د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر کارکوونکو بريد؛ شنونکي: افغانستان د ترهګرۍ پر جنت بدل شوی

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته ځانمرګي برید د دغه وزارت ۲۳ کارکوونکي ووژل او تر ۴۰ ډېر یې ټپیان کړل. له پېښې یوه ورځ وروسته په کابل کې د «ایمرجنسي» روغتون اعلان وکړ، چې دغه روغتون ته د دغه خونړي برید ۴۷ ټپیان وروړل شوي، چې د ۱۹ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی. د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت په برید سره، یو شمېر شنونکي افغانستان د «ترهګرو جنت» او «د نړۍ د امنیت لپاره ګواښ » ګڼي. د هغوی په وینا پر بهرنیو چارو وزارت برید د سیمې هغو هېوادونو ته چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري دا پیغام ورکوي چې دغه نږدېوالی ورته درنه بیه لري. د هغوی په وینا، افغانستان د سیمه ییزو سیالیو یوه لا سخت پړاو ته دننه شوی دی. خو هېواد وال وايي، چې طالبان د دغه راز بريدونو مسوول او بنسټګر دي او بايد د داعش پر اوږو د دغه ډول خونړيو بريدونو د مسووليت په وراچولو سره د ځانونو د سپينولو هڅې ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت چې اوس د طالبانو په واک کې دی، یو له هغو بنسټونو و، چې په تېرو دوو لسیزو کې له ترهګریزو بریدونو نه خوندي پاتې شوی دی. د دغه وزارت سیمه هم تر جمهوري نظام وروسته د طالبانو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وه. اوس سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو هغو کسانو ته چې پر دې لاره تګ راتګ کوي، کارتونه ورکړي دي. دغه ډيپلوماتيکه او ظاهراً خوندي سيمه د مرغومې پر ٢٢مه، د ماسپښين په شاوخوا درې نيمو بجو د يوې خونړۍ پېښې شاهده وه، چې په پايله کې يې د دغه وزارت ۲۳ کارکوونکي او ډيپلوماتان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ټپيان شول. سرچینه زیاتوي، چې د ټپیانو په ډله کې ۲۵ ته د دغه وزارت سابقه داره کارکوونکي او نور یې طالبان او پر لاره تېرېدونکي کسان دي.

له چاودنې یوه ورځ وروسته د کابل د ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ، چې دغه روغتیايي مرکز ته د پېښې ۴۷ ټپیان لېږدول شوي او درې تنو یې دغه روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې ده. په کابل کې د ايمرجنسي روغتون مشر سټيفانو سوزا د مرغومي پر ٢٢مه، په يوې ویډیو کې ویلي دي، چې د دې پېښې د ١٩ ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى. د هغه په وينا، ډېرى قربانيان په خېټه، ټټر او سر ټپيان شوي دي.

د دې پیښې قربانیان څوک وو؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د دې پېښې په ۲۳ قربانیانو کې دوه یې «خدماتي کارکوونکي» دي. یوه بله سرچینه ۸صبح ته وایي: « درې تنه یې (طالبان) دي. موټر چلوونکی صدیق، او کاکا یاسین، او نور ټول د وزارت پخواني کارکوونکي او ډیپلوماټان وو.» خو یو شمېر سرچینو چې ۸صبح ورځپاڼې ورسره خبرې کړې د ۲۳ کارکوونکو وژل کېدل تایید کړي دي. د دوی په وینا دغه ۲۳ تنه چې وژل شوي، هر یو ه یې په دغه وزارت او ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې د کار کولو څو کلنه تجربه لرلې ده.

یوه بله سرچینه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:«ټول هغه کسان چې شهیدان شوي، په ډیپلوماټیک نظام کې یې یو عمر تجربه او تخصص درلود. دوی له طالبانو سره هیڅ تړاو نه درلود. یو شمېر هغوی د خپلو کورنیو د نفقې برابروونکي وو. په وژل کېدو سره یې کورنیو ته بل هېڅ ډوډۍ راوړونکی پاتې نه دی. صديق موټر چلوونکی و، مېرمن يې تر دې وړاندې ښوونکې وه، چې د طالبانو د بنديز په حکم سره په کور کېناسته. دا معلومه نه ده چې هغه به له کوم برخلیک سره مخ شي. کاکا یاسین هغه څوک و، چې په کړوپه ملا او له ګونځو په ډک مخ به یې هره ورځ څانګې او پاڼې راټولولې چې خپل کور پرې ګرم کړي. ټول لوړپوړي ډيپلوماټان او د وزارت پخواني کارکوونکي وو. دا زیان نه جبرانېدونکی دی.»

