۸صبح، غزني: په کابل او بلخ کې د شیعه ګانو پر جوماتونو له بریدونو وروسته د غزني قومي مشرانو د دغو ډول ځایونو د امنیت په تړاو اندېښنه ښوولې ده.
هغوی غزني کې د طالبانو له امنیې قوماندان سره په لیدنه کې په دې تړاو خپله اندېښنه ښوولې او د غوره حللارې غوښتنه يې کړې ده.
د غزني قومي مشرانو د امنیتي چارواکو ژمنې د قناعت وړ نه دي ګڼلې او ویلي يې دي، چې د مرکزونو د امنیت تامین ډېره برخه بار د خلکو پر اوږو اچول شوی دی.
په هېواد کې د شیعه ګانو پر جوماتو له بریدونه وروسته د غزني اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې، چې له راټولېدنو ډډه وکړي.