د طالبانو پر بهرنیو سفرونو بندیز؛ ایا د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سرغړونه شوې؟

څه باندې څلور میاشتې کېږي چې دجگپوړو طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو معافیت پای ته رسېدلی دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا د روان لمریز کال په زمري میاشت کې د ۱۳ طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو د معافیت په تړاو غونډه وکړه. خو دا غونډه بې پایلې پای ته ورسېده. له هغې وروسته، د ملګروملتونو امنیت شورا د دغې ډلې پر چارواکو د بندیزونو په تړاو نوې پرېکړه نه ده کړې او د هغوی د سفرونو د معافیت موده نه ده غځول شوې. په ترټولو تازه مورد کې د طالبانو د مشرتابه شورا دوو غړو متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې کتلي دي. یو شمېر هېوادوال او سیاستوال د اماراتو پر حکومتي چارواکو په نیوکې سره پوښتي، چې ولې دغه هېواد د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړو ته درناوی نه کوي. خو د چارو شنونکي د متحده عربي اماراتو له لوري د طالب مشرانو کوربتوب د دغه هېواد او قطر ترمنځ سیالي بولي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالب مشرانو د دې ډلې غړو ته د بهرنیو سفرونو د معافیت پر نه غځېدو نیوکې کړې وې.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۲مه، په داسې حال کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د دې ډلې د چارواکو د بهرنیو سفرونو د معافیت موده پای ته رسېدلې ده. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د ملا محمد یعقوب د سفر موخه «د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو هوارول دي.» خو د چارو یو شمېر شنونکي د هغه سفر موخه د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په تړاو بحثونه او له متحده عربي اماراتو سره د طالبانو د اړیکو نږدې کېدل بولي. د هغوی په وینا، په داسې حال کې چې دغه هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له قطر سره د سیالۍ ډګر ته راوتلی او غواړي پر دغې ډلې خپله ولکه زیاته کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست له سفر سره هممهاله، د دې ډلې د مشرتابه شورا یوه غړي انس حقاني هم متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی. په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره د دې ډلې د غونډې خپاره شوي عکسونه، ښيي، چې دواړه په یوې غونډه کې حضور لري.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست  ملا محمد یعقوب مجاهد او د دې ډلې د مشرتابه شورا یو غړو انس حقاني په داسې حال کې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي چې د هغوی د بهرنیو سفرونو معافیت شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پای ته ورسېد او له هغې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا شورا په دې تړاو کومه نوې پرېکړه نه ده کړې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په شپه د زمري په ۲۸مه، د طالبانو د ۱۳ جګپوړو چارواکو د سفري معافیت د تمدید په تړاو غونډه وکړه، چې بې پایلې پای ته ورسېده او دغه معافیت ونه غځول شو.

خو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ډیپلوماټېکو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې تراوسه د طالبانو د ۱۳ جګپوړو غړو د سفر د بندیز د غځېدو په چاره کې کوم بدلون نه دی راغلی. د هغوی په وینا، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کومه نوې پرېکړه نه ده کړې.

دغه ډيپلوماټيکې سرچينې روسيې ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه  د لس ورځني سفر د معافیت په تړاو وایي، چې دغه اقدام د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسيې په غوښتنه شوی او دغې شورا هغه ته یوازې د لس ورځني سفر معافیت ورکړی دی. دغه سرچینې ټینګار کوي چې د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب د سفر په تړاو تراوسه هېڅ پریکړه نه ده شوې. د سرچینو په وینا، احتمال لري چې متحده عربي امارات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه له دې شورا سره هوکړه کړې وي، چې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت  سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د نړۍ د  کلتوري میراثونو د ساتنې د کنوانسیون د پنځوسمې کالیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د لس ورځني سفرمعافیت ترلاسه کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ۷۰ لسیزه کې په افغانستان کې یو نادر کلتوري میراث وران کړ. د دې ډلې له لوري د بامیانو د بودا مجسمه ویجاړه شوه او دغه راز د هېواد د ملي آرشیف د مجسمو یوه برخه ورانه شوه.
بلخوا، ډیپلوماتیکې سرچینې د حقاني شبکې د مشرتابه شورا د غړي انس حقاني د سفر په تړاو وايي، چې د هغه نوم  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې  نشته.

د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو په تړاو د چارو د شنونکو لیدلوری

د سیاسي چارو د شنونکو په اند، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دغه سازمان د امنیت شورا د پرېکړو د تعقیب مسوولیت لري. د دوی په وینا، له طالبانو سره تعامل او د هغوی د چارواکو بهرني سفرونه د نړیوال امنیت برخه ګڼل کېږی او د دغې شورا له کړنلارو بهر له دغې ډلې سره هر ډول خبرې د طالبانو نامستقیم ملاتړ او افغانانو ته بې پامي ده.

د سیاسي چارو د دغو  شنونکو په وینا، په داسې حال کې چې متحده عربي امارات په تیرو دوو لسیزو کې د طالبانو له مهمو ملاتړوګڼل کیږي، خو د قطر په پرتله پر طالبانو لږ کنټرول لري او له همدې امله هڅه کوي، چې د تعامل په ډېرولو سره پرغې ډلې خپله ولکه زیاته کړي.

د رومانیا د بخارست پوهنتون استاد ډاکټر ذاکر حسین ارشاد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «لکه څنګه چې افغانستان د نیابتي جګړو جغرافیه ده، طالبان د بېلابېلو ډلو او سیالانو او دښمنانو د ارادې د پرمخ بیولو سازمان دی.» د دې ډلې په جوړښت کې ګڼ او متضاد ظرفیتونه شته او ټول له همدې لارې له طالبانو سره تعامل کوي.» ښاغلی ارشاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې ته له پام پرته، د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو په تړاو وايي: « هیوادونه په ټوله کې د افغانستان په چارو کې ښکېل ټول بهرني لوبغاړي له طالبانو سره په خپل چلند او اړیکو کې د سیاسي اصولو او د افغانستان په جغرافیه کې د لوبغاړو د اصلي ګټو پر بنسټ مخته ځي، نه د حقوقي او شکلي مصوبو پربنسټ. هیڅ هیواد له دې قاعدې مستثنی نه دی، له امریکا نیولې تر کوچنیو لوبغاړو پورې، له طالبانو سره خپلې اړیکې تر ډيره په ریالیسټيکو قواعدوسره تنظیموي.»

د بخارست پوهنتون دغه استاد زیاتوي: «طالبان د قدرتونو د ګټو د تعقیب او د هغوی د سیالانو پر ضد د کارولو یوه ښه سیمه ییزه وسیله ه، طالبانو څلور اړخیز وضعیت خپل کړی او له هر لوري هر لوبغاړی له دغه راز تمې سره،له هغوی سره (تعامل) کوي او هڅه کوي، چې له طالبانو نه په خپله ګټه کار واخلي.»

خبریال فردوس کاوش له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: داسې ښکاري چې متحده عربي اماراتو د امریکا او خپلو اروپايي متحدینو په همغږۍ ملا یعقوب ته بلنه ورکړې؛ ځکه داسې بریښي چې متحده عربي امارات به له خپلو متحدینو سره له همغږۍ پرته دا کار نه وي کړی.

د ښاغلي کاواش په وینا «له ډیپلوماتټیک او امنیتي پلوه د متحده عربي اماراتو او متحده ایالتونو ترمنځ د اړیکو کچه ډېره لوړه ده، نو له همدې امله دا شونې نه ده چې ملا یعقوب دې د امریکا متحدو ایالتونو له همغږۍ پرته عربي متحده اماراتو ته وبلل شي.

د دغه خبریال په اند، د اوس لپاره د امریکا پالیسي له طالبانو سره لږترلږه تعامل دی. پخوا ملا محمد یعقوب قطر ته هم سفر کړی و او داسې ښکاري چې قطر ته د هغه سفر هم له امریکا سره همغږي شوی و.

