د ښځو پر کار بندیز؛ ۱۸۳ موسسو تر یوې اونۍ د زیاتې مودې لپاره خپل فعالیتونه وځنډول

۸صبح، کابل: د اکبر موسسې غړو ۱۸۳ بنسټونو په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو د فرمان له امله تر یوې اونۍ د زیاتې مودې لپاره خپل فعالیتونه په بشپړ ډول درولي او یا یې کم کړي دي.
اکبر موسسې دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې ښځینه کارکوونکې دودیزو او مذهبي ادابو ته د درناوي له امله د بشردوستانه خدماتو د وړاندې کولو لپاره د غیردولتي سازمانونو په فعالیتونو کې بنسټیز رول لوبوي.
د اکبر موسسې اعلامیې زیاته کړې، چې له کار څخه د ښځو منع کول به د بېړنیو خوراکي توکو پر وېش، د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، د لومړنۍ پوهنې او روزنې، د خوندیتوب خدماتو او د ټولنې د معلولو کسانو لپاره د خدماتو پر وړاندې کولو اغېزه ولري.
د اکبر موسسې ادارې د طالبانو د اقتصاد له وزارت څخه غوښتي چې په کورنیو او بهرنیو سازمانونو کې د ښځو د کار د ځنډولو فرمان بېرته واخلي او په دې اړه ازاد بحث ته مخه کړي.
په اعلامیه کې راغلي: «افغانستان کې د غیردولتي موسسو د کړنلارې له مخې موسسې باید خپلواکې او په هر ډول نښتو کې بې پلوه پاتې شي.»
د ویلو ده، چې د اکبر په غړو موسسو کې ۵۵ زره او ۲۴۹ تنه افغانان کار کوي، چې ۲۸ سلنه یې ښځې دي.