د اذربایجان ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدی کړکېچ د کمولو په موخه سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
نړيوالو رسنيو د جمعې په ورځ د (اکتوبر ۷مه) خبر ورکړى، چې دغه غونډه د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ ښار کې د اروپايي ټولنې په منځګړتوب ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اروپا د شورا مشر چارلس میشل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ګډون کړی و.
له غونډې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو هېوادونو په خپلو ګډو پولو کې د اروپايي ټولنې د ملکي ماموریت د اسانتیا په برخه کې هوکړه وکړه.
همدارنګه اذربایجان او ارمنستان ژمنه وکړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د پولو په اړه به له اروپايي ټولنې او د هغې له استازو سره همکاري کوي.
د دغو قضیو سربیره، دواړو هیوادونو ویلي چې دوی د سرحدونو د ټاکلو لپاره د اروپایي کمیسیونونو د کار لپاره د ملګرو ملتونو منشور او د الماتا اعلامیه د اساس په توګه کاروي.
اذربایجان او ارمنستان له اوږدې مودې راهیسې د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر اختلاف لري.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د روان کال په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي نښتو له امله ۲۸۶ کسان وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د امريکا په منځګړتوب د دواړو خواوو ترمنځ موقت اوربند شوى دى.