۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې لا هم ښځې د طالبانو د پام وړ حجاب نه لرلو له کبله نیول کېږي او دې چارې د ښځو تر منځ وېره او اندېښنه راپارولې ده.
سرچینو شنبه د چنګاښ پر ۲۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په تېرو ورځو کې څو ښځې د چادري/برقع نه لرلو له کبله نیولې دي.
د سرچینو په خبره، وروستۍ نیونې په پراخه کچه نه رسنیزې کېږي، ځکه کورنۍ او شاهدان د طالبانو له چلنده د وېرې له کبله له رسنیو سره خبرې نه کوي.
سرچینې وايي چې په هرات کې د ښځو او نجونو پر ژوند د وېرې چاپېریال سیوری غوړولی او ډېرو د ښار په کچه تګراتګ کم کړی دی.
ویل کېږي چې ګڼو کورنیو له نیول کېدو د وېرې له کبله ښځې او نجونې محدودې کړې او هغوی نور د تېر په څېر په ازاد ډول له کوره د وتلو اجازه نه لري.





