د جګړې نوې راوتې ټولنې د حالت ارزونه (لومړۍ برخه)
لیکوال: محمد احسان محمدي

لکه څرنګه چې هره کړنه ځانګړې اغېزې او لاسته راوړنې لري، اغېزې یې پر ټولنه او سیمه باندې له ورایه ښکاري، مثبتو اغېزو ترڅنګ منفي اغېزې یې هم تصور کېدای شي. جګړه دې بشریت پر راټوکېدو سره وخت ناوخت د نړې پر یوه برخه ځینې وخت پر ټوله خاورینه کره(لمړۍ نړیواله جګړه او دوهمه نړیواله جګړه) د متخاصمو ډلو او ګروپونو ترمنځ د خبرو او مصالحې د منحلېدو پرمهال منځته راغلې، بدې پایلې یې دې نړۍ ته په میراث پراېښي دي.
زموږ ګران وطن افغانستان هم د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی چې تر اوسه د جګړو، وژنو، رټنو، بمباریو، چاودنو او خصومت په سیوري کې راګیر دی، د اوسنی نسل زیاتره وګړي یې د سولې، امنیت او ځان بسیاینې په مینه نه دي ماړه شوي، په اوس حالت کې یوازې د ځان ژوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. که چېرې د افغانستان تاریخ ته کتنه وشي، هره ډله چې حاکمه شوې، نو ټول فکري او نظري مخالفین یې له دولت او نظامه ګوښه کړي، چې خلقیان، پخواني مجاهدین او اوسنی طالبان یې ښه مثالونه کېدای شي، یعنې خلقیانو ټول هغه کسان له دندو ګوښه کړل چې د ګوند غړیتوب یې نه درلود، پخوانیو مجاهدینو ډل او ډلبازۍ شروع کړې، د قدرت په ګدۍ باندې یې زیات انسانان ووژل، اوسنیو طالبانو هم یادې کړنې ترسره کړې، ټول نظامیان یې له دندو ګوښه کړل، د ټولو ملکي او نظامي ادارو کې په راس کې یوازې ملایان قرار لري، هغه ځوانان چې کلونه کلونه یې تعلیم کړی زحمت یې ایستلی، یا یې له دندو ګوښه کړي او یا هم یوازې د یوه سلاکار په صفت په ولایتي او مرکزي کچه تر هغه وخت پورې په دنده کې یې ساتي چې اداري مسائل او سلسله مراتب او تخنیکي مسائل تر یاد کړي، وروسته یې له دندې ګوښه کوي.
دې لیکنه کې له جګړې څخه نوې ستنه شوې ټولنه کې د بشري حقونو، اقتصاد، طبیعي سرچینو، کډوالۍ، ټولنیزو اسانتیاو د حالت ارزونه، او حل لارو چارو باندې بحث کېږي.
لومړی-د بشري حقونو حالت(The state of human rights):
بشري حقونه د حقوقي او اخلاقي مقرراتو مجموعه ده چې پر ټولو انسانانو د ټولو انسانانو لپاره پلي شي۔ ددې سره سره د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه هم ځینې وخت د بشري حقونو د سرغړونې له انتقادونو سره مخ وي. په هغه ټولنه کې چې نوې له جګړې راوتې وي، تر ډېره یې زیاتې بشري سرغړونې یې تر شا پر اېښې وي، افغانستان هم یو له هغه هېوادونو دی چې په څلور لسیزو کورنیو جګړو او ناخوالو کې زیاتې سرغړونې تر سره شوې، چې په اړوند یې باید هر اړخیزه څېړنې تر سره او په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیول شي.
هغه سازمان چې د جګړو څخه وروسته د بشري حقونو څخه د سرغړونې پر اړوند څېړنې او قضاوتونه کوي باید ددې ترڅنګ چې بشري حقونو قوانین په نظر کې نیسي، باید د ټولنې کلتور ته پر کتو سره، خپلې څېړنې بشپرې کړي۔ په عمومي ډول سره د بشري حقونو د حالت پر اړوند لاندې شاخصونه په نظر کې ونیول شي۔
۱-۱- ازادي( Freedom) : په ټوله کې د ازادۍ او د هغه حد او اندازه د قوانینو په رڼا کې په داسې شکل سره تعریف شوې چې د نورو حقونه او عامه نظم ګډ او وډ نه کړي. اوس مهال په زیاتو کړنو باندې پابندۍ لګېدلي او د ټولنې وګړیو ازادي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده.
