په ایټالیا کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ ډوبېدل؛ (میلوني) د خپل هیواد د کړنو دفاع وکړه

نږدې لس ورځې وروسته له هغې چې د ایټالیا په اوبو کې له ۲۰۰څخه زیاتو پناه غوښتونکو کښتۍ ډوبه شوه، صدراعظمې جورجیا میلوني، د خپل حکومت د اقداماتو دفاع وکړه.

بلومبرګ د شنبې په ورځ (مارچ ۴مه) راپور ورکړ چې د ایټالیا لومړې وزیرې ابوظبۍ ته د خپل سفر پر مهال، خبریالانو ته وویل چې د کډوالو د لېږدونکې کښتۍ د ډوبېدو له لامله، ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د ګوښه کولو اراده نه‌لري.

میلوني، د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر (ماتیو پیانتدوسي) او د هغه هیواد د وروستۍ مرګونې پیښې په اړه د چلند دفاع کړې، چې د لسګونو پناه غوښتونکو له ډوبیدو وروسته تر سختو نیوکو لاندې راغله.

ميلوني، د ايټاليا د لومړي وزيرې په توګه تر ټاکل کيدو وروسته د پناه غوښتونکو پر ضد سخت تدبيرونه نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې يوه لرګينه بېړۍ چې څه باندې دوه سوه کډوال په کې سپاره ول، د ايټاليا د سوېل د کلابريا په سواحلو کې، يوه اوونۍ وړاندې ډوبه شوه، چې ډېری يې د ايران، پاکستان او افغانستان دي. د وروستیو راپورونو له مخې په دې پېښه کې شاوخوا ۴۰ افغان کډوال هم وژل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button