د سويې تثبيتول که سپکاوی؛ طالبان له ښوونکو دیني ازموینه اخلي

طالبان پر هېوادوالو د پراخو محدودیتونو او مذهبي فشارونو د لګولو په لړ کې اوس په کابل کې د دولتي ښوونځیو له ښوونکو دیني ازموینې اخلي. دې ډلې تر اوسه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څو ښوونځیو له ښوونکو څخه ازموینه اخیستې ده.
یو شمېر ښوونکي د طالبانو دا کار د ښوونکي مقام ته سپکاوی بولي او ټینګار کوي، چې له دوی سره باید دا ډول له سپکاوي ډک چلند ونه شي. دا ښوونکي څرګندوي چې «د قنوت دعا، التحیات، د لمانځه او اوداسه فرايض او مستحبات» هغه پوښتنې دي چې طالب چارواکي يې ترې کوي. د طالبانو د دیني پوښتنو یوه بیلګه چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته رسېدلې، ښيي چې د ښوونکو د ازموینې په پوښتنو کې د دوو برخو يعنې « مسلکي او دیني» برخو پوښتنې شاملې دي. د طالبانو د پوهنې د وزارت د سرپرست، د طالبانو د اړوند حوزې د آمر او د طالبانو د ښار د پوهنې د رييس نومونه د دې ډلې له نورو هغو پوښتنو دي چې ښوونکي يې بايد په ياد ولري.
د طالبانو د پوهنې وزارت له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې له ښوونکو نه د «دیني ازموینو» د اخیستو بهير پیل کړې دی. طالبان وايي، د دې ازموينې موخه د “مسلکي او ديني” زده کړو له نظره د استادانو د سويې تثبيتول دي. خو یو شمېر ښوونکي د طالبانو دغه کار د دوی حیثیت ته توهين او سپکاوی بولي او وايي، چې طالبان غواړي په دې کار سره مسلکي ښوونکي له دندو لېرې او پر ځای یې خپل کسان وګماري. د دوی په وینا، دغه کار د ښوونکو په پوستونو کې د« چاڼ» او د «ملايانو» د ګمارلو بهير دی.
د کابل د بختیار کلا د لېسې یوې ښوونکې مریم (مستعار نوم ) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان له موږ د لمانځه او اوداسه ازموینه اخلي. دا هغه ښوونکي ته سپکاوی دی چې کلونه یې د افغانستان ماشومانو ته خدمت کړی دی. مجبور يو، که ازموینه ورنه کړو یا ناکام شو، ښايي له دندې مو لېری کړي. د جمهوريت حکومت نه دی چې د خلکو د اعتراض غږ واوري.»
عبیدالله (مستعار نوم ) چې د حبیبې لېسې یو ښوونکی دی وايي: «د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو باید نیم، نيم ساعت دیني درس ووایو. موږ چې په خپله ښوونکي یو، بايد د شاګردۍ پر څوکۍ کېنو او یو نالوستی ملا راشي او پر موږ استادي وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې د هېواد د ښوونکو له توهين او سپکاوي لاس واخلي.»
په کابل کې یوې بلی ښوونکې مهسا (مستعار نوم) په دې تړاو څرګنده کړه:« ډېره موده کيږي، چې طالبان په دې هڅه کې دي چې په بېلابېلو پلمو ښوونکي حذف کړي. بله پلمه يې ونه مونده اوس یې د ازموینې مسالې ته مخه کړی ده. که ښوونکي حذف کوي، مستقیم دې يی لېرې کړي. لکه څنګه چې يې په لومړيو کې لېري کړي دي.»
دغه ښوونکې وايي، چې تر اوسه یې د طالبانو «دیني ازموينه» نه ده تېر ه کړې، خو له خپلو همکارانو او دوستانو نه يې د پوښتنو د څرنګوالي په تړاو معلومات ترلاسه کړي دي. مهسا زیاتوي: «د ښوونځي په تړاو درې لیکلې پوښتنې، د تدریس پلان او طریقه او ځینې نور مسایل او درې تقريري دیني پوښتنې دي. درې یا څلور کسان دي. د تحریري ازموینې له پای ته رسیدو وروسته، طالبان دوه دوه ښوونکي ورغواړي. په هره پاڼه کې درې پوښتنې دي. هر ښوونکی یوه پاڼه پورته کوي او هره پوښتنه چې پکې وه، ځوابوي يې.»
