د بشر د حقونو د سازمانونو د ادعا له مخې، د طالبانو ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د اګست په ۱۵مه د کابل له نیولو راپدېخوا، د افغانستان د تېرو شلو کلونو د بشر د حقونو د ټولو پرمختګونو د له مینځه وړلو په هڅه کې دي. د دې ډلې تر حاکمیت لاندې، هېوادوال په موخه ییز ډول وژل کېږي؛ د ښځو او نجونو د حقونو د نقض موردونه تر هر څه ډېر شوي دي او طالبان له عمومي فضا نه د ښځو د لیرې کېدو په هڅه کې دي؛ د هرې ورځې په تېرېدو د سوله ییزو راټولېدونو د حق په ګډون، ازادۍ او بنسټیز حقونه، د بیان ازادي او د ژوند کولو حق او د بد چلند پر وړاندې ساتنه، تر پښو لاندې کېږي؛ طالبان په ورځني ډول د وېرې د سیاستونو د رامنځته کېدو له لارې د ډلو او په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو د ځپلو په موخه، په افغانستان کې حکومت کوي. ددې ډلې تر حاکمیت لاندې، افغانستان له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی چې ددې هېواد ټول اوسېدونکي یې خواشیني کړي دي. د (WFP) د خوړو نړیوال پروګرام بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي ښيي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په فعال ډول د بشري مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه کوي او هغه د خپلو کسانو ترمینځ وېشي. ددغه وضعیت د دوام په صورت کې او د داخلي او نړۍوال مشروعیت د نه ترلاسه کولو سربېره کې کېدای شي بشردوستانه لاسوهنې ته لار پرانیستل شي.
دغه مقاله د بشردوستانه د لاسوهنې د اصل په توضیح او د افغانستان د ښاروندانو د بشر حقونو د شرایطو د لنډ انځور په وړاندې کولو، د طالبانو تر کنترول لاندې په افغانستان کې د بشردوستانه لاسوهنې امکان ارزوي.
بشردوستانه لاسوهنه څه ده؟
د حاکمیت اصل او د هېوادونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د امرې قاعده ده؛ خو هر کله چې دولتونه د خپلو ښاروندانو بشري حقونه نقض کوي د کورنۍ جګړې په جریان کې سقوط کوي او ګډوډي رامنځته کېږي، د حاکمیت اصل ته پاملرنه نه کېږي او پوځي لاسوهنه روا ګڼل کېږي. نړۍوال حقونه په دا شان شرایطو کې پوځي اقدام جایز بولي او حتی د هغه په اړه یې توصیه کړې ده چې هغه ته بشردوستانه لاسوهنه ویل کېږي. په واضح بیان، بشردوستانه لاسوهنه په بل هېواد کې د دولتونو د وسله وال اقدام او غیر وسله وال اقداماتو څخه دي چې د بل هېواد د ښاروندانو له ځان او ازادیو د صیانت لپاره چې په خپله د هغوی لپاره دا ډول ساتنه نه شي برابرولی.
د (International Criminal Court – ICC) کیفري نړۍوالې محکمې د اساسنامې د ۷مې مادې پر بنسټ، وژل، جبري ورکېدنه، برید، د نړۍوالو حقونو د بنسټیزو قواعدو پر خلاف زندان، اپارتاید، د قومي، سیاسي، مذهبي، فرهنګي او جنسیتي لاملونو له امله د ډلو ځورونه او نور غیر انساني کړنې چې په عمدي ډول روحي یا جسمي رنځ په موخه ترسره شوي دي، د بشریت پر وړاندې جرم ګڼل کېږي او امره قواعد شمېرل کېږي. له همدې امله، د حقوقي له پلوه، هېڅ دولت نه شي کولای په دا شان کړنو لاس پورې کړي. نړۍوال حقوقي نظام دولتونه مکلفوي چې د دا شان موردونو د درېدلو لپاره اقدام وکړي. په بل بیان، د کورنیو په چارو کې د لاسوهنې د ممنوعیت د اصل سربېره، دولتونه په هغو موردونو کې چې وړتیا نه لري یا لېواله ندي د نسل وژنې، جنګي جرمونو، قومي پاکونې او د بشریت د جرمونو پر وړاندې ملاتړ وکړي، د هغه ملاتړ مسوولیت مني او د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور د شپږمې او اوم فصلونو پر بنسټ د دا شان ملاتړ د پلي کېدو لپاره اقدام وکړي.
