د نجونو پر تحصیل بندیز، علي اکبر: هیله مو لرله چې لور مو ډاکتره شي

د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو د روښانه راتلونکي لپاره د خلکو هیلې له منځه وړي دي. په دې ورځو کې د کورنيو اصلي اندېښنه داده، چې څرنګه زده کوونکو او محصلانو ته د زده کړې د دوام زمينه برابره کړي. هره کورنۍ هڅه کوي، چې په خپلو شته امکاناتو سره خپلو اولادونو ته د زده کړې لاره هواره کړي. په تېرو دوو لسیزو کې ډېرو هېوادوالو له ناسم اقتصادي وضعیت سره سره، د هېواد د پرمختګ او د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي یوازینۍ لار د زده کړو او تحصيل په دوام کې ليده. دغو کورنیو د خپل میاشتني عاید یوه برخه د خپلو اولادونو پر زده کړو لګوله. دغه راز ډیری کورنۍ د دې لپاره چې خپلو اولادونو ته د ښې زده کړې امکانات برابر کړي، له کلیو او ولسوالیو نه مرکز ته کډه شوې. د نجونو پر زده کړو او تحصيل د بندیز پرېکړې دغه کورنۍ حيرانی کړي دي.
۵۸ کلن علي اکبر د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه څو کاله وړاندې د دې لپاره چې خپلو دوو لوڼو او زامنو ته د ښې زده کړې زمينه برابره کړي، د غزني ولایت مرکز ته کډه وکړه، علي اکبر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې غزني ښار ته د راتلو يوازينی لامل يې د خپلو اولادونو زده کړه وه او هيله يې لرله، چې لور يې ډاکټره شي او د خلکو د خدمت لپاره بېرته کلي ته ولاړه شي.
دغه عمر خوړلی سړی چې نه غواړي د طالبانو د وېرې له امله يې عکس په دغه رپوټ کې خپور شي، زياتوي: «زموږ په سيمه کې د ښوونځي او پوهنتون اسانتياوې نه وې، نو له همدې امله موږ د غزني ښار ته څيرمه نوآباد سيمې ته راغلو. زما یوه لور تېر کال د غزني له پوهنتونه فارغه شوه، ادبيات يې ولوستل، اوس په يوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکی ده. یو زوی مې د انګلیسي ژبې استاد دی او پوهنتون يې لوستی دی، بل زوی مې محصل دی او د بل یې د ښوونځي وروستي کال دی.»
علي اکبر زياتوي، چې ده او د کورنۍ غړو يې د خپلې لور د پوهنتون د لګښت د پوره کولو لپاره چې ډېره لېوالتيا لري ډاکټره شي، د کورنۍ لګښتونه سپمولي:« زه په همدې بازار کې يوه کوچنۍ هټۍ لرم، زه يوه اندازه پيسې د خپلې لور د پوهنتون فيس ته بېلوم. د هغې ورور او خور هم ورسره مرسته کوي.»
د غزني دغه اوسېدونکی زیاتوي، له یوې اوونۍ راهیسې یې چې د لور پرمخ پوهنتون تړل شوی، ډېرنهیلی شوی دی. هغه وايي: « زموږ د ټولې کورنۍ هیله دا وه چې په خپلې کورنۍ کې یوه ډاکټره ولرو، چې د خلکو خدمت وکړي، خو کله چې دریم ټولګي ته ولاړه، اعلان یې وکړ چې نجونې باید پوهنتون ته ولاړې نه شي. موږ ډیر نهیلي یو؛ زه زما لور او ټوله کورنۍ مو.»
د علي اکبر په څیر د هیواد په زرګونو نورو هیوادوالو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کیدو له امله د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي هیله له لاسه ورکړې ده. هغوی له طالبانو غواړي چې د واک په ترلاسه کولو سره باید د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه کړي. د طالبانو د رییس الوزار اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر هم د مرغومې پر ٤مه نېټه وويل، چې د هېڅ هېوادوال حق بايد ضايع نه شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو کابینې د روانې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې به د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې وي او د ټولنې دغه قشر پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لري. د طالبانو له لوري د دې پرېکړې اعلان له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د اسلامي همکاریو سازمان، د مصر الازهر پوهنتون او د سعودي عربستان، قطر، پاکستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزارتونه هغه بنسټونه او هېوادونه دي چې د طالبانو دغه پرېکړه یې د شریعت او اسلامي معیارونو خلاف بللې ده او د نجونو پر مخ یې د ښوونځيو او پوهنتونونو پر ژر پرانېستو ټینګار کړی دی.
بل خوا د امريکا، جرمني، بريتانيا، کاناډا، اسټراليا، ناروې او يو شمېر نورو لوېديځو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو تړل د ښځو ضد اقدام او د بشري حقونو د معيارونو پر خلاف عمل بللى دى.
له دې سره هممهاله، په کوردننه هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هېواد لسګونو نورو سیاستوالو د طالبانو دغه کړنه غندلې ده . په کابل، هرات او تخار کې ښځې او نجونې واټونو ته راووتې او د طالبانو د دې پرېکړې پر ضد یې شعارونه ورکړل. خو دغه لاريونونه د طالبانو له لوري سخت وځپل شول او طالبانو څو تنه معترضې ونیولې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مهاله د طالبانو د دې پرېکړې په اعتراض کې د پوهنتون لسګونه استادانو له خپلو دندو استعفا کړې او د هېواد په يو شمېر پوهنتونونو کې نارينه محصلانو په اعتصاب لاس پورې کړى او د نجونو پر تحصیل د بنديز پر لغوه کولو يې ټينګار کړى دى. له ټولو کورنیو او بهرنیو فشارونو او غبرګونونو سره سره، طالبان د خپلې پریکړې پر عملي کولو ټینګار کوي او وایي،چې تر بلې خبرتیا پورې دې نجونې پوهنتون ته نه ځي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی و، چې د هلکانو او نجونو لپاره ټولګي جلا کړي او په دولتي پوهنتونونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره بېلې ورځې ځانګړې کړې وې.