په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو تورن استرالیايي سرتېری: پر خپلو کړنو ویاړم

۸صبح، کابل: د استرالیا د هوایي ځواک یوه سرتېری او د پوځ د سترو ویاړونو ګټونکی بین رابرټز سمېت ویلي، چې پر هغه څه لا هم ویاړي چې په افغانستان کې یې ترسره کړي دي.
د ټي ار ټي د راپوره له مخې، دغه تجربه لرونکی استرالیایی سرتېری چې د مدني محکمې له لوري د څلورو ملکي افغانانو په وژلو تورن دی، د چهارشنبې په ورځ ،د غبرګولي په ۲۴ مه، د محکمې حکم ناسم وباله.
رابرټزسمېت زیاته کړې: «موږ هیڅ تېروتنه نه ده کړې، نو موږ بښنه نه غواړو.»
سمېت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ کال پورې د استرالیا په هوايي ځواک کې دنده ترسره کړې.
د جون په لومړۍ نېټه د استراليا د فدرالي محکمې یوه قاضي په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو کې د دغه استرالیایي سرتېري د لاس لرلو په تور د ځينو ورځپاڼو د ادعا په اړه ویلي وو، چې هغوى په خپل راپور کې حقيقت ثابت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې بريتانوي پوځیان هم په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د ۵۰ افغان بندیانو او ملکي وګړو په وژلو تورن دي.
تېر کال د بريتانيا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې يې د بريتانوي پوځيانو د ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه يوه خپلواکه څېړنه پېل کړې ده.
د خیریه ډلو په وینا، بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لخوا په ناقانونه توګه د وژل شویو لسګونو ماشومانو کورنیو ته غرامت ورکړی دی.