۲-۱- سیاسي فعالیت او تابعیت حقونه (Political activities and Nationality Rights ): د هېواد هر وګړی حق لري چې د هېواد په را تلونکې کې رغنده رول ولوبوي، هېڅوک حق نه لري چې د یوه وګړي او حقوقي سازمان سیاسي ازادي سلب کړي، کومه چې په بشري او مدني قوانینو کې ورکړل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د سیاسی فعالیت حق څوک نه لري.
۳-۱- د ښوونې او روزنې حقونه ( Education Rights): ښوونه او روزنه د هر انسان طبیعي او فطري حق دی، هېڅوک حق نه لري چې دا حق یې محدود، یا ور څخه واخلي، نو د جګړو څخه نویو راوتلو ټولنو کې باید ددې حق څخه سرغړونې وڅېړل شي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه تړل شوي او راتلونکې یې له نامعلوم برخلیک سره مخ ده، زیاتره زده کړیالانې رواني ستونزو سره لاس او ګریوان شوې دي.
۴-۱- د کار حق (Rights of Work): هېڅوک حق نه لري چې د یو چا د کار حق ورڅخه سلب او یا هم محدود کړي، پاتې د نه وي چې باید د اړوندې ټولنې د کار قوانینو ته پر کتو سره خپلې څېړنیزې کړنې بشپړې کړل شی. دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د کار حق محدود شوی، په ټولو دولتي او غیر دولتي سازمانونو کې یې په کار بندیز لګلو شوی دی.
۵-۱- د ماشومانو حقوق(Rights of Children): ماشومان د یوې ټولنې راتلونکې جوړوي، چې باید په ښوونه او روزنه کې یې سستي ونه شي۔ که چې په يوه هېواد او ټولنه کې د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې شوي وي، باید د ارزیابۍ په وخت کې د شته بشري قوانینو په نظر کې نیولو سره، وڅېړل شي. اوسمهال او پخوا هم ماشومانو په سړکونو کې خیرات غوښت، درانه کارونه ورباندې کېدل.
-۶-۱د ښځو پر وړاندې زور زیاتي مخنیوی: په ځینو ټولنو کې ښځې له زیات زور زیاتي سره مخ وي، په ځانګړي ډول هغه ټولنو کې چې نوې له جګړې راوتلې وي، د جرایمو د شتون پرمهال د شته قوانینو په رڼا کې باید سرغړونې وڅېړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د ښځو په ښوونه او روزنه بندیز لګول شوی، په دولتي او غیر دولتي سازمانونو کې کار کولو اجازه نه لري.
دوهم – اقتصاد(Economy)
له جګړو زیاتره نوې راوتلې ټولنې له زیاتو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ وي، جګړیز حالت کې همېشته د ځاني زیانونو ترڅنګ، مالي زیانونه هم اړول کېږي، چې په پایله کې یې اقتصاد کمزوری حالت غوره کوي، کاري فرصتونه له منځه ځي، راکړه ورکړه او تولیدي چارې ټکنۍ کېږي، ځینې وخت په ټپه درېږي. له جګړې نوې په امن شوې ټولنه کې تر ټولو مهم فکتور د اقتصاد بیا رغونه ده، ترڅو اقتصادي حرکات پیل او ټولنه د ځان بسیاینې پر لور ولاړه شي. هغه ټولنې او هېوادونه چې له جګړو نوي په امن شوي وي، اقتصاد یې تر ډېره بهرنیو خیریه مرستو باندې ولاړ وي.
په ټوله کې باید له جګړې راوتلې ټولنې د اقتصادي زیانونو د ارزونې لپاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي.
۱-۲- تاسیسات(Building): لکه چې مخکې یادونه وشوه چې، په جګړهییز حالت کې د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي تاوانونه هم رسېږي، چې یو یې د ملکي، نظامي تاسیساتو، استوګنو کورونو، سړکونو او اوبخور سېستونو، لویو لارو او کوڅو ویجاړېدل دي، چې باید له جګړې څخه نوې په امن شوي هېواد او ټولنه کې د اقتصادي ارزونې په لړ کې، د یوه مهم فکتور په شکل په نظر کې ونیول شي. پاتې دې نه وي چې د سیمې او نړې د هېوادونو د پرمختګ او له جګړې څخه مخکې حالت سره پرتله شي، او د ښېرازۍ لپاره یې باید په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه سره همغږي رامنځته او ستونزو او ننګونو ته په وخت سره رسیدګي وکړل شي.
