د اسلام آباد د درې اړخېزې غونډې پای، حاشیې د پام وړ وې
لیکوال: امین کاوه

په اسلام اباد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په اړه د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه پای ته ورسېده. ګډونوالو ژمنه وکړه چې د خپلو ګډو ګټو د ترلاسه کولو لپاره به د « د ګټې پر ګټې وضعیته» کار واخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې لنډې ویناپاڼې له خپرولو سره ویلي دي، چې تر درې اړخیز چوکاټ لاندې د سیمه ییزو همکاریو د ګډې اجنډا پرمخ بیولو ته لیواله دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت يادونه کړې، چې د افغانستان خلک له سختو ننګونو سره مخ دي او د نړۍ د زياتو هېوادونو ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري. چین په دې ناسته کې له طالبانو سره د تعامل د زیاتېدو غوښتنه وکړه او له نړۍ یې وغوښتل چې دغه ډله د یوه ټول ګډونه او منځلاري حکومت د جوړولو، له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو د پراختیا او له ترهګرۍ سره د پریکنده مبارزې په برخو کې وهڅوي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په اسلام اباد کې له جګپوړو امنیتي چارواکو او د دغې ډلې له ملاتړو سیاسي بهیرونو سره کتلي دي. بلخوا، یوه جګپوړي پاکستاني سیاستوال طالبان له ولسي مشروعیت څخه بې برخې ډله بللې او ویلي ، چې په اسلام اباد کې د دې ډلې هڅې ښیي چې دوی «د پاکستان په لاس» جوړ شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د غويي په ١٧مه، د يوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه وزارت د چين، پاکستان او طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د پینځمې درې اړخيزې غونډې کوربه و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې کتنه کې ګډونوالو د سیاسي ګډون، له ترهګرۍ سره د مبارزې، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په اړه رغنده خبرې وکړې. په دغې بیانیه کې ویل شوي چې پاکستان تر درې اړخیز چوکاټ لاندې د سیمه ییزو همکاریو د ګډې اجنډا پرمخ بېولو ته په تمه دی. د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ په اسلام اباد کې وشوه. په دې کتنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سیمې پر امنیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د هېواد یو وتلی خبریال فردوس کاوش ۸صبح ورځپاڼې ته وایي:« چین له طالبانو سره په اړیکو کې امنیتي ګټې لري. تصور کېده چې د طالبانو په راتګ سره به چین په افغانستان کې لویې اقتصادي پروژې پیل کړي، خو داسې ونه شول او داعش ان په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت برید وکړ. دې پیښې وښوده چې چین د داعش د فعالیتونو د پراخېدو او له دغې ډلې سره د اویغور جهادیانو د همکارۍ له نسبتاً جدي ګواښ سره مخامخ دی. پر دغو امنیتي ګواښونو د غور لپاره، داسې ښکاري چې چینایانو د طالبانو له رژیم سره د اړیکو کچه لوړه کړې او د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو خبرو اترو بهیر چې د جمهوري ریاست پر مهال فعال و، یوځل بیا احیا شوی دی.
په درې اړخېزه غونډه کې د پاکستان لید لوری
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان، چین او طالبانو په درې اړخیزه غونډه کې رغنده بحثونه شوي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، پاکستان او چین له طالبانو غوښتي چې د سیاسي همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سوداګرۍ د پراختیا او سیمه ییز اتصال په برخه کې همکاري وکړي. دغه وزارت ویلي ، چې پاکستان تر درې اړخیز چوکاټ (چین، پاکستان او طالبانو) لاندې د سیمه ییزو همکاریو د ګډې اجنډا د پرمخ بیولو ته په تمه دی. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر اهمیت ټینګار کړی دی. ښاغلي زرداري ویلي دي چې په افغانستان کې ثبات د سیمې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګڼي. د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ژمنه کړې چې د سيمې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د تر لاسه کولو لپاره به د چين په ګډون له ټولو خواوو سره جدي همکاري وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د غويي په ١٧مه په اسلام اباد کې له خپل چينايي سيال چین کانګ سره په ګډه خبري ناسته کې وويل: «نن زموږ په خبرو کې مو دا خبره هم ياده کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولنيز، اقتصادي پرمختګ، اتصال او سوکالۍ لپاره اړين دي. دا په سیمه کې حیاتي ده. هغه په دې کتنه کې زیاته کړه:« موږ به د یوه سوله ییز، باثباته، سوکاله او متحد افغانستان لپاره له ټولو اړخونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»
په درې اړخېزه غونډه کې د چین لید لوری
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لیجیان په یوه خبري غونډه کې ویلي دي:« نړیواله ټولنه باید د افغانستان له لنډمهالي حکومت [طالبانو] سره تماس او خبرې اترې زیاتې کړي، د بیارغونې او پرمختګ لپاره یې د هڅو ملاتړ وکړي او د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو، منځلارې حکومتولۍ، له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو پراختیا او د ترهګرۍ پر وړاندې پریکنده مبارزې ته یې هڅوي.» د دغه وزارت په خبرپاڼه کې هم هیله څرګنده شوې چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او طالبانو ترمنځ درې اړخیزې خبرې به « د متقابل باور له ټینګېدو او په سیمه کې له سولې، ټیکاو، پرمختګ او سوکالۍ سره ګډه مرسته وکړي.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې افغانستان یې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز د پروژو په شبکه کې شامل کړی دی. د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د غويي په ١٦مه په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د سټراتيژيکو خبرو اترو د څلورم پړاو په اډانه کې هوکړه کړې ده، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژو د پراختیا له لارې د افغانستان اقتصادي او بشري مرستې د دغه هېواد په واک کې ورکړي.
په درې اړخېزه غونډه کې د طالبانو لید لوری
د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې په تړاو کره جزیات په لاس کې نشته. دا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه، خو د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د رسمي اعلامیې له مخې، د سیمې امنیت، د سوداګرۍ وده او له ترهګرۍ سره مبارزه یې مهم مسایل وو. بلخوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل هم په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني لوري سره پر یو شمېر مهمو سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي. خو د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقې سفر ډېرې حاشیې لرلې.
د متقي له حاشیو ډکې کتنې او د پاکستاني سیاستوالو غبرګونونه
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي اسلام اباد ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضلالرحمان چې د طالبانو په معنوي پلار مشهور دی، او د پاکستان د یو شمېر نورو پښتنو ګوندونو له څېرو سره وکتل. بلخوا، د پاکستان د پارلمان غړي او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د سیاسي بهیرونو له مشرانو سره د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر عکس خپور کړی دی. په دغه ټویټ کې هغه ظاهراً د پاکستان پښتنو مشرانو ته ویلي:« د پښتنو هویت په خطر کې دی. د پاکستان دغه سیاستوال لیکلي:«پښتنو ملتپالو تل دا ثابته کړې ده، هغه کسان چې پښتانه او طالبان یې یو شان بولي، تېروتنه کوي. د سیاسي دلایلو پر بنسټ د تروریزم پر وړاندې د مقاومت قرباني کولو ته اړتیا نشته؛ ځکه چې د پښتنو هویت په خطر کې دی.»
په ورته وخت کې د پاکستان یوه بل سیاستوال افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي: «د طالبانو نظامي رژیم چې د ۲۰۲۱په سپټمبر کې د جنرال فیض لخوا منصوب شو، نه دی توانیدلی چې په افغانستان کې خپل مشروعیت ترلاسه کړي. په اسلام اباد کې د هغوی تازه وروستۍ [هڅې] هغوی تر ډيره « د پاکستان جوړ» یوه بنسټ په توګه ښيي. په خيبر پښتونخوا کې د پښتنو سوله ييز پاڅون طالبان او د هغوى روزونکي رد کړي دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او ورسره ملګري پلاوي یې په دغه څلور ورځني سفر کې د پاکستان د علماوو له یو شمېر مشرانو سره چې ډېری یې د حقانيه مدرسې استادان دي، هم کتلي او خبرې اترې کړې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ضیا احمد تکل لخوا خپره شوې ویډیو ښيي، چې یو پاکستانی ملا امیر خان متقي په غیږ کې نیسي او وروسته یې د ناوزلو په دود پر مخ لاس راکاږي.
د پاکستان د پوځ له مشر سره د امیرخان متقي کتنه
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره هم وکتل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د سیمه ییزو امنیتي مسایلو او د افغان کډوالو د تګ راتګ پر اسانتیا هر اړخیز بحثونه شوي دي. د پاکستان پوځ هم یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې «د ترهګرۍ او افراطیت له ګډو ننګونو سره په اغېزناکه توګه د مقابلې لپاره د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو پر اړتیا او بشپړې ژمنتیا» خبرې شوې دي. ویل شوي، چې په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر:« د افغانستان له خلکو د پاکستان د دودیز ملاتړ قدرداني کړې او په افغانستان کې یې د سولې او پرمختګ په برخه کې د پاکستان د مهم رول» یادونه کړې ده. هغه په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ د ودې لپاره له پاکستان سره نږدې کارکولو ته د [طالبان] لېوالتیا څرګنده کړې ده.
متقي پاکستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجازه سفر کړی دی
اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هوکړې وروسته شوی دی. هغه له اوږدې مودې راهیسې د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې د سفر له بندیز، د شتمنۍ له کنګل کېدو او تسلیحاتي تحریم سره مخ دی. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبان د بندیزونو له ۱۵ کسیزې کمیټې د پاکستان په غوښتنه، متقي ته د مې له شپږمې تر نهمې پورې» د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره د کتنو لپاره د سفر معافیت ورکړل شوی دی.
درې اړخیزه غونډه کله پیل شوه؟
د ٢٠١٧ کال د ډسمبر په ٢٦مه د چين د بهرنيو چارو وزارت د بېجينګ په دیائویوتا دولتي مېلمستون کې د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د لومړۍ غونډې کوربه توب وکړ. د چين د بهرنيو چارو پخواني وزير وانګ يي د لومړۍ درې اړخيزې غونډې مشري وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ګډون کړی و.
دا غونډه په داسې حال کې پر امنیتي مسایلو متمرکزه وه، چې تر دې وړاندې د پاکستان دوو جګپوړو چارواکي افغانستان ته سفر کړی دی. په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتیدونکي ګواښ او د پاکستان د طالبانو تحریک او د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي له امله د پاکستان د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله کابل ته راغلي وو. دغه دوه پاکستاني چارواکي د جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ څه موده وړاندې کابل ته راغلي وو او له طالب چارواکو سره يې خبرې کړې وې. اوس پاکستان ته د متقي سفر د هېوادوالو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی. یو شمېر هېوادوالو ویلي چې تر هغې وروسته چې د دوحې په غونډه کې طالبان له ګډونه محروم شول، چین او پاکستان په سیمه کې د دغې ډلې د اصلي متحدینو په توګه هغوی ته تسلي ورکړې ده. له بلې خوا د امنیتي چارو شنونکي پر دې اند دي، چې طالبان په دې موده کې نه دي توانیدلي چې د سیمې د هېوادونو امنیتي اندېښنو ته مثبت ځواب ورکړي، نو له همدې امله یې د سیمه ییزو ګواښونو د زیاتېدو له امله چین له طالبانو سره د نړۍ مخ پر زیاتیدونکي تعامل غوښتنه کړې ده.