په افغانستان کې له یوناما سره د ښځو پر کار بنديز؛ بلینکن او ګوټرش سره وکتل

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، په افغانستان کې يې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار د بنديز په تړاو د دغه سازمان له سرمنشی انټونیو ګوترش سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې ورځې په سهار (وري ۱۷) په یو لړ ټویټونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د خپلې کتنې خبر ورکړ.

که څه هم بلينکن له ګوترش سره د خپلې کتنې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د یوناما په ښځینه کارکوونکو باندې د طالبانو پر نویو بندیزونو خواشينی شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو دغه پریکړه غندلې او ویلي یې دي، چې نوی بندیز به هغه افغانان نور هم له ګواښ سره مخ کړي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه جګپوړي امریکايي ډیپلومات له طالبانو غوښتي چې په خپلو تګلارو کې افغانانو ته په لومړيتوب ورکولو سره د ښځو پر کار کولو د بندیز پرېکړه لغوه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم ویلي، چې واشنګټن پر افغان ښځو د کار د بندیز په غندلو کې د خپلو شريکانو ترڅنګ درېږي.

وېسټ د طالبانو دا پرېکړه د اندېښنې وړ بللې، چې په وينايې خلکو ته زیان رسوي.

ظاهراً د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د بنديز بحث په نړیواله کچه ګرمېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما په دې اداره کې د ښځو پر کار کولو بندیز په افغان ښځو باندې د طالبانو یو بل ظالمانه ګوزار بللی دی.

ورته لیکنې

Back to top button