په هېواد کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره، د زور زياتي، لوټمارۍ او اختطاف په ګډون ډېرى جنايتونه د دې ډلې جنګياليو ته منسوب شوي دي. د خلکو د شکايتونو له مخې، طالبان دغه جنايتونه د جمهوريت له خوا د پاتې وسايطو او وسلو په کارولو سره ترسره کوي. په وروستۍ پېښه کې په فراه ولایت کې د یوه باغ لرونکي سر پرې شوی او پسونه یې هم لوټ شوي دي. د سیمې اوسیدونکي دغه جنایت د وسله وال طالبان کار بولي او غواړي چې عاملین یې مجازات شي.
د فراه ولايت د درآباد کلي اوسېدونکى فرهاد (مستعار نوم) له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو د پخواني استازي عبدالستار حسيني په کور کې يو شمېر وسله والو طالبانو امنيتي پوسته جوړه کړې ده، د شپې له خوا له یو دولتي موټر (رینجر) سره باغ ته ننوتل او دا قتل یې وکړ. د دراباد دغه اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې د امنیتي دلایلو له مخې په دې راپور کې خپور شي، زیاتوي: «کله چې رینجر د پوستي څخه راووت، په یوه نالی کې ولوېدو. طالبان ډیر سخت پرې مصروف وو چې خپل رینجر له دې نالی څخه وباسي؛ رینجر د دارآباد په لور روان و چېرته چې د علي احمد کور دی.» دا پیښه تیره اونۍ (د سه شنبې په شپه، د مرغومي په ۲۰) وشوه.
د دغه کلي اوسېدونکي، چې د علي احمد په ګاونډ کې کورونه لري، هم تاييدوي، چې هغه شپه د طالبانو يو موټر د دوى کورونو ته نږدې راغلو او هغه باغ ته ننوتو، چېرته چې علي احمد اوسېده. د سيمې يو بل اوسېدونکى وايي: «کله چې دغه کسان له رينجر سره راغلل او کور ته ننوتل، د علي احمد غږ يې واورېد، چې ويل يې، تاسو د خلکو د امنيت د تامين لپاره راغلي یاست او که د خلکو د مال د غلا کولو لپاره.» د دې کلي لږ تر لږه درې اوسېدونکي تاييدوي، چې علي احمد د طالبانو له خوا تر شکنجه کېدو نيم ساعت وروسته يې د ډزو غږونه واورېدل. دوی د طالبانو د وېرې له امله د پېښې ځای ته د ورتلو جرأت ونه کړ. د پېښې يو تن عيني شاهد زياتوي: «د څو ډزو غږ وشو او طالبانو پسونه له باغ څخه راوويستل او په رينجر کې يې له ځان سره بوتلل.»
د علي احمد مړی څنګه وموندل شو؟
عام خلک وايي چې د چهار شنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۱ مه) یو طالب جنګیالي د «گنج» بازار ته پسونه د خرڅلاو لپاره وړي وو. د دوی په خبره، پېرودونکي د هغه چاغو پسونو له امله چې د لاندې لپاره ساتل شوي وو، پر دغه کس شکمن شوی او د بازار له اصولو سره سم يې له پلورونکي څخه د ضمانت غوښتنه کړی. پلورونکی د ضامن په لټه تللی او د ورځې تر پایه بیرته ندې راستون شوی. له همدې امله، پیرودونکی، چې لا د مخې پرې شکمن و، د فراه امنیه قومندانۍ ته خبر ورکړی.
يوې سرچينې څرګنده کړه، چې د فراه امنیه قوماندانۍ ته د پسونو د لېږد پر مهال د درآباد کلي يو شمېر اوسېدونکي چې په ښار کې دوکانونه لري، دغه پسونه پیژندلي چې د علي احمد دي. د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکي په فراه کې د علي احمد کور ته ورغلل او د هغه جسد یې د اوبو له څاه څخه را وایستل. سرچینه زیاتوي: «په ډېر ظالمانه ډول یې وژلی. لومړی یې سر تري پرې کړی او وروسته یې اووه مرمی ویشتلی.» د سرچينې په وينا، د طالبانو د امنيې قوماندانۍ مسوولينو د علي احمد مړى له څېړنو پرته له ځان سره وړى او تر اوسه يې له چا سره پدې هکله خبرې نه دي کړې.
علي احمد څوک و او ولې ووژل شو؟
علي احمد چې په علي احمد برنا مشهور و، د درآباد د کلي اوسېدونکی و، پلار يې څه موده د فراه په يوه جومات کې د امام په توګه دنده ترسره کوله. علي احمد درې وروڼه درلودل چې نثار احمد، فضل احمد او امان الله نومېږي. د مور له مړینې وروسته هغه او وروڼو یې وطن پریښود او ایران ته مهاجر شول. خو څه موده وروسته علي احمد فراه ته راستون شو او په دره اباد کلي کې يې ژوند پيل کړ.
ځايي اوسيدونکي زياتره علي احمد د «ملنګ» په توګه پېژني. هغه د پسونو په پاللو او خرڅولو بوخت و او په دغه باغ کې يې د خپلو پسونو لپاره واښه هم کرل. د هغه شاوخوا خلک هغه یو بې غرضه کس بولي. که څه هم کور يې د فراه په «کوک شیب» سيمه کې و، خو ډېر وخت يې د خپلو پسونو د پاللو لپاره د دارآباد کلي په دغه باغ کې تېراوه.
په فراه کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د علي احمد د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د هغه ځای اوسېدونکو ویلي، چې د دې ډلې جنګیالي چې په ولسي جرګه کې د خلکو د پخواني استازي عبدالستار حسیني په کور کې مېشت دي، د دغې وژنې مسئول دي او د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه کوي.