باربارا: د اوسنۍ لارې په دوام سره پر طالبانو لګېدلي بندیزونه پر خپل ځای پاتې کيږي.

۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیره باربرا ووډوارډ وایي، که طالبان خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړی، د نړۍ له لور په رسمیت نه پېژندل کيږي، د دې ډلې پر ضد بندیزونه دوام مومي او پراختيايي مرستې هم په ټپه درېدلې پاتې کيږي.
مېرمن ووډوارډ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۱ مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړه چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د افغانانو وضعیت په بشري کړاوونو، اقتصادي ستونزو او له بشري حقونو په پرله پسې سرغړونو سره تعریف شوی دی.
هغې زیاته کړې ده چې په۲۰۲۳ کال کې د افغانستان دوه پر دریمه برخه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او له ۲۰۲۱ کال راهیسې اقتصادي تولید شل ۲۰ کم شوی دی.
د هغې په وينا، په افغانستان کې اوسني شرايط منفي دي او د طالبانو لخوا د محدودیتونو په لګولو سره په افغانستان کې د بشري ناورين په پاى ته رسولو کې د مرستې امکانات محدود دي.
باربارا همداراز طالبانو ته د یوه واحد پیغام د استولو لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د بريتانيا سفیرې په ډاګه کړې چې «موږ د بشردوستانه لاسرسي، له ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو، بشري حقونو ته د درناوي او ټولګډونه حکومت په اړه د شورا په پرلپسې پریکړو کې خپلې تمې څرګندې کړې دي.»
له بلې خوا هغې زياته کړې، چې بريتانيا د افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ هم کوي او د ښځو له حضور پرته بايد هېڅ ډول مرسته ونه شي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پرون په نیویارک کې جوړه شوه.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا هم په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو رژیم له سیاسي پلوه «منزوي او استبدادي» پاتې شوی او «د طالبانو د حکومت جوړښت په بشپړه توګه نارینه دی.»
د هغې په وينا، د ښځو پر کار د طالبانو محدوديت د دې ادارې پر فعاليتونو اغېز کړى او د دې ډلې لخوا په دې اړه کوم وضاحت نه دى ورکړل شوى.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته دغې ډلې په هېواد کې د نجونو او ښځو پر ټولنيز ژوند ډېر محدوديتونه لګولي دي.