د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ باندې د تېرې یوې میاشتي له راهيسې درنه جګړه روانه ده چې تېره شپه له سختې جګړې وروسته د دې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ودانۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.
له سیمې څخه ځينو امنیتي سرچینو ۸صبح ته وويل چې وسله والو لومړی د شهرا کنډک کې چاودنه وکړه چې په خبره یې پولیسو لا له وړاندې خبر درلود او امنیتي ځواکونو ته په کې کوم زیان نه دی اوښتی.
د سرچینې په خبره، د جګړي له شدت څخه وروسته امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ پرېښودې او په دغه سیمه کې د ملي پوځ کنډک ته تللي او ولسوالۍ ودانۍ ته د وسله والو طالبان له ورتګه وروسته هوايي برید شوی چې له امله یې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان شوي دي.
په کندهار کې امنیتي مسؤلینو لا تر دې دمه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د میوند ولسوالۍ یې د امنیتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو سره یو ځای نیولې ده، خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.