د ښځو پر کار کولو بنديز او د مرستې رسونې د بهیر ګډوډېدل؛ په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

۸صبح کابل: د طالبانو له لوري په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، سږ کال به په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له خورا سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

اسوشیټیډ پرس پنجشنبه د مرغومې پر ۲۲ افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز ناوړه پایلو ته کتنه کړې ده.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، سږ کال ماشومانو ته د مقوي خوراکي توکو د برابرولو په بهیر کې له ګډوډۍ وروسته اټکل کيږي، چې په افغانستان کې به له پنځو کلونو کم عمره یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

دغه سازمان همداراز ویلي، چې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی او دا شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د اسوشیټیډ پرس موندنې ښيي، چې اوسمهال په افغانستان کې د ۱۵۱ کوچنیو او لویو نادولتي موسسو له منځه یوازې ۱۴ سلنه فعالې دي.

د دغه راپور د موندنو پربنسټ، په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو د بندیز له لګېدو وروسته، په تېرو ۵۰ ورځو کې ۱۶۵ زره کسان يوازې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له روغتیایی خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د مړينو شمېر زیات شي او د دغه هېواد روغتیايي سیستم به چې په نادولتي موسسو پورې تړلی دی، هم له سقوط سره مخ شي.

درې اونۍ وړاندې طالبانو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. دغه پریکړه له د ډیرو غبرګونونو سره مخ شوه.

ورته لیکنې

Back to top button