• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
دوشنبه 13 قوس 1402
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • سرکرښې
  • نظرونه او لیدلوری
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د افغانستان سقوط
    • د ښځینه غږ
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • زموږ په هکله
    • د مقالې لېږل
    • د سوداګريزې خبرتيا غوښتنه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • سرکرښې
  • نظرونه او لیدلوری
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د افغانستان سقوط
    • د ښځینه غږ
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • زموږ په هکله
    • د مقالې لېږل
    • د سوداګريزې خبرتيا غوښتنه
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ډالر د بیې مصنوعي که ریښتیني کمښت؛ د افغانیو د بیې لوړوالی د اقتصادي پرمختګ په مانا نه دی

امین کاوه

۸صبح ۸صبح
24 لړم/عقرب 1402 - Nov 15, 2023

social media

په تېرو څو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی. دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د پیسو د تبادلې په تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په څه کم ۶۶ افغانیو تبادله شوی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د اعلان له مخې، د رپوټ د خپرېدو تر وخته د یوه امریکايي ډالر بیه ۶۸ افغانۍ وه. خو هېوادوال وايي، د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د بيې له راټيټېدو سره سره، د خوراکي او نورو توکو په بيو کې بدلون نه دى راغلى. بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د ملي پیسو پياوړتیا د اقتصادي پرمختګ، د بې وزلۍ د کمېدو او د کارد پيدا کېدو په مانا نه ده.

د هغوی په وینا، د افغانیو بیه د سټراتیژیکو او لاس ناخوړلو زیرمو په پشتواني پورې اړه لري، چې له ځنډول کېدو سره سره، بیا هم د پیسو په ثبات کې مهم رول لوبوي. دغه شنونکي زیاتوي چې په اوونۍ کې د ملګرو ملتونو له خوا د څه باندې څلویښت میلیونو ډالرو مرسته، په سرحدي ولایتونو کې د افغانیو د پیسو د چلښت زیاتوالی، د استخباراتي جګړو لپاره د زیاتو پیسو استول کېدل، له خپلو کورنیو سره د بهر میشتو افغانانو مرسته، د خلکو د پېرلو د توان د کچې ټيټوالی، د لسګونو زرو کډوالو راتګ او د هېواد تر نيمايي د زياتو وارداتو کموالى د افغانۍ د بيې د لوړېدو له مهمو عواملو ګڼل کېږي.

د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه په بې ساري ډول راښکته شوه. خو کابل ته د ملګرو ملتونو له خوا د اوونيزو نغدي مرستو له لېږلو وروسته، افغانيو په بازار کې خپل ثبات وموند. په تېرو دوو کلونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د بیې د لوړېدو بهیر له لوړو او ژورو سره مل و او په تر ټولو تازه مورد کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه راټیټه شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر له ۶۶ افغانیو په ټيټه بیه تبادله کېده، خو په بله ورځ بیا د ډالرو بیه بېرته لوړه شوه. په تیرو دوو کلونو کې د ډالرو بیه د ښکته کېدو او پورته کېدو په حال کې وه او ثبات یې نه درلود. د افغانستان د بانک د اعلان له مخې، پرون يو امريکايي ډالر په ٦٨ افغانۍ تبادله شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۳۸۴ کال کې د پخواني حکومت د محاسبې پر بنسټ چې په لومړي ځل یې نوې پیسې معرفي کړې، یو امریکايي ډالر په ۴۸ افغانۍ محاسبه شوې و. له هغې وروسته د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه راټیټه شوه او تر ۱۳۹۴کال پورې د یوه امریکایي ډالر ارزښت په ۵۷ افغانیو محاسبه کېده، خو وروسته بیا ۶۷ افغانیو ته رسیدلې و او د تېر حکومت په سقوط سره د افغانیو ارزښت ناڅاپه راولوېد.

هېوادوال وايي، چې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت له راټيټېدو سره سره لا هم د خوراکي او سوداګريزو توکو بيې لوړې دي او د بازار په نرخونو کې کوم بدلون نه دى راغلى.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي اميد ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د بيې په لوړېدو سره په بيو کې کوم بدلون نه دى راغلى. هغه زياتوي: «په بيو کې هېڅ بدلون نه دى راغلى. کله چې ډالر په ٧٨ افغانۍ هم و، د پنځه لېټره غوړیو بیه له ۴۰۰ تر ۴۲۰ افغانيو پورې وه، اوس چې ډالر ٦٨ افغانيو ته هم رارسېدلى، په هماغه بیه دي.»

د بلخ دغه اوسېدونکی وايي چې اوسمهال یوه بوجۍ ۴۹ کیلويي اوړه په ۱۷۵۰ افغانیو دي. د هغه په ​​وينا، کله چې ډالر له ٧٨ تر٨٠ افغانیو و، هم پر همدې بیه وو. هغه ټینګار کوي، کله چې ډالر لوړېږي، د توکو بیې هم لوړېږي، خو کله چې ټیټېږي، په بیو کې بدلون نه راځي.

