ښځو په تړاو ویلي دي:« هغوی په داسې لارو چارو سره خپل مقاومت ته دوام ورکوي چې د تصور وړنه دي» تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري حقونوځانګړي راپور ورکونکي د ښځو او نجونو نیول اندېښمنوونکي بللي دي.
اخوا په افغانستان کې د یوناما دفتر هم ویلي دي، چې سوله ییزې غونډې، د بیان او عقیدې ازادي د افغانانو بنسټيز حقونه دي او ټول باید له وېرې او ډار پرته، له دغو حقونو برخمن شي. دغه بنسټ ویلي دي، چې طالبانو د نیول شویو ښځو په تړاو هېڅ جزیات نه دي وړاندې کړي.
د نړیوالوغبرګونونو ترڅنګ د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینو او معترضو نجونو هم په ټولنیزو شبکو کې پر نړیوالو بنسټونو په سختې نیوکې سره د طالبانو له لوري د نیول شویونجونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. هغوی په ځينو موردونو کې ان نارینه هم تورن کړي دي چې د طالبانو له وېرې خپل غږ نه شي پورته کولای.
طالبانو پخوا د معترضو نجونو او ښځو نیول په مکرره توګه ردول. دغې ډلې معترضې نجونې او ښځې له افغانستانه د وتلو د دوسیې په جوړولو تورنولې. خو د ښځو د تازه نیونو په تړاو یې ادعا کړې ده، چې هغوی ته له بهره «لارښونه » کیږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د معترضو ښځو د نیول کېدو په هکله ویلي دي، چې « خپل سرو اعتراضونو» ته اجازه نشته او ټینګار یې کړی دی چې « هغوی ته له بهره لارښوونه کیږي او ورته ویل کیږي چې اعتراض وکړي څو بې باوري رامنځته شي» خو معترضې ښځې د مجاهد دغه خبرې په کلکه ردوي او ټينګارکوي چې د هغوی اعتراضونه د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د بیان د ازادۍ او د افغانستان د متکثرې او نوې ټولنې د واقعیتونو پر بنسټ د ټولنیز عدالت د تامین لپاره دي.