په بغلان کې د مین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید؛ کابو دېرش تنه مړه او ټپیان شول
د ۸صبح پښتو مجله

د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هیلو ټرسټ مین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید کړی دی.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین د غبرګولي په نولسمه نېټه وویل چې په دغه برید کې لس تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د غبرګولي په اتلسمه نېټه د شپې په لسو بجو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیخ جلال سیمه کې شوې ده.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وايي چې په دغه کمپ کې سل تنه موجود وو او طالبانو دوی په یوه خونه کې بندي کړی او ډزې یې پرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې ددې پېښې مړي او ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي، که څه هم طالبانو د روغتیايي او خدماتي بنسټونو د کارکوونکو د خوندیتوب خبره کړې وه خو دا دي یو ځل بیا یې ملکي وګړي په نښه کړل.
اخوا، د طالبانو ویاند دا ادعا ردوي. ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی او غندنه یې کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم دا پېښه غندلې ده. په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکي: په بغلان کې د هیلو ټرست موسسې پر مین پاکوونکو برید وحشتناک عمل دی او امریکا دا ډول وژنې غندي.