له ۴۰ هندو او سیک کورنیو سره مرستې وشوې

د ۸صبح پښتو مجله

د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت، د افغانستان له څلوېښتو هندو او سیک کورنیو سره د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته وکړه. دغه کورنۍ تازه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
په دغو مرستو کې دېرش ډوله خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پر دغو کورنیو ووېشل شوې.
ددغو مرستو د وېشلو پرمهال د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت د بېړنیو عملیاتو د مرکز رییس احمد خان نافع او د هندو او سیک وګړو استازي حاضر وو.
یو شمېر هندو او سیک وګړي تېر کال په هېواد کې د تاوتریخوالي او امنیتي ستونزو له امله له هېواده وتلي وو. په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو استازي تریندر سینګ خالصه دغه کډوالي لنډمهاله بللې وه. په روان کال کې د افغانستان یو شمیر هندو او سیک اوسېدونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button