باري جهاني او پرځان د نیوکې پر لور یو ګام

زموږ په کلتور کې پر ځان د نیوکې ښکارنده نشته او له همدې امله په خپل کلتور کې ورته څرګنده او کره اصطلاح نه لرو. په ځینو کلتورونو کې دغې ښکارندې ته په درنه سترګه کتل کیږي او په عربي ژبه کې د «النقد الذاتی» اصطلاح، لکه انګلیسي معادل یې Self-Criticism د ویاړ او برم یوه اصطلاح بلل کیږي. موږ په پښتو ژبه کې ورته ثابت معادل نه لرو، له همدې امله ځينو ورته پر ځان نيوکه او ځینو ورته پرځان د نقد اصطلاح کارولې ده. یو شمیر مسلمان مفکرین پر دې باور دي چې د «نفس لوامه» قرآني انګېرنه یعنې د ځان ګرم بلل، همدې مفهوم ته اشاره لري، خو دا مفهوم په دیني متنونو کې محدود پاتې دی او زموږ د کلتور اډانې ته نه دی راغلی چې تر دې سرلیک لاندې د یوې کلتوري ښکارندې شاهدان و اوسو. د دې اصطلاح ضد بیا ځان ستاینه او د هر ډول نیوکې پر وړاندې په پټو سترګو د ځان دفاع ده، چې زموږ په منځ کې په پراخه کچه شته او زموږ د ذلت او بربادۍ اسباب یې برابر کړي دي. په بله وینا، که د خپل ځان د ستاینې او له خیالي ویاړونو دفاع وي، نو په عامه ژبه زموږ ژبه څلور څلويښت ګزه ده، خو کله چې پر ځان د نیوکې ځای راشي، نو ګونګ او چوپ پاتې کیږو. البته، د استثنا په توګه محدود انفرادي موردونه شته، خو له پخوا زمانو ویل شوي، چې استثنا قاعده نه ماتوي.
طالبانو ته په خطاب کې د عبدالباري جهاني وروستۍ لیکنه چې د دغې ډلې سترو تېروتنو ته پکې اشاره شوې، پر ځان د نیوکې پر لور یو ارزښتناک ګام و او له همدې امله نسبتاً په پراخه توګه د پاموړ وګرځېد. د نظر یو شمېر خاوندانو پر دې لیکنې نیوکه وکړه؛ یوه نیوکه دا وه، چې د لیکنې ژبه داسې وه لکه مخاطب یې چې مشروع حکومت وي، نه یوه وسله واله ډله چې په زور یې د یوه هېواد پر برخلیک مونګولې خښې کړې دي. بله دا چې د ده د نيوکې تر ټولو ګرانه برخه د يوه قوم يوې برخې ته د دغه بهیر د پايلو په تړاو اندېښنه وه او دا ذهنيت يې ښکاره کاوه، چې د ليکوال درد د دې ټولنې د وګړو درد نه، بلکې د یوې ځانګړې سیمې درد دی چې د طالبانو له سقوط وروسته به له څه وړ دښمنیو سره مخ شي. ډېرو دا وویل، چې که څوک د فکري او ټولنيزو اصلاحاتو په برخه کې ليکنې کوي، د هغه درد بايد له کوم توپېر او تفاوت پرته د د دې خاورې د هر وګړي درد وي.
خو پر دې لیکنې له اعتراضونو سره سره، دا ګام په خپل حد کې د ستاینې وړ دی؛ ځکه لیکوال د خپلو ځينو ښاریانو او همژبو د کړنو د دفاع پرځای پر هغوی د څرګندو نیوکو باب پرانیزي او پر ځان د نیوکې د بهیر د پیل زیری ورکوي، چې که د دې هېواد د هر قوم او هرې ژبې اړوند مفکرینو او فرهنګپالو په منځ کې دود شي ، د ماتو د ترمیم، د تشو د ډکولو او پر ناخوالو د برلاسۍ په برخو کې به مهم بدلون وي.
که څه هم په دې حالت کې باید هره جدي نیوکه ځکه د طالبانو پر واکمنۍ وشي، چې د خلکو او هېواد لپاره درنې او ورانوونکې پایلې لري، خو پر ځان د نیوکې لمن باید دومره پراخه شي چې د هرقوم او سیاسي ډلې قلموال وکړای شي، خپل سیاستوال له پوښتنو سره مخ کړي او ځواب ویلو ته یې اړباسي. له هغوی باید وپوښتل شي چې پخپله او کورنۍ یې کوم داسې کار کړی چې ګټه یې ولس ته رسېدلې وي؟ تر ټولو مهمه دا چې د خپل کلتور، علم، ژبې، ادبیاتو او تاریخ لپاره یې څه کړي دي. له هغوی باید په ښکاره او په ډاګه وپوښتل شي چې ایا کارنامه یې د خپلو خلکو لپاره د ویاړ او فخر سرچینه ده که د تاریخي ذلت او شرم لامل؟ تر هغې ورځې چې موږ یوازې پر نورو د نیوکې کولو پر هنر بلد یو، نه پر ځان د نیوکې کولو، زموږ ژوند او روزګار به تر دې ښه نه شي.