د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز؛ د ملګروملتونو کارپوهانو د دغې پرېکړې له وېروونکو پایلو خبرداری ورکړ

۸صبح، کابل: په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو د پرېکړې پروړاندې د غبرګونونو په دوام د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو تازه ویلي، چې دغه پرېکړه به د مرستې رسوونې بهیر فلج او پر ټول افغانستان به ناوړه اغېزې ولري.
د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو جمعه د مرغومي پر نهمه نېټه په یوه بیانیه کې له موسسو سره د ښځو د کار په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله او د ژرترژره لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
هغه څرګنده کړې، چې ډېری ملي او نړیوال سازمانونه به له دې «ظالمانه» او «غیرقانوني» پرېکړې سره سخت زیانمن شي.
د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو همداراز زیاته کړې: «په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز نه یوازې ښځینه کارکوونکې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې کوي بلکې هغوی له خپلې ټولنې سره له مرستې کولو منع کوي. دا چاره ډېری ښځې په بشپړ ډول له عمومي اړخه ګوښه کوي.»
د خپرې شوې بیانیې له مخې دغه بندیز به پر لسګونه میلیون افغانانو په ځانګړې توګه پر هغو ښځو او ماشومانو له غمیزې ډکې اغېزي ولري، چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
کارپوهانو ویلي: «موږ په ژورې اندېښنې سره د بشردوستانه کارکوونکو او په هېواد کې د هغوی د عملیاتو ناارام وضعیت لیدلی… [طالبان] په معمول ډول په بشردوستانه عملیاتو کې د کارکوونکو په اړه له حد زیاتو معلوماتو په غوښتلو او د هغوی د فعالیتونو په محدودولو له بشردوستانه اصولو خلاف کړنو سره لاسوهنه کوي.»
د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو د طالبانو د پرېکړې پروړاندې له ښځو پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي ترڅو د ښځینه کارکوونکو معاشونه په بشپړ ډول ورکړي او مالي حامیان هم له دغې چارې ملاتړ وکړي.
طالبانو د تېرې اونۍ په لومړیو کې په یوه فرمان کې له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ښځو کار منع کړ. له دغې پرېکړې وروسته ۶ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه.