کاپیسا کې د طالبانو پر مرکزونو برید؛ اته طالبان ووژل شول

۸صبح، کاپيسا: کاپیسا کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز له وسلهوال برید څخه خبر ورکوي.
ځایي سرچینې شنبه د لړم پر ۱۴ له ۸صبح ورڅپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه برید جمعه د لړم پر څوارلسمه د شپې پر ۱:۳۰ بجو کاپيسا کې د مخکیني حکومت د والي عبدالطیف مراد پر کور، چې طالبان د پوځي مرکز په توګه کار ترې اخلي، ترسره شوی دی.
سرچینې د دغه برید د تلفاتو او عاملانو په اړه څه نه وایي، خو د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
د ازادۍ جبهې د ویډیوګانو او خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې، چې د کاپيسا ولایت د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ په اړوند پل میرویس سیمه کې د طالبانو پر مرکز د دغې جبهې د ځواکونو د برید په پایله کې اته طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان دي.
د ازادۍ جبهې د خبرپاڼې له مخې دغې نښتې کابو یو ساعت دوام موندلی او له امله یې د طالبانو د مرکز ځینو برخو هم اور اخیستی دی.
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د ازادۍ جبهې د طالبانو پر مرکزونو برید کړی و او د دغه برید په پایله کې هم طالبانو ته تلفات اوښتي و.