۲-۲- تجارتي راکړې ورکړې اندازه( Trade): راکړه ورکړه په نړۍ کې د هېوادونو او ټولنو ترمنځ یو معمول کار دی، هر هېواد او ټولنه خپلو ملي ګټو ته پر کتو سره، خپل دې راکړې وکړې شرایط او قوانین لري او له نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه او تجارت کوي، ترڅو له یوه طرفه د خپلې ټولنې اړتیاوې لېرې او له بل طرفه خپل اقتصاد غښتلی کړي.
هغه ټولنې او هېوادونه چې په جګړهییز حالت کې پاتې وي، په راکړه وکړه یې زیاتې اغېزې پرېوځي، چې له امله یې د معمول خلاف ځینې وخت د لومړنیو خوراکي توکو قیمت لوړېږي او په ټولنه کې د ستونزو ګراف نور هم لوړېږي. نو اړینه ده چې له جګړې څخه نوې په امن کې شوې ټولنې د راکړې ورکړې اندازه له جګړې څخه مخکې حالت او سیمي او نړۍ د حالاتو مطابق وازول شي.
۳-۲- کاري فرصتونه او تولیدي چارې ( Production and Employment Opportunity): کاري فرصتونه او تولیدي چارې په یوه ټولنه کې د اقتصاد ترټولو مهمه برخه جوړوي، په هغه ټولنو کې چې کاري فرصتونه یې زیات او تولیدي چارې ګړندۍ وي، د ښه اقتصاد لرونکو هېوادونو له جملې څخه شمېرل کېږي. د را پورونو پر بنست، په افغانستان کې د طالبانو دوباره راتګ سره سم ٧٠٠۰٠٠ کسانو خپل کاري فرصتونه له لاسه وکړي او اوضاع لا د خرابۍ پر لور روانه ده.
۴-۲- د سړي سرعاید(Per capita income): د سړي سرعاید یو اقتصادي مفهوم دی، چې د یوې ټولنې د ټولو عواید تقسیم پر نفوس باندې د سړي سرعاید ور څخه لاسته راځي، یا د سړي سرعاید د یوې ټاکلې سیمې او جغرافیې د وګړو د سرعاید ته هم ویل کېږي، هر کال د یوې ټولنې اقتصادي حالت ته په کتو سره اټکل او ټاکل کېږي.
سړي سرعاید د سیمې یا هیواد ټول نفوس په نظر کې نیسي. له همدې امله، دا ډول اندازه کول د عاید اندازه کولو له نورو ډولونو سره د پام وړ توپیر لري. د مثال په توګه دا له کورني عاید سره توپیر لري، ځکه چې ټول خلک تر یوه چت لاندې راولي، او ټول سره برابر ګڼي. دا له کورني عاید سره هم توپیر لري، ځکه چې د یوې کورنۍ د غړیو تعداد د ټولنیزو معاملاتو پر اساس تغییر کوي، لکه واده، زېږون، مرګ او یا هم نوې خپلولی.
د افغانستان سړي سرعاید، په ۲۰۲۰ کې د پیسو د نړیوال صندوق د محاسبې پر اساس، ۲،۰۷۳ امریکایي ډالره دی او د نړیوالې درجهبندۍ په لیست کې ۱۷۱ ام هېواد دی. نو اړینه ده چې له جګړې څخه د یوې راوتلې ټولنې د سړي سرعاید مخکني حالت او شاخصونو ته پرکتو سره ارزونه کړل شي.
دریم – طبیعي سرچینې(Natural Resources)
طبیعي سرچینې د یوې ټولنې او هېواد په ښه راتلونکې کې کلیدي رول لوبوي. اړوند دولتونه او حاکمان مسؤل دي چې د راتلونکو نسلونو راتلونکې په ښه شکل سره خوندي کړي.