بلخوا، يو شمېر نورو سرچينو ويلي دي چې په دې پېښه کې د ټپيانو شمېر تر څلوېښتو ډېر دى. دوو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي: «د وزارت د ټپي شویو کارکوونکو شمېر له ۲۵ تر ۳۰ تنو پورې دی. پاتې نور د دې ډلې امنیتي کسان دي. د ټپيانو شمېر ټولټال تر ۴۰ کسانو ډير دی.»

د دې پیښې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي څرنګوالی

دا خونړۍ پیښه نور له کیسو ډک اړخونه لري. د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د ساتونکو په ډزو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي. د دغې جبهې ویاند صبغت الله احمدي د پنجشنبې په شپه د مرغومې پر ۲۲ مه پر خپل فیسبوک یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: «زموږ مظلوم او اېسار پاتې همکاران د طالبانو د ډلې د خپل منځي اختلافونو قرباني شوي دي. ښاغلي احمدي زیاته کړې ده :« پرون او له ځانمرگي برید وروسته د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزیر ساتونکو چې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ د ساتنې دنده پرغاړه لري، د دغه وزارت پر کارکوونکو چې له بهرنيو چارو وزارته د وتلو په حال کې وو، ډزې کړي چې د افغانستان د ډيپلوماټیک نظام د سابقه دارو کارکوونکو د مرګ ژوبلې د سخت زیاتوالي لامل شوې دي.» یو شمېر عیني شاهدانو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې له چاودنې وروسته یې د ډزو غږ اورېدلی، خو نه پوهېږي، چې دا ډزې د خلکو د مرګ ژوبلې لامل شوې کنه.

افغانستان؛ د ترهګرو له جنته د قدرتونو د سیالۍ تر ډګره

پرهېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د چین او روسیې په ګډون یو شمېر سیمه ییزو قدرتونو په کابل کې خپل سفارتونه فعال وساتل. دغو دواړو هېوادونو له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو په وتلو سره، امریکا له ترهګرۍ سره په دوه مخۍ تورنه کړه. تر دې مخکې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روان لمریز کال په زمري په میاشت کې په افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو د شتون خبر ورکړی و. هغه دغه راز له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا پر دوه ګوني چلند هم نیوکه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي د دغه هېواد په خاوره کې د «بهرنۍ» سیالۍ خبرداری ورکړی دی. ښاغلي بهرامي د بهرنیو چارو پر وزارت د طالبانو له برید یوه ورځ وروسته ويلي دي:« که دا انګیرنه ومنو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پرونۍ ترهګريزې او خواشينوونکې پېښې موخه بهرني لوري ته د یوه پیغام رسول وو. په دې کې به شک نه وي، چې بهرنۍ سیالۍ د تصور وړ وخت په پرتله مخکې په دې سيمه کې پېل شوي دي.» د ایران پخواني سفیر د طالبانو د واکمنۍبڼه د دې سیالۍ په زياتېدو کې اغېزناکه بللې ده. هغه زیاته کړې: «د طالبانو د واکمنۍ بڼه هم د بې ثباتۍ دغه بهیر اسانه کوي.»

په همدې حال کې د امریکا د پرنسټون پوهنتون د نړیوال امنیت د مطالعاتو استاد ارین شریفي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «افغانستان عملاً د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ په جنت بدل شوی دی. په افغانستان کې شل بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالې دي. القاعده، داعش، د چین اویغور يان، IMU (د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ګوند) د تاجکستان انصارالله، ۱۴ پاکستاني ډلې لکه لشکر طیبه، جیش محمد او نورې.» د ښاغلي شریفي په وینا، له پولو بهر جرمي اقتصاد په افغانستان او سیمه کې ترهګري پیاوړې کړې ده.