دغه ښوونکې زیاتوي: «په دې پوښتنو کې طالبان د سورو او د هغو د مانا پوښتنه کوي. شپږ کلمې، د قنوت دعا، التحیات، د لمانځه او اودسه فرايض او داسې نور موضوعات لکه د حوزې د آمر نوم، د ښوونځي د مدير نوم، د پوهنې د وزير نوم او د ښار د پوهنې د رییس نوم پوښتي.»
د طالبانو د «دیني ازموینې» د پوښتنې په یوه برخه کې، چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلې، راغلي دي:« غليز نجاست څو ډوله دی؟ هر یو یې تعریف او نوم یې واخلئ؟» په بله پوښتنه کې داسې راغلي دي: يو سړی په دښته کې روان دی، اودس کوي، ګوري چې اوبه نشته، خو د مېوې جوس ورسره دی، نو په داسې بېړني حالت کې يې په دغو اوبو سره اودس کيږي،کنه؟ بله پوښتنه په لاندې ډول ده: د څاګانو اوبه په کوم ډول نجاست مردارېږي ؟ د «توحید”»کلمه وژباړئ او وواياست چې دا د توحيد کوم ډول دی. د طالبانو په یوه بله “مذهبي” پوښتنه کې راغلي دي: “ولې باید خپل مخ قبلې ته کړو؟»
په لیکلو پوښتنو کې، چې د هغوی په وینا، په «مسلکي» مسايلو پورې اړوندېږي، ویل شوي: «د نارینه او ښځینه ښوونکو په هکله د امربالمعروف او نهي عن المنکر پالیسي مشخصه کړئ؟» د زده کوونکو د حاضرۍ کتاب او د ترقی تعليم کتاب څه شی دی؟ د پوهنې وزارت موثریت او موثریت تشریح کړئ؟
په همدې حال کې یوه استاد ۸صبح ورځپاڼې ته یوه رساله په واک کې ورکړې ده ،چې طالبان يې له مخې پوښتنې کوي. د دغه استاد په وینا: «هغوی یو چپټر لري چې په پښتو ژبه دی او ۲۵۰ مخونه لري. دوی «ښوونکو» دغه چپټر فارسي ژبې ته اړولی دی. د هغه په وينا، طالبانو له دغه ښوونځي نه (له طالبانو نه د ښوونکو د وېرې له امله د ښوونځي نوم په راپور کې نه دى ياد شوى) دوه ازموينې واخيستې. هر ې ازموينه ۱۲ پوښتنې لرلې او په لیکلې بڼه وې.
د دې رسالې نوم چې ظاهراً د کابل د پوهنې ریاست له خوا وېشل شوی، «د افغانستان د پوهنې عمومي اسلامي نصاب» دی. د دې درسي کتاب په لومړي فصل کې راغلي دي: «د مسلمانانو د دین نوم څه دی؟ د اسلام کلمه څه ده؟ د شهادت کلمه څه ده؟ د قيامت ورځ څه ده؟ د قيامت ورځ به کله راځي؟» د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو تر دې دمه د کابل ښار د مخفي بدخشي ، سردار کابلي، فخر آسيا، زرغونې او غلام حيدر خان لېسو او يو شمېر نورو ښوونځيو ازموينې اخيستې او دا لړۍ دوام لري.
بل خوا یو شمېر ښځینه ښوونکې وايي، چې طالبانو په کلنۍ ارزونو کې هم د «مسلکي» پوښتنو پر ځای د « قنوت دعا، د اوداسه فرايض او آمنت باالله»” ترې پوښتلې ده. خو ښوونکي دغه ديني پوښتنې ډېرې ساده بولي او وايي چې په دې کار سره د ښوونکي مقام ته سپکاوى کېږي.