د بادیني دروازه که د ناقانونه کاروبار لاره؛ طالبان له خلکو زیاتې پیسې اخلي

د زابل په شملزو ولسوالۍ کې له پاکستان سره د بادیني پر دروازه پر نويو وارد شویو موټرو هره ورځ سلګونه زره پیسې اخیستل کېږي چي د طالبانو د جنګي قوماندانانو جېبونو ته ځي.

پر دغه دروازه هره ورځ په لسګونه ناقانونه نوي وارد شوي موټر د پولې دواړو غاړو ته د خرڅلاو په موخه اړول کېږي چې له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته بېول کېږي.

پر دغو موټرو ناقانونه پیسې اخیستل لومړی له دې ځایه پیلېږي چي مخکې به شپږ زره افغانۍ پرې اخیستل کېدې اوس د هر موټر پر سر څلوېښت زره افغانۍ اخیستل کېږي.

عبدالکریم له هغه سوداګرو څخه دی چې د ورځې یو یا دوه بې اسناده موټر له پاکستانه افغانستان ته واردوي. نوموړی وايي، اوس یې کاروبار خراب شوی ځکه طالبان ترې زیاتې پیسې اخلي او کله چي موټر پلوري کمه ګټه ورته پاتې کېږي.

عبدالکریم چې زیاتوي چې طالبان ترې ناقانونه پیسې اخلي او په خپلو منځنو کې وېشي.

نوموړی وايي: «موږ هره ورځ له پاکستانه افغانستان ته موټر واردوو له دې ځايه بیا دغه موټر نورو سیمو ته بېول او پلورل کېږي خو اوس موږ په خپل کاروبار کې زیانمنېزو ځکه طالبان له موږ څخه د پخوا په پرتله څو برابره زیاتې پیسې اخلي.»

د بادیني سرحدي دروازه د زابل او غزني د مېوو لپاره مناسبه ده چې له دې لارې بڼوال او افغان سوداګر خپل کرنیز محصولات پاکستان ته لېږدوي او همداراز له پاکستانه توکي واردېږي، خو اوسمهال پر دې لاره د ورځې تر شلو ناقانونه او بې اسناده موټر افغانستان ته واردېږي.

Social Media

د دغو موټرو سوداګر وايي، چې که موږ طالبانو ته زیاتې پیسې ورنه کړو ډزې پرې کوي او تر زابله ورته ستونزې رامنځته کوي.

محمد عیسی چې له پاکستانه بې اسناده موټر واردوي وايي، که طالبانو ته پیسې ورنه کړو نور مو پر دې لاره کاروبار ته نه پرېږدي او پر پوله راته ستونزې رامنځته کوي.

هغه زیاتوي: «طالبان موږ ته ولاړ وي خو کله چې موټر ترې بوځو ډزې راباندې کوي او کله داسې هم شوي چې موټر مو په مرمۍ ولګېږي او سخت زیانمن شو، طالبان مو کاروبار ته نه پرېږدي موږ چې یو ښه موټر له پاکستانه وارد کړو دوي یې په زور او یا په ډېره ټیټه بیه را څخه اخلي.»

په سرحدي سیمو کي د طالبانو او موټر چلوونکو ترمنځ د ناقانونه کاروبار او پیسې اخیستو بهیر د سیمې خلک ویني همداراز وخت ناوخت ډزو او د موټرو ځغلولو دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د زابل د شملزو ولسوالۍ د بادیني سیمي اوسېدونکی محمد اکبر وايي، د طالبانو او د موټر د سوداګرو ترمنځ شخړې او ناقانونه کړنې تل ویني او په دې اړه یې په ځلونو ځایي طالب مسوولنو ته شکایت کړی خو تراوسه پاملرنه نه ده ورته شوې.

هغه زیاتوي: «موږ څو ځله د بادیني په سیمه کې د طالبانو د سرحدي کنډک قوماندانۍ ته ورغلو او په دې ځای کې مو د روان وضعیت په اړه شکایت کړی ورته مو وویل که دا ستونزه حل نه شي د اعتراض په ډول به دغه لاره وتړو.»

طالبان له پاکستانه د بې اسناده موټرو په بدل کې ۴۰ تر شپېته زره افغانۍ د مالیې په نوم اخلي او بیا دا موټر په افغانستان کې پلورل کېږي.

پر دغه سرحدي دروازه وخت ناوخت د ناقانونه سوداګرۍ پر سر د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي او دواړو لوریو ته زیانونه هم اوړي.

دا په داسې حال کي ده چي ددې لارې سوداګر شکایت کوي او وايي، یوازې بې اسناده موټر نه بلکې پر دغه لاره چې هر څه له پاکستانه افغانستان ته راوړي طالبان ترې زیاتې پیسې اخلي.

ورته لیکنې

Back to top button