بهرامي: د طالبانو سیاسي لور نیونه او پر افغانستان د دوی کنټرول ثابت نه دی

۸صبح، کابل: پر افغانستان د طالبانو له نږدې یو نیم کال واکمنۍ راهیسې پر دغې ډلې د نیوکو په دوام کابل کې د ایران پخواني سفیر ویلي، چې د طالبانو سیاسي لور نیونه ثابته نه ده.
افغانستان کې د ایران پخواني سفیر رضا بهرامي په یوه لیکنه کې، چې یکشنبه د لیندۍ پر ۲۹ د انلاین خبر پر وېبپاڼه خپره شوې ویلي، چې سویس کې یوه اماني صندق ته د افغانستان د ۳.۵ میلیارد ډالره شتمنۍ لېږد او کابل ته په هره اونۍ کې د ۴۰ میلیون ډالرو استول په دې مانا دی، چې طالبان د افغانستان پر لوی اقتصاد کنټرول نه لري.
بهرامي ویلي: «داسې برېښي چې د طالبانو سیاسي لور نیونه او پر افغانستان د هغوی بشپړ کنټرول ثبات نه لري او د بدلون په حال کې دي.»
افغانستان کې د ایران د پخواني سفیر په وینا د طالبانو خپلمنځي اختلافونو د هغوی د موقت جوړښت نسبي ثبات له جدي ننګونې سره مخ کړی دی.
افغانستان کې د ایران د پخواني سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې، چې تازه یوه نامتو پاکستاني خبریال د پاکستان لپاره پر یوه سرخوږي د طالبانو د بدلېدو خبر ورکړی؛ هغه ځواک چې د ده په وینا یو وخت د دغه هېواد «ستراتیژیکه شتمني» وه.