روسي چارواکو د دغه هېواد د کښتیو پر یوې کارخونې د اوکراین د هوايي برید اعلان کړی دی.
د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، دغه برید د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۳مه د کریمیا په سیمه کې شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ژوبل شوي او په کارخونه کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
د «سواستوپل» په بندري ښار کې، چې د روسیې د تور سمندرګي د بیړیو لپاره د اصلي اډې په توګه کار کوي، برید په داسې حال کې شوی چې مسکو د اوکراین په سوېل کې د اوډیسا سیمې پر وړاندې بې پیلوټه الوتکې مرش کړي دي.
د اوکراين د اوډیسا سيمې قوماندان اوله کیپر ويلي، چې نن سهار د دغه هېواد پر بندر او ملکي بنسټونو د روسيې له بريد وروسته اووه کسان ټپيان شوي دي.
د اوکرایین هوايي ځواک ویلي، چې د شپې له خوا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۴۴ شاهد بې پیلوټه الوتکو له جملې څخه ۳۲ یې رانسکورې کړي، چې زیاتره یې د اوډیسا جنوبي سیمو ته لېږدول شوې وې.
د کریمیا ټاپو وزمه، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه جلا کړه، تل د اوکراین د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.