۸صبح، کابل: د بي بي سي نړیوالې شبکې اعلان کړی، چې له ۸۲ کلونو فعالیت وروسته، د دې شبکې د فارسي راډیو خپرونې پای ته ورسېدې.
د دې راډیو وروستۍ فارسي سهارنۍ خپرونه نن یکشنبه (وري ۶) خپره شوه.
د بي بي سي فارسي راډیو یوه له مشهورو راډیوګانو څخه وه چې ۸۲ کلن تاریخ لري چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې په کار پیل وکړ.
په افغانستان کې د بي بي سي راډیو فارسي خپرونې په تېره بیا ددغه هېواد په کلیو کې، ځانګړی شهرت درلود او ډېر مینه وال یې درلودل.
د بي بي سي فارسي راډيو د افغانستان د ځايي اوسېدونکو او په تېره بيا د لويانو د روايتونو پر بنسټ، د هغوى لپاره د هېواد او نړۍ د پېښو په اړه د معلوماتو يوه معتبره سرچينه وه.
د بي بي سي نړيوالي شبکې د فارسي راډيو د فعاليت د بندولو موخه پر ډيجيټل پلاتفورمونو زيات تمرکز کول وبلل.
بي بي سي د نړۍ له مشهورو رسنيو څخه ده چې د نړۍ په بېلابېلو ژبو خپرونې وړاندې کوي، چې په کې انګليسي، روسي، چينايي، فارسي، پښتو، اردو او ازبکي هم شاملې دي.