د نجونو پر تحصيل ممنوعیت؛ په هرات کې د ولسي اعتصاب بلنه ورکړل شوې

۸صبح، هرات: د هرات یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اعتراض کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې ده.

د هرات يو شمېر اوسېدونکو چهارشنبه شپه د ليندۍ پر ٣٠ د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو پر ضد لاريون وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د راتلونکې اونۍ د شنبې او يکشنبې په ورځو به کاري اعتصاب وکړي.

بل‌خوا، د هرات د ژمنو ځوانانو ټولنې په ټولنیزو شبکو کې یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې د طالبانو د پریکړې د غندلو ترڅنګ، د هرات له خلکو غوښتل شوي چې د راتلونکې اونۍ په اعتصاب کې ګډون وکړي.

د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په کابل کې هم د پوهنتون استادانو د طالبانو له لوري د نجونو پر تحصيل د بندیز په اعتراض کې یوه اعتراصيه غونډه رابللې ده.

ورته لیکنې

Back to top button