د حکمتیار پر دفتر برید او چاودنه؛ بریدګر ووژل شول

۸صبح، کابل: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پر دفتر د چاودنې په پایله کې د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
کابل ښار کې وسلهوالو بریدګرو جمعه د لیندۍ پر ۱۱ د ماسپښين ۲:۰۰ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان سړک شاوخوا د حزب اسلامي دفتر پر جومات برید وکړ.
د سرچینو له قوله بریدګر، چې ویل کېږي دوه تنه وو لومړی یې د حزب اسلامي اړوند ایمان جومات په دروازه کې موټر بم ته چاودنه ورکړې او وروسته د حکمتیار له ساتونکو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي دي.
د دې پېښې له امله د حزب اسلامي دفتر دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
په دې لړ کې تلفات د بدلون په حال کې دي او بشپړ معلومات به په نورو خبرونو کې خپاره شي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي.