مولوي عبدالحمید په ایران کې یو له نامتو سني دیني عالمانو څخه دی او په رسنیو کې مشهور شخصیت دی. د زاهدان په مکي جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د نوموړي څرګندونې ډېری وخت په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې انعکاس کېږي. د هغه یو ترټولو جنجالي دریځ چې د طالبانو له بریا وروسته یې خپل کړی و، له طالبانو سره د ده بې شرطه ملاتړ او په دې اړه د هغه خوښي وه؛ په دې دلیل چې دوی بدل شوي او له تیرو څخه یې درس اخیستی دی. هغه د طالبانو د بریا په پیل کې هغه سیاستوال چې د مقاومت خبرې یې کولې «سیاسي مفلسان» وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې نور افغان ملت په تفرقه او رنځ اخته نه کړی. دغه دریځ د ایران دننه او بهر د هغه پر ضد د نیوکو لامل شو.
له طالبانو څخه د مولوي عبدالحمید ملاتړ د حیرانتیا وړ خبره نه ده. په ایران کې سني دیني عالمان او په افغانستان کې طالبان له یوې فکري سرچینې د هند په نیمه وچه کې دیوبندي دیني مدرسې څخه خړوبه کېږي. له همدې امله، دوی ډیر مشترکات لري او د ډیری مسلو په اړه د دوی نظرونه یو شان دي. د دیوبند دیني مدرسې له خوا د نړۍ لید له مخې د فقهې تطبیق د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او د دیوبند په وینا هر هغه حکومت چې دې ته ارزښت ورکوي باید ملاتړ یې وشي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې وښودله چې دیني اړخونه او فقه د دوی په لومړیتوبونو کې ځای لري او دا احکام یې د خپل آند او خوښې شریعت له مخې پلي کړي.
له دې سره سره مولوي عبدالحمید په متضاد حالت کې دی او په دې وروستیو کې یې هڅه کړې چې له دې کړکېچ څخه ځان وباسي. مولوي عبدالحمید په ایران کې د وروستیو لاریونونو له مخکښو مشرانو څخه شمېرل کیږي او په وروستیو میاشتو کې یې هڅه کړې چې لږترلږه د لاریونوالو د یوې برخې ویاند شي او د هغوی غوښتنو ته د حکومت پام راواړوي. دلته په زړه پورې خبر دا ده چې د ایران له حکومت څخه د ایراني لاریونوالو ډیری غوښتنې له طالبانو څخه د افغانانو د غوښتنو په څیر دي: ټولنیزې او کلتوري ازادۍ، د دیني او مذهبي تبعیض لیرې کول، د ښځو ازادي، د اخلاقي پولیسو د د ګزمې له منځه وړل او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کول. همدارنګه، د یوه ملا په توګه چې په خټه بلوڅ دی، تل یې هڅه کړې چې ځان په ایران کې د توکمیزو لږکیو د حقونو مدافع وښيي او د هغو ظلمونو په اړه خبرې وکړي چې د دوی پروړاندې کیږي. طالبان په دې چارو کې د ایران له حکومت څخه ډېر بد چلند کوي او له همدې امله د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه پیدا کیږي چې مولوي عبدالحمید په داسې حال کې چې د ایران له حکومت څخه یې غوښتي چې په دې برخو کې د خلکو له هیلو سره سم چلند وکړي، خو د طالبانو له حکومت څخه په بشپړه توګه دفاع کوي؛ هغه حکومت چې د حکومتولۍ ترټولو بد ډول لري چې د منځنیو پیړیو په ډول حکومت کوي او خلک له ډول ډول ازاديو بېبرخې کوي او د ښځو او اقلیتونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هېڅ کار نه کوي؟
ښايي دغه نيوکې او لاريونونه د دې لامل شوي وي چې مولوي عبدالحميد پر طالبانو د نيوکې لپاره خپله خوله پرانيزي او پر دوې يې نيوکې وکړي چې طالبانو د ښځو د زدهکړو په برخه کې سخت محدوديتونه وضع کړي دي. د رسمي ټلګرام چینل د راپور پربنسټ، د زاهدان اهل سنت د جامع جومات امام مولوی عبدالحمید د خپلی وروستۍ جمعې د لمانځه په خطبه کی داسی وویل: زما خبرې دلته طالبانو ته متوجه دي. ما مرکې کړي دي او په دې هکله زما په خبرو نیوکې هم شوې دي چې ویلي می وو دا طالبان شل کاله پخواني طالبان نه دي او بدل شوي دي. زه احساس کوم چې طالبانو یو څه بدلونونه کړي، خو هغه څه چې زه یې په اړه اندیښمن یم هغه دا دی چې باید هیڅوک د ښځو د زدهکړې مخه و نه نیسي. پوهنتونونه باید د ښځو لپاره پرانیستي وي. کوم دين او شريعت ښځې له تعليم څخه منع کړي دي؟ دا د ځینو تنګ نظرو خلکو نظر دی. طالبانو! تاسو او خدای دا کار مه کوئ. د ښځو لپاره پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزی. زما توصیه دا ده چې د نارینهوو له پوهنتونونو مخکې باید د ښځو پوهنتونونه پرانیستل شي. ښځې استعداد لري، دوی غواړي علم او پوهه ترلاسه کړي.
په کوم شرعي جواز سره مو د ښځو د تعلیم مخه نيولې ده؟ چا درته وویل چې اجازه مه ورکوئ چې درس ووایې؟ ځینو خلکو په ما نیوکه کړې چې تا هم دا خبرې نه دي کړي، په داسې حال کې چې داسې نه ده. زه دا خبرې اوس په منبر کوم او مخکې مې هم ویلي او طالبانو ته مې پیغام استولی چې د ښځو د تعلیم مخه مه نیسئ. موږ طالبانو ته وایو چې د اسلامي نړۍ علماء راضي نه دي چې تاسو د ښځو د تعلیم مخه ونیسئ. زه دا د طالبانو شرعي مسوولیت ګڼم چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
په ټوله اسلامي نړۍ کې ګڼ شمېر دیني عالمان او دیني مرکزونه د طالبانو په اړه خوشبینه دي او د شریعت د تطبیق په اړه د دوی په تشو خولو شعارونو دوکه شوي او غواړي چې د دوی حکومت ستر بریالیتوب ترلاسه کړي او د اسلامي نړۍ په کچه یوه نمونه شي. په دې ۱۵ میاشتو کې دغو دیني مرکزونو او علماوو د طالبانو د واکمنۍ د ټینګولو لپاره په خپلو لاسونو کې شته وسایل کارولي او د دې ډلې د دفاع لپاره یې هڅې کړې دي، خو دا ډله د وخت له اړتیاو سره په ټکر کې ده او له بده مرغه د حکومتداری سره بلده نده. کله ناکله د دوی ملاتړي هم په مذهبي غونډو کې آواز پورته کوي او د دوی په ظلمونو نیوکې کوي. یوه مشهوره بیلګه یې مولوي عبدالحمید زاهداني دی چې د طالبانو له بشپړې دفاع څخه یې د دغې ډلې په وړاندې په کلکه نیوکې ته مخه کړی ده.
کېدای شي ځینې مذهبي خلک له سادهګۍ او له دې امله چې «د ډول آواز له لیرې ښه اورېدل کېږي» دا غلط تصور لري چې د طالبانو حکومت د اسلامي حکومت یوه ښه بېلګه ده او دا چې طالبان باید له خپل واک څخه کار واخلي او د اسلامي تعلیماتو او ارزښتونو د پلي کولو لپاره یې وکاروي، وده ورکړي او بنسټیز یې کړي او په خپلو ښو کړنو سره خلک اسلام ته جذب کړي.
په عین حال کې، ښايي د دې لپاره چې ځینې خلک د امریکا د حکومت له کړنو څخه مایوسه وي، نو غواړي د طالبانو واک ته رسیدل چې ظاهراً د امریکا د دښمن په توګه پیژندل کیږي، په ښا فال نیسي او په ښه سترګه ورته ګوري، دا چې امریکایان په افغانستان کې خپلو موخو ته و نه رسیدل خوشاله دي او دا پروا نه کوي چې طالبان څه تر سره کوي. په دې ټولو خبرو سربیره حقیقت دا دی چې د طالبانو بریا نه د اسلام په ګټه ده او نه د امریکا په تاوان.
طالبان په خپل ابتدایي ذهنیت او د دین په سختو او جابرانه لوست او آند سره، هرڅومره چې د دوی واکمني اوږده وي، دوی د دین یو بد او دردونکی انځور وړاندې کوي او خلک د دین له ماهیت څخه کرکه کولو ته هڅوي. نو د طالبانو د واکمنۍ تجربه به هيڅکله هم په افغاني ټولنه کې د دين د بنسټونو په ټينګولو کې مرسته ونه کړي، بلکې ښايي ناوړه پايلې ولري او ولس د ايمان او دين له اصولو سره دښمني وکړي.
که څه هم د مولوي عبدالحمید له خوا د طالبانو پر بیا بریا د خوښۍ څرګندونه او د دغې ظالمې ډلې بې حده ستاینه باندې پښیماني په هیڅ صورت د توجیه وړ نه ده او دا د وضعیت په تحلیل کې د هغه بې کفایتي او خامي څرګندوي، خو اوس چې نوموړی د طالبانو د کړنو په اړه اندیښمن او د ښځو پر وړاندې او د نجونو پر تعلیم بمدیز باندې نیوکه کوي او د نه منلو وړ کړنه یې بولي، دا په ډاګه کوي چې د نړۍ په دې سیمه کې لا هم داسې مذهبي واکمن او مشران شته چې واقعي حالت ته غاړه نه ږدي او ځینې علماء که ټول هم نه وي، رښتیا هم وايي. مولوي عبدالحمید، د ایران د سنیانو په منځ کې یو له مهمو مذهبي چارواکو څخه دی، د ناسمو او انساني ضد تعبیرونو په وړاندې د اسلام څخه د دفاع مسولیت په غاړه لري. مولوي عبدالحمید تر دې مهاله ثابته کړه چې د حق ویلو لپاره پوره اخلاقي جرأت او ارثي جرئت لري او د دې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی. خو په اوسنۍ کړکېچنې فضا کې د زړورتیا او شجاعت ترڅنګ عقل او بصیرت ته اړینه اړتیا ده.
په راتلونکي کې به څرګنده شي چې طالبان تر کومه حده د مولوي عبدالحمید د هیلو په ګډون د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو وړاندیزونه مني. تر دې مخکې د مفتي محمد تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یوې ډلې له طالبانو غوښتي وو چې د نجونو لېسې پرانیزي، خو طالبانو د دوی دا غوښتنه ونه منله. که دا روښانه شي چې طالبان په اسلامي هېوادونو کې د دیني مرکزونو غوښتنو ته پام نه کوي، نو څرګنده به شي چې د طالبانو پرېکړې د دیني بنسټونو پر بنسټ نه، بلکې غیر شرعي انګېزې لري. دا به هم روښانه شي چې طالبان د اسلامي نړۍ له مذهبي بنسټونو او مذهبي شخصیتونو څخه یوازې د خپل حکومت د مشروعیت لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. که نه، نو ولې د دوی مشورې ته ارزښت نه ورکوي؟