د اسیا پراختیايي بانک په نیمروز کې دوه روغتیايي مرکزونه جوړ کړل

۸صبح، نیمروز: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د اسیا پراختیايي بانک په مالی مرسته او د ریلیف انټرنېشنل موسسي په همکارۍ دوه روغتیایي مرکزونه جوړ شوې دي.

سرچينو نن سه شنبه (د غبرګولي په ٣١مه) وويل، چې دغه روغتيايي مرکزونه د دې ولسوالۍ په رباط او شکڼ کليو کې جوړ شوې دي.

په نيمروز کې د طالبانو د عامې روغتيا رئيس عبدالرحمن عبدالله وويل چې د دغو روغتيايي مرکزونو پر جوړولو دوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی.

په همدې حال کې د نيمروز ولايت د دغو دوو لرو پرتو سيمو اوسېدونکو  ولايتي روغتون ته د خپلو ناروغانو د لېږد لپاره د امبولانس خدمتونو غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له بيا رانسکورېدو او د افغانستان له خلکو سره د نړيوالو مرستو له کمېدو وروسته د هېواد د لرو پرتو سيمو ډېرې اوسېدونکي له روغتيايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

Back to top button