۸صبح، کابل: د طالبانو له دې ادعا وروسته چې د اتریش د ازادۍ ګوند ځینو غړو د دې ډلې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي، د اتریش د ازادۍ ګوند اعلان کړی چې اندریا مولزر او یوهانس اوبنر په شخصی ډول افغانستان ته سفر کړی او ګوند د دوی له سفر څخه بې خبر نه و.
د اتریش رسنیو د دوشنبې ورځ د تلې میاشتې په ۳مه د «اتریش د ازادۍ ګوند» د عمومي منشي کریسټین سټوکر په حواله خبر ورکړی چې «دوی د دې سفر په اړه د رسنیو له لارې خبر شول او دا یوه شخصي موضوع ده.»
سټوکر د دغه سفر د انګېزې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه سفر د شرايطو د روښانه کولو غوښتنه يې کړې ده.
د دغه راپور له مخې، دغه سفر په اتریش کې له سختو نیوکو سره مخ شوی او ځینو منتقدینو د دغه هېواد د ازادۍ ګوند د طالبانو لپاره د «سرې غالۍ په غځولو» تورن کړی دی.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت هم د ازادۍ ګوند د غړو د سفر په اړه بې خبري ښودلې او ویلي یې دي چې دوی د اتریش استازي نه دي.
د دغه وزارت په وینا د افغانستان په اړه د اتریش پالیسي نه ده بدله شوې او طالبان په رسمیت نه پیژني.
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ کابل کې د «اتریش ازادۍ ګوند» له یو شمېر غړو سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره ورځ، د تلې میاشتې په ۳ مه، په اېکس پر ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دوی «په بروکسل کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د اسانتیاوو په رامنځته کولو» خبرې وکړې.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د اتریش د ازادۍ ګوند په اروپا کې د کډوالۍ او د مسلمانانو ضد سیاستونه تعقیبوي.