د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو د بندیز مخینه

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په  یوه ځانګړي پریکړه لیک، بهر ته د طالبانو پر ۱۳۵غړو د سفر بندیز ولګاوه. د سفر پر بندیز سربیره یې، د شتمنیو د کنګل کولو په څېر پر هغوی نور پراخ بندیزونه هم ولګول. په ۲۰۱۸ میلادي کال امریکا متحده ایالتونو له دغې ډلې سره د سولې د خبرو په پېلولو سره، پر۱۵ طالب مشرانو د سفر بندیز لرې کړ او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سولې په خبرو کې د ګډون په موخه د طالبانو پر ۱۴غړو د لنډمهال لپاره د سفر بندیز لرې کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په شپه د زمري په ۲۸مه د ۱۳جګپوړو طالب چارواکو د سفر د معافیت د غځولو په تړاو غونډه وکړه، چې کومه پایله یې نه لرله. د امریکا په ګډون د دې شورا لوېدیځو غړو وویل، طالبانو د ښځو حقونه په پراخه توګه تر پښو لاندې کړي او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې د خپلو کړو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي او له همدې امله باید د دې ډلې د جګپوړو غړو د سفر معافیت ونه غځول شي. خو د روسیې او چین استازو ټینګار وکړ، چې د ۱۳ جګپوړ طالب چارواکو د سفر معافیت باید وغځول شي. په پای کې دغه غونډه بې پایلې پای ته ورسېده او تر اوسه د طالبانو د جګپوړو چارواکو د بهرنیو سفرونو د معافیت په تړاو کومه نوې پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د مشرتابه شورا هغه غړي چې د سفرونو بندیز پرې لګیدلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د ۱۳۵جګپوړو غړو نومونه او له دغې ډلې سره د تړلو څو بنسټونو نومونه په خپل تور نوملړ کې شامل کړي دي. په دغه نوملړ کې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده نوم نه ترسترګو کیږي. د طالبانو پر مشرتابه شورا د ملګرو ملتونو په بندیزونو کې د شتمنیو ضبط کېدل، د سفرونو بندیز او د وسلو د راکړې ورکړې بندیز شامل دی،چې په دوحه کې د سولې د خبرو پرمهال د دې ډلې د ۱۳ غړو د سفر معافیت په موقت ډول وغځول شو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي نوملړ له مخې، په هغو طالب مشرانو کې چې د سفرونو معافیت یې د لنډمهال لپاره غځول شوی و، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر دین محمد حنیف، عبداللطیف منصور او د دې ډلې یو شمېر نور مهم کسان شامل وو.

د بهرنیو سفرونو د معافیت د نه غځېدو په تړاو د طالبانو غبرګون

طالبانو د دې ډلې د مشرتابه شورا د غړو د بهرنیو سفرونو د معافیت نه غځېدل له نړۍ سره د واټن رامنځته کېدل بللي او ویلي یې دي، چې د «انزوا کولو» تګلاره به پایله ورنه کړي. د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي له ځینو کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دوی رژیم هڅه کوي، چې د دغې ډلې او نړۍ تر منځ واټن لېرې کړي. ځکه چې د هغه په ​​​​وینا، د «انزوا کولو» تګلارې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

ملا یعقوب او انس حقاني په داسې حال کې متحده عربي اماراتو ته تللي، چې ویل کیږي په دغه هیواد کې به یوه مهمه غونډه جوړه شي. د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم متحده عربي اماراتو ته تللی دی. هغه د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، د دغې ډلې له خوا ممنوع‌الخروج اعلان شو او له تېر یو کال او درېیو میاشتو راهیسې په کور کې نظر بند و.خو په ​​دې وروستیو کې یې د سفر اجازه ترلاسه کړې ده . په پام کې ده، چې حامد کرزی چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دی جرمني ته ولاړ شي. خو  متحده عربي اماراتو او جرمني ته یې د خپل سفر د لامل په تړاو معلومات نه دي ورکړي. یو شمېر سرچینې وايي، چې نوموړی به په دې سفر کې په متحده عربي اماراتو کې له ملا یعقوب او انس حقاني سره وګوري. د سرچینو په وینا، دغه چارواکي به د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره په خپلو کې سره خبرې وکړي. تر اوسه کوم لوري په رسمي ډول په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی. تر دې وړاندې د لوېدیځو هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو استازو په وار وار په هېواد کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. خو طالبانو تر اوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

Back to top button