۸صبح، کابل: د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت پروړاندې د غبرګونونو په دوام د «ناپېژانده» په نوم هکري ډلې ویلي، چې د طالبانو د رژيم پر سایټونو او حسابونو سایبري بریدونه کوي.
دغې ډلې یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه د یوه غږیز پیغام په خپرولو د طالبانو د ځپلو سیاست پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
په دغه غږیز پیغام کې ویل شوي، چې طالبانو په کابل، تخار او هرات کې د نجونو د زدهکړو د بندیز پروړاندې اعتراضکوونکي نیولي دي.
دغې ډلې د نجونو د زدهکړو پروړاندې د طالبانو سیاست غیرقانوني بللی او ویلي یې دي، چې د دغه سیاست په غبرګون کې یې تراوسه د طالبانو د یو شمېر غړو برېښنالیکونه او د وزارتونو ځینې انترنټي وېبپاڼې هک کړې دي.
انانیموس یا «ناپېژانده» هکري ډلې د خپل دغه ماموریت نوم OPAFG اېښی دی.
طابانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د تېرې اونۍ پر سه شنبې د نجونو پر زدهکړو بندیز او تېره شپه هم په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت فرمان صادر کړ. د طالبانو دغو پرېکړو پراخ غبرګونونه پارولي دي.