د حکمتیار پر خطبو بندیز؛ د بنسټپالو نه زغم

ګلبدین حکمتیار د افغانستان په سیاست کې یو له هغو ناندریزو څېرو دی چې په تېره نیمه پېړۍ کې یې په پرله پسې توګه پر هېواد له واکمنو نظامونو سره د مخالفت له لارې خپل هویت تعریف کړی دی. د هغه لپاره شاهي نظام، د داوود خان جمهوریت، د خلق او پرچم د ډیموکراټیک ګوند حکومت، د مجاهدینو اسلامي دولت، د کرزي او غني اسلامي جمهوریت او د طالبانو اسلامي امارت له ژورو توپېرونو سره سره، د نامطلوب توب له پلوه له یو بل سره توپیر نه دی لرلی. د هغه کړنې ښیي، چې د مسلمانو ځوانانو له غورځنګ سره د سیاسي کار له هماغه پېل راهیسې یې غوره بللی چې هغه مخالفه نغمه وي چې یوازې له نورو سره په ناهمغږۍ کې د پېژندو وړ ده.

په افغانستان کې د واکمنو نظامونو پر وړاندې د هغه مخالفت کله سوله ییز او ډېر کله له تاوتریخوالي ډک و. کلونه کلونه یې د اسلامي دولت له مجاهدینو سره جګړه وکړه، خو په پای کې یې سولې ته غاړه کیښوده او کابل ته را ننوت. داسې لکه کلونه کلونه یې چې له مخکیني جمهوریت سره جګړه وکړه او بالاخره یې سولې ته غاړه کیښوده او کابل ته راغی، خو نه په سوله او نه په جګړه کې له چا سره بشپړ یوځای پاتې شو. هغه له اسلامي جمعیت سره چې په اخواني فکر کې سره ګډ وو، تفاهم او همکارۍ ته ونه رسېد او په تېرو ۲۵ کلونو کې له طالبانو سره چې توکمیزه خواخوږي ورسره لري، ونه توانید چې همکارۍ او اتحاد ته ورسېږي. خو له شهنواز تڼي سره چې کمونست و، کلونه په یوه جبهه کې پاتې شو. ښاغلی حکمتیار د افغانستان د دودیز او له تناقضاتو د ډک سیاست یوه بېلګه ده، چې هېڅکله نه ختمېږي.

هغه څه چې د حکمتیار او نورو ډېرو افغان سیاستوالو په تړاو تر اوسه نه دي لیدل شوي، هغه بلوغ دی چې د تېروتنو په څېړلو او شننه کې یې څرګند شي، څو خپلې تېروتنې په ګوته کړي او د خلکو پر ژوند یې اغېزې وڅېړي او د اصلاح لپاره یې لاره ولټوي. هغوی پریکړه کړې چې په ابدي ماشومتوب کې پاتې شي او د ودې او بلوغ پر لور ګام وانخلي. هغوی پر خپلو تېروتنو د اعتراف جرئت نه لري او سره له دې چې اوسنی کړکېچن حالت د همدغو ډلو د نیمې پېړۍ هڅو پایله ده، هر یو یې ځانونه بې ګناه بولي او خپل سیالان پړه ګڼي او په پایله کې یې په دې خاوره کې پر خپلې تېروتنې د اعتراف کلتور نه رامنځته کیږي.

که په سیاسي قوتونو کې لازم عقلانیت او پوخوالی موجود وای، د افغانستان د تېرې نیمې پېړۍ په بدلونونو کې ډېر درسونه او عبرتونه پټ وو، چې د دې خاورې د نن او سبا د ښه والي لپاره یې ترې کار اخیستی شوای. یو هغه درس چې حکمتیار او نورو نه دی اخیستی دا دی چې ډیموکراسي ان په خپلې کمزورې او نیم ژواندي بڼه کې، که د شاهي نظام د وروستۍ لسیزې موډل وي او که د مخکیني جمهوریت د دوو لسیزو موډل وي، په یوه ټولنه کې د ټولو ډلو لپاره دا فرصت برابروي چې په سوله ییزه توګه کار وکړي او له توپیرونو او مخالفتونو سره سره، د اساسي قانون په نوم تر یوه چتر لاندې ژوند او فعالیت وکړي. کله چې د ډیموکراسي ځای دیکتاتوري ونیسي چې په واقیعیت کې یې یوازینۍ بدیل دی، له واکمنې ډلې پرته د ټولو ډلو لپاره میدان تنګیږي. نن چې طالبانو په هېواد کې د نورو بنسټپالو ډلو د زهرجنو تبلیغاتو په مرسته هغه نیم ژواندي ډیموکراسي ړنګه کړې ده، نه یوازې د ټولنې لیبرال او سیکولر ځواکونه، حذف شوي دي، بلکې له اخواني تر سلفي، صوفي، پنج پیري، اصلاحي او تحریري پورې بنسټپالان هم د فعالیت اجازه نه لري او ان حکمتیار هم په آزاده توګه خطبه نشي وړاندې کولای. کله چې د حکمت له نوم پرته او د عقلانیت له شعار پرته بل څه پاتې نه وي او ړانده ایډیالوژیک تعصبونه پر هر ځای سیوری وغوړوي، نو پایله یې د کرکې د ډنډ ژورو ته لوېدل،د کینې په مرداریو کې پرلپسې لاس او پښې وهل او د دیکتاتوری پښو ته غورځېدل دي.

ورته لیکنې

Back to top button