له دې سره هممهاله، په کابل ښار کې د خوراکي توکو بيې ښيي، چې د ډالرو د بيې په راټيټېدو سره د دغو توکو په بيو کې کوم بدلون نه دى راغلى. د کابل ښار د يوه پلورنځي د نرخپاڼې له مخې، يوه بوجۍ قزاقستاني اوړه په ١٦٧٠ افغانۍ، ٢٤ کيلويي لومړۍ درجه زړې سېله وريجې په ٣٠٠٠ افغانۍ، يو کيلو لومړی درجه مدينه شين چاى په ٣۴۰ افغانۍ، پنځه لېټره روسي غوړي په ۴۱۰ افغانۍ، ۵ لېټره الکوزي غوړي په٥٣٠ افغانۍ، یو من اول درجه ايراني نخود په ٨٠٠ افغانۍ، يو من سره لوبيا په ٨٨٠ افغانۍ او يو من بوره په ۴٨٠ افغانۍ ده.

د کابل اوسېدونکی فردوس وايي، چې د ډالرو د بیې په راټیټېدو سره د خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی. هغه زیاتوي: «کله چې یو ډالر په ۷۹ افغانۍ و، د توکو بیه همدومره وه؛ اوس چې   راښکته شوی هم، کوم بدلون پکې نه دی راغلی، د ډالرو راټېټېدل پر بیو اغېز نه لري.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکي هم وايي چې د ملي پیسو پياوړتيا د اقتصادي پرمختګ، د بې وزلۍ د کمېدو او د کار د پيداکېدو په مانا نه ده. د کارپوهانو په اند د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت د کمېدو لاملونه ډېر دي. د هغوی په خبره، د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې د راټیټېدو یو لامل د خلکو د پېرلو د توان د کچې راټېټډل دي. د کارپوهانو په اند د وارداتو کمښت او د صادراتو زیاتوالي د سوداګرۍ د انډول کسر کم کړی او دا کار د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا لامل شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي اذرخش حافظي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، سره له دې چې د افغانستان ستراتیژیکې زېرمې په ځنډول شوي حالت کې دي، خو ارزښت یې لوړ شوی او دې کار د شته پیسو پر اعتبار او تضمین مثبت اغېز کړی دی. د هغه په ​​وينا، د ملګرو ملتونو له خوا په اوونۍ کې په فزیکي ډول له٠۴۰ تر ۵۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستې مثبتې اغېزې لرلې او ډالر په فزيکي ډول د تبادلې له لارې د هېواد مالي بازارونو ته لار موندلې ده.

ښاغلی حافظي زیاتوي چې پخوا افغانستان له ۱۰ تر ۱۲ میلیارده ډالرو پورې واردات لرل، خو اوس یې واردات د ۴.۸ او ۵.۵ میلیارد ډالرو ترمنځ نیمايي ته راټیټ شوي دي، ځکه چې د خلکو د پیرولو توان کم شوی دی. د هغه په ​​وينا، په صادراتو کې زياتوالى، چې پخوا ٨٤٠ ميليونه ډالرو ته رسېدل، خو په تېر مالي کال کې د صادراتو کچه څه باندې دوو ميلياردو ډالرو ته رسېدلې ده، چې په دې برخه کې د کانونو د استخراج زیاتېدو مهم رول لرلی دی. هغه دغه راز وايي، چې د پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومان پر وړاندې د افغانیو د چلښت زیاتېدو هم د افغانیو بیه  لوړه کړې ده.

د اقتصادي چارو دغه شنونکی وايي، د نیابتي او استخباراتي جګړو لپاره د زیاتو پیسو لېږل هم د افغانیو د بیې د لوړېدو لامل شوي دي. د هغه په ​​وينا، که څه هم دغه پيسې په ناقانونه توګه هېواد ته داخلېږي، خو مالي بازار ته وړاندې کیږي. د ښاغلي حافظي په وینا، له بهره د خلکو شخصي مرستې له ۱.۷ تر ۲.۳ میلیاردو ډالرو پورې رسیږي، چې دې چارې هم د افغانیو د ارزښت پر پیاوړتیا مثبت اغېز کړی دی.

له بلې خوا د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مرستیال طاهر قیومي ۸صبح ته وایي:«هغه کډوال چې بېرته افغانستان ته راغلي، د افغانیو د یو څه کمښت لامل شوي، ځکه هغوی افغانۍ پیسې اخلي. دغه راز د خلکو خوشبیني د دې لامل شوې چې خلک دې پیسو ته مخه کړي. پخوا به په کندهار، خوست او په سرحدي سیمو کې کلدارې چلېدې، اوس چې هماغو خلکو افغانیو ته مخه کړې، بیه یې یو څه ښه شوې ده.»