کله چې په یوه ټولنه کې جګړې او ناامنۍ وي، د انساني، بېخبنایي، سکتوري زیانونو ترڅنګ، طبیعي سرچینو ته هم په لویه کچه زیانونه اوړي، کانونه یې په غیر قانوني شکل سره د مافیایي کړیو له لوري کیندل کېږي، ځنګلونه یې قطع کېږي، ځمکې یې غصب کېږي. نو هغه ټولنې چې نوې له جګړې را وتې وي، باید د طبیعي سرچینو د زیانونو ارزونه یې نړیوالو معیارونو ته پر کتو تر سره شي، اجازه ور نکړل شي، چې نورې تخریب شي.
څلورم- کډوالي(Migration)
کډوالي د ژوند د خرابو شرایطو له امله او یا هم د ښه ژوند د لټولو په خاطر، د وګړو تګ له یوه ځایه بل ځای ته، په داخل د یوه هېواد یا هم له یوه هېواده بل هېواد ته د کډوالۍ یا کوچېدنې په نامه یادېږي.
په ټوله کې کډوالۍ په وخت کې کډوال له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي، هغه که د هېواد دننه وي او که د هېواد څخه دباندې وي. خو یوه خبره اړینه چې له هېواده د باندې کډوالیدلو سره، هغه کډوال چې په غیر قانوني ډول سره بل هېواد ته د قاچاق لارې دننه کېږي، په لاره کې له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي، له یوه طرفه نابلدي له بل طرفه د مالي امکاناتو نشتوالی یې ستونزې نورې هم زیاتوي او ترڅنګ یې اکثره وخت ژوند د مرګ تر پولو پورې رسېږي، یعنې په داسې خطرناکو لارو باندې سفر کوي، چې ځینې وخت د وحشي حیواناتو شتون، په اوبو کې د ډوبېدو، انسان تښتوونکو، د اړوندو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو لخوا د مرګ تر پولو رسېږي.
هغه کډوال چې د قاچاق له لارې یعنې په غیر قانوني ډول سره یې نورو هېوادونو ته مخ کړې، د کېس د نهقبلېدو پرمهال بېرته خپل هېواد ته پر اجباري شکل سره ستنول کېږي. نو موږ باید غیر قانوني کډوالۍ ته د پای ټکی کښېږدو. نو اړینه ده چې په یوه ټولنه کې چې له جګړې په امن شوې وي، باید د کډوالۍ حالت وڅېړل شي، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې په میلیونونو هېوادوالو خپل وطن د بېکارۍ، تبعیض، ټولنیز امینت نه شتون له امله پرایښی دی.
پنځم – ټولنیزې اسانتیاوې(Social facilities)
په جګړه کې د ښکېلو ټولنو وګړي په نورمال ډول سره ټولنیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، جګړه په ټولنه کې محرومیتونه زیاتوي او ټولنه د تباهۍ خواته بیایي.
انسان الله ﷻ اشرف المخلوقات پیداکړی، زیات مسؤلیتونه یې ورته سپارلي که چېرې په ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې لټي وکړي؛ نو نورې ستونزې ورته جوړېږي، بیا نو ددې جوګه نه کېږي چې خپلې ټولنې او هېواد ته ګټور تمام شي. ټولنیزې اسانتیاوې هغه اسانتیاوې دي چې د دیوې ټولنې د ژوند په ټولو اړخونو کې یې ښه والی راوستی وي او د لاسرسي وړ وي، لکه د یوې عمومي لارې جوړول، مخابراتي شبکو تاسیس، انترنیت ته لاسرسی، روغتیایي خدمتونه او داسې نور. که چېرې د انسان د ژوند پرشرایطو کې فکر وکړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو، چې د انسان په ژوند کې زیاتې اسانتیاوې راغلې، یعنې له ښکاري دورې څخه زراعتي دورې او له زراعتي دورې څخه صنعتي دورې ته تګ یو تصادفي حرکت نه و؛ بلکې د انساني کړنو یو سېستماتیک حرکت و چې د انسان په ژوند کې د انقلاب سبب شوې دي.
په دې توګه دې پایلې ته رسېږو، چې انسان خپل ټولنیز چاپېریال لپاره زیات څه تر سره کړي. علمي څېړنو، راکړې ورکړې کې اسانتیاوې، ترانسپورتي اسانتیاوې، ساختماني چارو، طبابت، برېښنایي اسانتیاوې، په اړیکو کې اسانتیاوو او ځینې نورو څخه یادونه کولای شو.
پاتې برخه لري.