۸صبح، کابل: مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال له امله غږیز پيغام خپور او د هېواد له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یې د ملي اجماع پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه وویل، چې د واک ترلاسه کول اسان؛ خو ساتل یې ګران دي.
غني په دغه غږیز پيغام کې چې د دوشنبې پر شپه د وري پر لومړۍ یې پر فېسبوکپاڼه خپور کړ، ټینګار شوی، چې خلک په داسې حال کې نوروز نمانځي چې د تاریخ په سختو شېبو او دوه لاره کې قرار لري. نیوکه کوونکي تل اشرف غني د هېواد د اوسني وضعیت مسوول بولي.
مخکیني ولسمشر د طالبانو د نوم له اخیستو پرته وویل، چې که تېرې تېروتنې تکرار شي او افغانان یو بل ونه مني او په حذف او انحصار تکیه وکړي، بدې پېښې به تکرار او د جګړې اور به بیا بل شي.
هغه زیاته کړې، چې کال نوی کېږي؛ خو د خلکو د اندېښنو پای ته رسېدو لاره پيدا نه شوه.
غني وایي، چې د «ناوړه پېښو» د مخنیوي لاره د یو بل منل، همغږي، واقعي ملي وحدت، واضح اقتصادي بدلون ته پاملرنه او د هر افغان په تېره بیا ښځو ته درناوی دی.
مخکیني ولسمشر وویل، چې ښځې له سختو شرایطو سره مخ دي او په دې انتخاب کې چې کوم اولاد ته ډوډۍ ورکړي له ستونزو سره مخ شوې دي.
محمداشرف غني جوته کړه، چې اساسي حللار «اجماع او ملي بحث» دی. هغه ټینګار وکړ، چې د دغو «ملي خبرو» اساسي اجنډا باید روښانه شي او د هغې د انلاین او حضوري جوړښت په هکله هم بحث وشي.
هغه وړاندیز وکړ، چې په دغه بحث کې باید پر اوو موضوع ګانو خبرې وشي. د نوموړي په اند، لومړی اجنډا د هېواد بشري وضعیت دی چې تحلیل ته اړتیا لري. غني وویل، چې افغانستان باید د نړۍ د بشردوستانه مرستو په «مستعمره» بدل نه شي او هغه مرستې چې کېږي، اړتیاوې رفع کړي او سمې او په رڼه توګه مدیریت شي.
د محمداشرف غني په وینا، دویمه اجنډا له انساني ظرفیتونو، طبیعي او مالي سرچینو استفاده ده، چې باید یوه اقتصادي طرحه ورته برابره شي. هغه وویل، چې دا طرحه باید «زموږ لپاره» جوړه شوې وي.
اشرف غني وویل، چې له دغو امکاناتو د استفادې لپاره اساسي ټکی «باور او ډاډ» دی، چې بنسټ یې پر ځان بسیاینې کې دی.
مخکیني ولسمشر وویل، چې واقعي سوله د یو بل منلو له لارې رامنځته کېږي او هغه کسان چې سره جنګېدل، یو بل ومني.
هغه همداراز نړیوال، ملي او سیمه ییز مشروعیت هم د ملي بحث د اجنډاوو یوه برخه یاده کړه. د نوموړي په وینا، د واک ترلاسه کول اسانه دي؛ خو ساتل یې ګران. غني وویل، چې د یوویشتمې پېړۍ حکومتولي د هغو اړتیاوو له مخې چې خلک یې ټاکي او د هغو امکاناتو پر بنسټ چې خلک یې په ګډه رامنځته کوي، متوازن پرمختګ او د واک عادلانه وېش له لارې ترسره کېږي.
مخکیني ولسمشر وویل، چې مشروعیت د خلکو د ونډې، حق او برخلیک ټاکلو او پخپله د خلکو له لارې ترلاسه کېږي. هغه وویل، چې هراړخیز حساب ورکول او ګډ مسوولیتونه د مشروعیت په اخیستو کې مرسته کولای شي.
د هغه په وینا، نړیوال او سیمه ییز مشروعیت له ملي مشروعیت پرته نه ترلاسه کېږي او د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید یوه طرحه موجوده وي.
محمداشرف غني وویل، چې د افغانستان ثبات او سوکالي د افغانستان د بې پرې توب پر بنسټ او د اقتصادي هڅو له مخې په سیمه ییزو همکاریو، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پورې تړلې ده.
غني وویل، هغه مسایل چې نوموړی یې وړاندیز کوي، د ملي بحث د اجنډا برخه وګرځي. هغه ټینګار وکړ چې ښایي نور هم وړاندیزونه ولري. محمداشرف غني جوته کړه، چې د ملي اجماع اړتیا موجوده ده او باید د افغانستان د لومړیتوبونو له مخې طرحه برابره شي.
محمداشرف غني په همدې حال کې له خپل حکومته دفاع وکړه او ویې ویل، چې د حکومت وروستیو اوو کلونو ثابته کړې، چې د تحرک رامنځته کېدل شوني دي.
غني په داسې حال کې د ملي بحث، د متوازن پرمختګ اړتیا، د واک عادلانه وېش او د انحصار د نفي کولو خبره کوي، چې نیوکه کوونکو یې تل تورن کړی، چې واک یې انحصار کړی و او د متوازن پرمختګ مخه یې نیولې وه.