ایران کې د اذربایجان پر سفارت برید؛ کنعاني علي‌اوف ته: له هر ډول وړاندوینې او پروپاګند څخه ډډه وکړئ

په تهران کې د اذربایجان پر سفارت په برید کې د ایران د حکومت د لاس لرلو په اړه د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌اوف له څرګندونو یوه ورځ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل، غوره ده چې له هر ډول وړاندوینې او پروپاګند څخه ډډه وشي.

کنعاني دوشنبه د فبرورۍ پر ۲۰ له غرمې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه د علي‌اوف څرګندونو ته غبرګون وښود.

کنعاني وويل: «د دې پېښې رسنيز پلان او غير قانوني تعبير د تعقيب او پلټنې په لاره کې رغنده کړنه نه ده.»

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اوف په وروستیو کې د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ایران حکومت په تهران کې د خپل هېواد پر سفارت په برید کې پر لاس لرلو تورن کړ.

علي‌اوف ویلي: «د پولیسو بې غوري او د وسله‌وال کس د مخنیوي لپاره د عاجل اقدام نه کول او همدارنګه د بریدګر له نیول کېدو سم‌دستي وروسته د ایران د دولتي ټلویزیون له خوا د هغه د مرکې خپرول ښيي، چې هغه د ایراني رژیم د ځینو بنسټونو له خوا استول شوی دی.»

تېره میاشت په تهران کې د اذربایجان پر سفارت د یوه کس له خوا په وسله‌وال برید کې د سفارت یو ساتونکی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

Back to top button