هغه وايي:« هغه څه چې ترهګري پياوړې کړې، له پولې اخوا جرمي اقتصاد دی، چې له ترهګرۍ سره ګام په ګام زيات شوی او له هغه وخته چې طالبان واک ته رسيدلي، اندازه او اړخونه دواړه يې زيات شوي دي. په افغانستان کې اوس مهال لږ تر لږه شپږ ډوله جرمي اقتصاد شته. د نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق، د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق، د ځنګلونو وهل، د څارویو قاچاق، انساني قاچاق او د وسلو قاچاق. له پولې اخوا د جرمي اقتصاد شپږ مورده د ترهګرۍ لپاره پيسې او مالي ملاتړ اسانه کوي. له بلې خوا، د ترهګرو ډلو شتوالی د پولې اخوا د مجرمانو ته د فعالیت زمينه برابروي. دا دوه مسالی یو بل پیاوړي کوي. دا مسالې پخوا هم وې، خو واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسی ، پياوړې شوې او مخ په زياتېدو دي.»

د پوهنتون دغه استاد په افغانستان کې د چینايي موخو په نښه کولو ته په اشارې سره چې پر بهرنيو چارو وزارت بريد هم د چين د سفير له حضور سره تړلی بلل کيږي، زیاتوي: «داعش یوه نړیواله ترهګره ډله ده. په دې وروستیو کې پر چين د دوو دلیلونو له امله بریدونه شوي دي. د چین د ایغوريانو/ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ موخه دا ده چې د سینکیانګ ولایت له چین نه جلا کړي او هلته د خپلې خوښې اسلامي حکومت جوړ کړي. هغوی له داعش سره نږدې اړیکې لري. د طالبانو تر واکمنېدو مخکې يې له داعش سره بیعت وکړ. په کندز او کندهار کې پر یوه جومات برید دواړه د هغو ایغوريانو له خوا شوي چې له داعش سره یې بیعت کړی و. د ETIM (د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ) سره په اصل کې عملاً همغږي شته. داعش غواړي د طالبانو واکمني کمزورې کړي او د امنیت په ټينګښت کې طالبان ناتوانه وښيي. د همدې لپاره، هغه اهداف غوره کوي چې مهم او لوړ وي؛ ځکه چې د داعش سټراټېژیک اهداف په هماغه اندازه ترلاسه کیږي. چین یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره اړیکې لري؛ له همدې امله پر هغوی ډير بریدونه کوي.»

د طالبانو په ډله کې خپل منځي اختلافات او د ترهګريزو فعالیتونو زياتوالی

یو شمېر هېوادوال په دې اند دي، چې د طالبانو په منځ کې اختلافاتو ترهګريزو فعالیتونو ته زور ورکړی دی. د هغوی په اند، په څو ډلو د دې ډلې وېشل کېدل او په ټولو برخو، په تېره بیا د ښځو پر وړاندې د هغوی حذف کوونکو سياستونو په نړیوال نظام کې د افغانستان د انزوا زمینه برابره کړې ده. ځینې ​​شنونکي په دې باور دي چې دا ډول بریدونه چې ډيری یې چینايي اهداف په نښه کوي، د چین او د سیمې د هېوادونو لپاره یوه ننګونه ده. هغوی په دې باور دي، چې برید کوونکي هغو هېوادونو ته چې له طالبانو سره اړیکې لري، پیغام ورکوي چې له دغې ډلې سره دې اړیکې نه ټینګوي. یو پخوانی امنیتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې په دغه رپوټ کې خپور شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبان د خپلو ملګرو له ټولو خوشبینیو سره سره، امنیت نه شي راوستلای او له سيمې سره د سوله ييزو ژوند د کولو د مديريت وړتيا نه لري. هیوادونه هم له دوی سره خپلې ورځې تیروي او پوهیږي چې د هغوی مخالفې ډلې د طالبانو په څیر له هماغه يوې سرچینې نه تغذیه کیږي او دوی په عمل کې په افغانستان کې خوندي دي. افغانستان اوس د ترهګرو لپاره جنت دی. ژر يا وروسته به د ټولو تر لمنې ورسېږي.»