ښاغلی قیومي زیاتوي چې د خلکو خوشبیني او له ټلویزیونونو په افغانیو د توکو د پېر او پلور پیغامونو مثبت اغېز کړی او خلکو افغانیو ته مخه کړې ده. هغه د ډالر د بیې د راټیټېدو په اړه وايي: «۶۶ د وارخطایۍ بیه وه، خلکو رجوع کړې وه، ډالر تر ۶۶ رارسیدلی و، اوس په ۷۰ افغانۍ شوی، دا اصلي بیه نه وه، د ځینو وړو معاملو بیه وه، اصلي معاملې په  ۵.۶۷ شوې وې.»

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه له ښکته کېدو او پورته کېدو سره مخ ده. د اقتصادي چارو د شنونکو په اند، دا بهیر د اقتصاد د مصنوعي کېدو له امله دوامداره نه دی او تر څو چې د هېوادوالو لپاره د کار او کاري فعالیتونو زمینه برابره نه شي، افغانستان به د اقتصادي بې ثباتۍ او د پیسو په ارزښت کې د سختو بدلونونو شاهد وي.

ShareTweetSendSendShare
Next Post
«فلای دوبۍ» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې

«فلای دوبۍ» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې

وروستي خبرونه

د یوه خدمتګار یاد؛ د ننګرهار اوسېدونکي له پي‌اېم‌‌سي موسسې د ډاکټر ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړول غواړي

د یوه خدمتګار یاد؛ د ننګرهار اوسېدونکي له پي‌اېم‌‌سي موسسې د ډاکټر ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړول غواړي

6 ساعت پیش

طالبانو په ټي‌ټي‌پي پورې تړلي د «لشکر ملاکنډ» ډلې غړي نیولي

7 ساعت پیش
د اسرائیل پوځ: حماس له اوربند څخه سرغړونه وکړه، موږ یو ځل بیا جګړه پیل کړه

اسرائیلي پوځ: په غزه کې مو د حماس پر ۲۰۰ پوځي هدفونو بریدونه کړي

8 ساعت پیش

په درېيو ولايتونو کې د جګړې پاتې شویو ماينونو چاودنې يو تن وژلى او درې نور يې ټپيان کړي

9 ساعت پیش
پاکستاني کارپوهان: اسلام‌اباد دې له کابل سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره د «نه‌مداخلې» تګلاره غوره کړي

پاکستاني کارپوهان: اسلام‌اباد دې له کابل سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره د «نه‌مداخلې» تګلاره غوره کړي

10 ساعت پیش

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو په ټي‌ټي‌پي پورې تړلي د «لشکر ملاکنډ» ډلې غړي نیولي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په درېيو ولايتونو کې د جګړې پاتې شویو ماينونو چاودنې يو تن وژلى او درې نور يې ټپيان کړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغانستان د ډیموکراټیک راتلونکي لپاره د ویانا غونډه؛ د طالبانو د مخالفینو غږ پیاوړی کیږي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ایا د ازمایل شويو سیاستوالو هلې ځلې به د هېواد پر وضعیت اغېز ولري او کنه؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستاني کارپوهان: اسلام‌اباد دې له کابل سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره د «نه‌مداخلې» تګلاره غوره کړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
۸صبح ورځپاڼه

امتياز خاوند: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
مدير مسوول: محمد محق
د کتونکې ډلې مشر: خوستۍ
ادیټور: ظاهر څراغ
پته: کابل، افغانستان

د یوه خدمتګار یاد؛ د ننګرهار اوسېدونکي له پي‌اېم‌‌سي موسسې د ډاکټر ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړول غواړي

د یوه خدمتګار یاد؛ د ننګرهار اوسېدونکي له پي‌اېم‌‌سي موسسې د ډاکټر ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړول غواړي

6 ساعت پیش

طالبانو په ټي‌ټي‌پي پورې تړلي د «لشکر ملاکنډ» ډلې غړي نیولي

7 ساعت پیش
د اسرائیل پوځ: حماس له اوربند څخه سرغړونه وکړه، موږ یو ځل بیا جګړه پیل کړه

اسرائیلي پوځ: په غزه کې مو د حماس پر ۲۰۰ پوځي هدفونو بریدونه کړي

8 ساعت پیش

© کاپي‌رايټ 2023؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
Englisg website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • سرکرښې
  • نظرونه او لیدلوری
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د افغانستان سقوط
    • د ښځینه غږ
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • زموږ په هکله
    • د مقالې لېږل
    • د سوداګريزې خبرتيا غوښتنه

© کاپي‌رايټ 2023؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.