بشردوستانه لاسوهنه په کومو شرایطو کې د امکان وړ ده؟
په سومالي، بوسني، هرزګوین، رواندا، کوزوو او دارفور سودان کې د ۱۹۹۰ میلادي لسیزې له پېښو وروسته چې رامنځته شوې، ملګرو ملتونو د حل لارې په لټه کې شول. له هغې وروسته د کاناډا د دولت په نوښت، د لاسوهنې د نړیوال او د دولتونو د حاکمیت کمېسیون رامنځته شو ترڅو د رواندا او کوزوو په څېر موردونو ته نظامنده ځواب ورکونه و ارزوي. دغه کمیسیون په ۲۰۰۱ کال یو راپور د «د ملاتړ مسوولیت» تر سرلیک لاندې وړاندې کړ او په هغه کې ددې ترڅنګ چې نشو کولای د دولتونو حاکمیت د لاسوهنې په نوم څنډې ته کړو، د حاکمیت مفهوم یې یو ډول تفسیر کړ چې د هر هېواد د خلکو د ملاتړ لومړی مسوولیت، د خپل دولت په غاړه دی.
په هغو موردونو چې دولت ونشي کړای یا لېواله نه وي د جدي زیانونو پر وړاندې له خپلو خلکو نه لازم ملاتړ وکړي، د نه لاسوهنې اصل خپل ځای د نړۍوال ملاتړ مسوولیت ته ورکوي. دغه پلاوي په خپل وروستي راپور کې وویل چې کله خلک له بدو پېښو لکه عام وژنې، برید، قومي تبعیض او لوږې له ګواښ سره مخ شي، ټول دولتونه مسوولیت لري له هغو خلکو ملاتړ وکړي. یاد پلاوي، ډېر شمېر اقدامات بیان او له زور نه کار اخیستنه وروستۍ چاره وښودله. دغه راپور کې وویل شول چې د امنیت شورا د تجویز یا له زور نه کار اخیستنې په مقام کې، لږ ترلږه پنځه معیارونه په نظر کې ونیسي چې عبارت دي له: ۱) د تهدید جدید په هغه حد کې چې د پوځي اقدام توجیه کوونکې وي؛ ۲) د پوځي اقدام موخه چې له ګواښ نه یې منع کول وي؛ ۳) پوځي اقدام وروستۍ ټاکنه وي؛ ۴) پوځي اقدام له ګواښ سره په تناسب کې وي؛ ۵) پوځي اقدام وکړای شي ګواښ حل کړي. د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۵ کال کې په دغه امر د تایید مهر ولګاوه او دولتونو ومنله چې په هغو موردونو کې چې یو دولت ونشي کړای یا لېوال نه وي خپل ښاروندان د نسل وژنې، جنګي جرمونو، قومي تبعیض او د بشریت د جرمونو پر وړاندې یې ملاتړ وکړي، د یاد ملاتړ مسوولیت مني او د منشور د شپږم او اوم فصلونو پر بنسټ، د دا ډول ملاتړ د پلي کېدو لپاره به اقدام وکړي.
د طالبانو کوم اقدامات د بشردوستانه لاسوهنې شرایط توجیه کوي؟
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له واکمنۍ را وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمن کوونکی دی. د طالبانو رژیم نه یوازې ونکړای شول د نورو تروریستي ډلو له ډلې د داعش د جرمونو پر وړاندې د هېوادوالو د اساسي حقونو له نقض او زیانمنونکو ډلو له وژلو مخنیوی وکړي، بلکې پخپله یې د هېوادوالو بشري حقونه نقض کړي دي چې د ښځو د حقونو او بشري ازادیو، د زیانمنونکو قومي او مذهبي ډلو او د پخواني دولت د کارکوونکو د غیر پوځیانو وژلو، د تاوتریخوالي او وهلو ټکولو ترسره کولو، غیر قانوني نیونې او صحرايي محکمې، د خلکو د ملکیت غصب، د رسنیو سانسور او د بیان د ازادۍ نقض او نور لسګونه موردونه دي. د افغانستان د بشر د حقونو کمېسیون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکونکي او بېلابېلو بنسټونو د طالبانو له لوري د هېوادوالو د بشري حقونو د بې شمېره نقض په اړه مستند راپورونه خپاره کړل چې له ډلې یې کولای شو لاندې موردونو ته اشاره وکړو:
د هېوادوالو وژنه: د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ، د ۱۴۰۰ د زمي نه د ۱۴۰۲ تر غبرګولي پورې، ۳۷۷۴ ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. . (OHCHR, ۲۰۲۳)د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون په خپل راپور کې لیکي چې د طالبانو ډله له یوې خوا د نړۍوال بشردوستانه حقونو د رعایت نه پاملرنه، د ملکي کسانو هدفمنده وژنو او نیولو ته دوام ورکوي او له بل پلوه، ویې نشوای کړای له لویو بریدونو او د داعش خراسان په نوم د ډلې د ځانمرګو هدفمنده بریدونه، چې د مذهبي او قومي ډلو ترمنځ د ملکي درنو پېښو لامل کېږي، مخنیوی وکړي. طالبان همدارنګه د خلکو په عمدي وژنو په تېره په پنجشیر، بغلان، تخار، غزني، دایکندي، بدخشان او سرپل اقدام کوي (د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، ۲۰۲۲)
وهل ټکول، جبري ورکېدنه او د نړۍوالو حقونو پر خلاف زنداني کول: د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو سازمانونو، د طالبانو له لوري له عادي ښاروندانو، پخوانیو پوځیانو او جنګي اسیرانو سره د بد چلند او وهلو ټکولو په اړه بې شمېره راپورونه خپاره کړي دي. د پنجشیر د جګړې په جریان کې، د طالبانو په لاس د مقاومت د جبهې د غړو او عادي خلکو د وژنو ویدیوګانې خپرې شوې. په هغو ویډیوګانو کې، طالبان نیول شوي کسان په داسې حال کې چې لاسونه او سترګې یې ورتړلې وې، په ډلییز ډول تیرباران کول. هغه مهال، د بشر د حقونو سازمان د طالبانو دغه اقدام وغنده او ویې ویل چې دغه کړنه د بشر د حقونو نقض او جنګي جنایت دی (ایندیپندنت فارسي، ۱۴۰۱). خو طالبانو دغو غبرګونو ته له پاملرنې پرته د اسیرانو او ښاروندانو وهلو ټکولو ته یې دوام ورکړ. دغه راز، د طالبانو ځواکونو د وژنو غچ اخیستنې تر څنګ، پخواني پوځیان او دولتي چارواکي، مدني فعالین، خبریالان، د بشر د حقونو فعالین او هغه کسان چې له مقاومت جبهې سره په همکارۍ تورن ول، په غیر قانوني ډول ونیول او ورک یې کړل. طالبانو دغه راز په هزاره او تاجکو سیمو کې د کورونو په پلټنې، ډېر شمېر کسان یې ونیول چې له خپلو لومړنیو حقونو له ډلې مدافع وکیل ته د لاسرسي له حق او په دولتي ادارو کې د سندونو له ثبت نه بې برخې دي (د بښنې نړیوال سازمان، ۲۰۲۲)
په قومي، سیاسي، مذهبي فرهنګي لاملونو د ډلو ځورونه: په یوې قومي او مذهبي ډلې د طالبانو انتساب کېدای شي سم نه وي، خو د طالبانو په رژیم کې، د ازبکو، تاجیکانو، هزاره ګانو، هندوانو، سیکانو او نور قومي او مذهبي لږکیو په ګډون غیر پښتانه قومونه تر ډېره ځورول شوي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې ویل شوي چې طالبان د ۹۰ لسیزې پښتون محوره مستبدانه سیاستونو ته ورګرځېدلي دي. تېر کال، د طالبانو قاضي القضات یو کتاب د (اسلامي امارت او د هغه نظام) تر سرلیک لاندې چې د دې ډلې د مشر د تایید وړ ګرځېدلی، خپور کړ چې په هغه کې، له حنفي مذهب پرته نور ټول اسلامي مذهبونه، مردود او باطل ښودل شوي او پکې راغلي دي: (لازمه ده چې اسلامي دولت د یوه ځانګړي مذهب لرونکی وي د یاد هېواد ټول اوسېدونکي او یا ډېری د هغه په پلي کولو مکلف دي. له همدې امله د افغانستان دولت (طالبان) مکلف دي چې په محکمو کې د حنفي مذهب پر بنسټ عمل وکړي. ځکه له ډېر پخوا نه د افغانستان ډیری اوسېدونکي حنفي مذهبه وو او فقهي کتابونه چې تدریس کېږي او فتوا ورکول کېږي په حنفي مذهب ده او د غیر حنفي مذهب پر بنسټ عمل کول د افغانستان د خلکو په تېره د عامو خلکو لپاره، شرم بلل کېږي.» (حنفي، ۱۴۰۱، ۵۱-۵۲)
له همدې امله، طالبانو په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې تدریس منع کړی دی. څو اوونۍ وړاندې، طالبانو د امنیت د ټینګښت په پلمه، شیعیان یې په بېلابېلو ښارونو کې د عاشورا د مراسمو له جوړولو منع کړل. په همدې ورځو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ښيي طالبان هڅه کوي چې په بدخشان کې د اسماعیلي شیعیانو مذهب ته بدلون ورکړي او خلک د حنفي مذهب منلو ته اړ کړي. د بدخشان په شکاشم ولسوالۍ کې د طالب چارواکی اسماعیلیه شیعیان کافر بولي (اطلاعات روز، ۱۴۰۲)
طالبانو دغه راز په شمال ې ازبیکان او تاجیکان له کورونو او زمکو شړلي او د هغوی کورونه او زمکې یې غصب کړي ديږ هغوی د پاکستاني طالبانو غړي هلته ځای پر ځای کړي دي. په دایکندي، پنجشیر، بغلان، سرپل او نورو ولایتونو کې د هزاره ګانو او تاجیکانو د وژلو په اړه ډېر راپورونه شته چې ډېری یې د قومي او مذهبي په لاملونو ترسره شوي دي. په همدې اړه د بښنې نړۍوال سازمان سرمنشي اګنس کالامارد، وايي: «د دغو وژنو په خپل سر وحشي توب د طالبانو د تېرو کړنو ښودنه ده. دغه موخه ییزې وژنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې قومي او مذهبي لږکي هم تر ګواښ لاندې دي.» (د بښنې نړیوال سازمان، ۲۰۲۲).