د دغه پخواني امنیتي چارواکي په وینا، د چین مخالفې ډلې (ايغور جنګیالي) چې پخوا د طالبانو په لیکو کې وو، اوس له لسګونو نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای شوي چې پر چینايي اهدافو او د سیمې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي. د هغه په ​​وينا، افغانستان اوس په يوه امنيتي ګواښ بدل شوى او که اقدام ونه شي، طالبان به افغانستان د «ترهګريزو سياليو ډګر» وګرځوي. د هغه په ​​وینا، «داعش د طالبانو له واکمنېدو راهیسې څو مرګوني بریدونه کړي، چې طالبان د هېڅ يوه پر کابو کولو نه دي بريالي شوي او يا یې نه دي غوښتي چې کابو يې کړي، ځکه چې د طالبانو په دننه کې څو نورې ډلې له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره تعامل او همغږي لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خبریالان او هېوادوال د طالبانو په منځ کې اختلافات د خلکو د ذهنونو د اړولو لپاره یوه افسانه بولي او ټینګار کوي چې رسنۍ باید په دغو افسانو کې ښکېل نه شي. خبریال او د ۸ صبح ورځپاڼې د امتياز خاوند سنجر سهیل په یوه ټوېټ کې لیکلي: «د افغانستان ځینې جلاوطنه رسنۍ د ناپوهۍ او د محتوا د نشتوالي له امله د طالبانو داسې څرګندونې خپروي، چې د دوی په اند د دې ډلې په منځ کې د نظر د اختلافاتو ښودنه کوي. طالب طالب دی، منځلاری او سخت دريځی دواړه يو دي.»

يو هېوادوال محب الله مدقق له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالب او داعش له یوې سرچینې نه الهام اخلي او د دواړو مفکوره د انسانیت له منځه وړل، چاودنې او ځانمرګي دي. موږ باید خپل وخت د دوی په داخلي اختلافاتو ونه لګوو. که کوم کار کولای شو، بايد ويې کړو، کنه نو دا کیسې د وخت ضایع کول دي.»

ځانمرګی د طالبانو په خوندي او ډیپلوماټیکه سیمه کې

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، هغه دروازه چې برید پرې شوی، تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وه. د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه مراجعین چې د خپلو اسنادو د پروسس لپاره دغه وزارت ته ورځي، د بدني تلاشۍ او د داسې اسنادو په ښودلو سره چې وښيي، په دغه وزارت کې کار لري، د تګ اجازه ترلاسه کوي. سرچینه زیاتوي:«له چاودنې څو ورځې وړاندې تدابیر ډېر سخت وو؛ ان مراجعينو ته يې اجازه نه ورکوله.» په همدې حال کې يو شمېر هېوادوال طالبان په دې پېښه کې په لاس لرلو تورنوي او وايي چې دا بريد د همدې ډلې د کسانو په همکارۍ ترسره شوى دى.

طالبان له ځانمرګي د هغه تر غندلو

په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه چې د ماشومانو، ناروغانو، ښځو او ملکي وګړو په ګډون د سلګونو هېوادوالو د وژل کېدو لامل شوي، د طالبانو له خوا ترسره شوي دي. د دې ډلې وياندويانو به تل د خونړيو او مرګوني بريدونو له کېدو وروسته د هغو پړه پر غاړه اخيسته. دې ډلې په تېرو شلو کلونو کې په ښوونځیو، لوبغالو، عبادت ځایونو، روغتونونو او نورو عامه ځایونو کې ځانمرګي بریدونه وکړل چې زرګونه کسان یې ووژل. دوی دغه مرګوني بریدونه «استشهادی» بلل، خو اوس دغه ډله ځانمرګي بریدونه غندي او هغه د «بشري ضد او اسلامي ضد جنایت» بولي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګګ په یوه ټویټ کې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو ځانمرګی برید یو بشري ضد او اسلامي ضد جنایت بللی او ټینګار یې کړی دی: «زبون دښمن د خپل بې وسۍ او کمترۍ په اوج کې دی او پر ​​انساني او اسلامي ارزښتونو هېڅ باور نه لري.»

په آنلاين بڼه د دعا مراسم

په بېلا بېلو هېوادونو کې د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماټانو او اوسنيو او پخوانيو کارکوونکو يوې ډلې په آنلاين بڼه د فاتحې مراسم ترسره کړل. هغوی د جمعې په ورځ د مرغومې پر ۲۳مه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو په یوې آنلاين غونډه کې ګډون وکړ او ګډه بيانيه یې صادره کړه. هغوی په دې بيانيه کې طالبان یوه «ترهګره او غاصبه» ډله بللې ده.

بلخوا، يو شمېر هېودال وايي، چې په هر نظام او بدلون کې اصلي قربانيان د افغانستان خلک دي. د هغوی په خبره، په تېرو شلو کلونو کې هم د ترهګريزو پېښو تر ټولو ډېر قربانيان ملکي وګړي وو او اوس يې قربانيان هغه کسان دي، چې له طالبانو سره هيڅ تړاو نه لري، بلکې د ترهګرۍ او افراطيت قرباني کيږي.

ورته لیکنې

Back to top button