باربارا: د طالبانو محدودیتونو افغان میرمنې له ټولنې په سیستماتیک ډول حذف کړي

۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیره (باربارا وودوارد) وایی، چې د طالبانو له خوا د ښځو پرضد لګول شوي محدودیتونه د دې لامل شوي، چې افغان مېرمنې او نجونې له ټولنې په «سیسټماتیک» ډول ویستل شي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه (د غوایي ٩مه)، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې وودوارد دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وينا په ترڅ کې وکړې.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیرې دا هم ویلي، چې د دغه سازمان په دفترونو کې د افغان ښځو له کاره منع کول، د ښځو د اساسي حقونو په اړه د طالبانو د «بشپړې بې‌غورۍ وروستۍ بېلګه ده.»

هغې وویل: «دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور له اساسی اصولو څخه مستقیمه سرغړونه ده. په داسې یو حالت کې چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، دا به د ښځو او نجونو د ژوند ژغورنې لپاره د مرستو رسولو په برخه کې سخت خنډ رامنځته کړي.»

هغې د طالبانو د هغو تګلارو د «سمدستي» لغوه کولو غوښتنه وکړه چې «د ښځو اساسي حقونه او ازادي محدودوي.»

وودوارد، همداراز زیاته کړه چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال له اپریل میاشتې راهیسې، په افغانستان کې «له بشري ناورین سره» د مبارزې لپاره، ۶۶۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره، د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړې پر حق د طالبانو بنديزونه، غندلي او له دې ډلې يې غوښتي، چې دغه لګول شوي بنديزونه لغوه کړي.

دغې شورا د پنجشنبې په ورځ، د غوایي په ۷ مه نېټه، دغه پرېکړه ليک د رايو په اکثريت سره تصويب کړ، چې د نړۍ د څه باندې ٩٠ هېوادونو له خوا يې ملاتړ شوى دى.

Back to top button