له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، د بشریت پر وړاندې جنایت: په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښځې په بدو شرایطو کې ژوند کوي. دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته له رسېدنې راپدېخوا، د اوږدو قوانینو او سیاستونو لړلیک اعلان او اجرا کړی چې ښځې او نجونې یې د خپلو اساسي حقونو نه په ګټې اخیستنې، له ډلې د بیان د ازادۍ حق، تګ راتګ، کار او تحصیل منع کوي. د طالبانو حکومت ښځو ته په حکومت کې په هېڅ کچه، له ډلې قضاوت کې د اجازې حق نه دی ورکړې.
طالبانو داسې سیاستونه اعلان او د اجرا وړ ګرځولي دي چې ښځې یې له سفر کولو او د کور له پرېښودلو منع کوي (د بشري حقونو د څار اداره، ۲۰۲۳) د بښنې نړیوال سازمان (د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جګړې؛ د جنسیت له امله ځورونه په افغانستان کې د بشریت پر وړاندی جنایت» تر سرلیک لاندې په راپور کې چې د ۱۴۰۰ د زمري له مېاشتې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي تر مېاشتې پورې زماني دوره ښيي، د طالبانو ډله په ارعاب، ځورونه، تاوتریخوالي، پخپل سر نیولو، اجباري ورکونې، وهل ټکولو، جبري اعتراف اخیستلو او نورو چلندونو یا ظالمانه، غیر انساني سزاګانو تورنوي. دغه سازمان د طالبانو له لوري د جنسیت له امله ازار او ځورونه سیستماتیک او پراخ بولي او هغه د اساسنامې د ۷ مادې نقض او په پایله کې، (د بشریت پر وړاندې جنایت) اعلانوي. دغه سازمان پر ښځو او نجونو د طالبانو تبعیض ورته محدودیتونه په نړۍوالو معاهدو کې د مندرجو بشري حقونو د ضمانتونو لکه د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونو نړیوال میثاق، د ښځو پر وړاندې ټول تبعیضونه او د ماشوم د حقونو د کنوانسیون ناقض بولي، چې افغانستان د هغه غړی دی.
تروریستي ډلو ته په پناه ورکولو د نړۍوالې سولې ګواښ: د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، طالبانو له القاعدې شبکې، د پاکستاني طالبانو له تحریک او نورو تروریستي ډلو سره یې خپلې اړیکې ساتلي دي. همدغه راپور بیانوي چې په افغانستان او سیمه کې د تروریزم ګواښ د زیاتوالي په حال کې ده او دغه ډلې له زیاتو ازادیو برخمنې دي. دغه راز ویل شوي دي چې داعش له څلورو تر شپږ زره داعش جنګیالي په افغانستان کې لري. سربېره پر دې، په راپور کې راغلي دي چې د القاعدې لوړ پوړي مشران په افغانستان کې دي. په افغانستان کې ددې ډلو شتون د نړۍوالې سولې پر وړاندې جدي ګواښ دی.
ددې ترڅنګ، طالبان د هېوادوالو د حقونو د نقض په لسګونه موردونو تورن دي. له ډلې، د طالبانو چارواکو سانسور او په هېواد کې یې د رسنیو پر وړاندې پراخ تاوتریخوالی لګولی دی. سلګونه رسنۍ تړل شوي او داسې ویل کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ راپدېخوا، په ټول هېواد کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا یې دغه مسلک پرېښی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی. د طالبانو د استخباراتو اداره د رسنیو د غړو پر وړاندې په ګواښ، ارعاب او تاوتریخوالي لاس پورې کړی او د خبریالانو د موخه ییزو وژنو مسوول دي.
طالبانو دغه راز رسنۍ د نړیوالو پروګرامونو له ډلې یې د امریکا غږ او بي بي سي له خپرېدو منع کړي دي. خبریالانو چې د ښځو اعتراضونه یې پوښښ ورکړل، له ځانګړو بندیزونو سره مخ شول. په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسي ډېره محدوده شوې ده. په ډېری ولایتونو کې، طالبانو خبریالانو ته سپارښتنه کړې ده چې د اوږدو موضوعاتو په اړه راپور چمتو نکړي. څو تنه خبریالان د طالبانو ضد مظاهرو او د خوړو د مواد د بیو د زیاتوالي په اړه د راپور چمتو کولو لپاره د هڅو له امله، تر وهلو ټکولو لاندې راغلل (د بشر د حقونو د څار اداره ۲۰۲۳) دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې رسنۍ د طالبانو د پروګرامونو په اړه د راپور د خپرولو لپاره اړ کیږي. طالبانو هر ډول راټولېدنه او مظاهرې منع کړي او په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو راټولېدنې او اعتراضونه یې په تاوتریخوالي سره ځپلي دي. (د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون، ۲۰۲۲)
ایا په افغانستان کې بشردوستانه لاسوهنه امکان لري؟
د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د پراخو دیپلماتیکو هڅو سربېره، طالبان په قتل، وهلو ټکولو او د بې ګناه ښاروندانو له ډلې ښځو، قومي، مذهبي او فرهنګي لږکیو، مدني فعالینو او رسنیو ځورونې ته دوام ورکوي. او دغه امر په افغانستان کې د بشردوستانه لاسوهنې د اړتیا امر د طرحې وړ بولي. د دې تر څنګ، ایا دغه بشردوستانه لاسوهنه به رامنځته شي؟ ایا نړۍواله ټولنه یا نور یو شمېر هېوادونه به په افغانستان کې لاسوهنې ته حاضر شي چې د قومي، سیاسي، مذهبي، فرهنګي او جنسیتي لاملونو له امله د بشري حقونو د پراخ نقض او وژنو، وهلو ټکولو، جبري ورکونې، د نړۍوالو حقونو د بنسټیزو قواعدو پر خلاف زنداني کېدل، اپارتاید او د افغانستان د ښاروندانو د ځورونې مانع شي؟
د بښنې نړۍوال سازمان د نړۍوال کیفري محکمې د اساسنامې د ۷مې مادې په استناد، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه او اقدامات یې د بشریت پر وړاندې جنایت بللی دی. دغه سازمان له دولتونو غوښتي چې د طالبانو مشران دې د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې پېښیږي، ځواب ورکوونکي کړي. د نورو نړۍوالو سازمانونو او حتی ځینو دولتونو له لوري د هغه څه په اړه چې طالبان یې په افغانستان کې ترسره کوي ورته غوښتنې، مطرح شوي دي. سربېره پر دې، داسې ښکاري چې تر اوسه دغه مسله په نړۍواله کچه په جدي ډول مطرح نه ده.
سره له دې چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ناټو برید بشردوستانه لاسوهنه نه وه، خو له افغانستان نه د هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ۲۰ کلن ملاتړ د هغوی لپاره لوی لګښت درلود او له هغو ټولو هڅو وروسته، طالبانو یو ځل بیا پر هېواد واکمن شوي او ټول رامنځته شوي ارزښتونه یې له مینځه یوړل او هېواد بېرته له ۲۰۰۱ کال مخکې کلونو ته ور وګرځېد. دغه لوړ لګښت، په افغانستان کې د بشردوستانه لاسوهنې لپاره د نړۍوالې ټولنې د پرېکړې لپاره درس یا لویه مانع ده. په پایله کې، موضوع ډېره پېچلې او څو اړخیزه ده.
رښتیا دادي چې د دغه وضعیت دوام به د طالبانو د لا زیاتې نړۍوالې انزوا لامل شي او دغه امر له طالبانو سره د تعامل لاره او په پایله کې په افغانستان کې د دې ډلې د رژیم د رسمیت پېژندلو لاره به وتړي او حتی کېدای شي دا موضوع د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ لامل شي او یا د افغانستان د ښاروندانو د حقونو د لا زیاتو حقونو د نقض د مخنیوي لپاره د بشردوستانه لاسوهنې لامل شي.