د سرطان د ناروغانو یو شمېر کورنۍ وایي، سره له دې چې په ځینو دولتي روغتونونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې څانګې فعالې دي، خو د کیموټراپۍ امکانات او نور تخصصی خدمتونه لا هم محدود دي. دوی زیاتوي چې د راډیوټراپۍ خدمتونو نشتوالي، د طبي تجهیزاتو، اړینو درملو او د دې څانګې د متخصصانو کمښت د ناروغانو د درملنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
دغه کورنۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د سرطان د ناروغانو لپاره د درملنې ځينې د اړتیا وړ میتودونه په هېواد کې نشته او دوی مجبوره دي د درملنې د دوام لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي؛ خو د ویزې د ترلاسه کولو ستونزو او د درملنې درنو لګښټونو دا انتخاب هم د ډېرو کورنیو لپاره سخت کړی دی.
د دوی په وینا، په کابل او د هرات په ګډون په ځینو ولایتونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې امکانات د نورو سیمو پرتله ښه دي؛ خو په ډېرو ولایتونو کې ناروغان ان د دې ناروغۍ لومړنیو تشخیصي او روغتیایي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري. دوی زیاتوي چې د سرطان د ناروغانو ځینې اړین درمل یا په بازار کې نه موندل کېږي او یا که پیدا هم شي، د لوړې بیې له امله یې کورنۍ د پېرلو وس نه لري.
دا کورنۍ خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام، د درملنې په پیل کې د ځنډ او د یو شمېر ناروغانو د روغتیایي حالت د خرابېدو لامل شوی دی. دوی له طالبانو غواړي چې د سرطان د تشخیص او درملنې امکانات، په ځانګړې توګه د کیموتراپۍ او راډیوټراپۍ خدمتونه او تخصصی درملو ته لاسرسی، په ټول هېواد کې پراخ کړي.
د غزني ولایت اوسېدونکی سیدمحمد رحیمي چې مور یې پر سرطان اخته ده، په هېواد کې د سرطان د درملنې د امکاناتو په تېره بیا، د کیموتراپۍ له محدودیته شکایت کوي. هغه وایي چې د کیموتراپۍ په ګډون د سرطان د درملنې داسې تخصصی خدمتونه چې د ناروغانو اړتیا پوره کړي نشته او دې موضوع د ناروغانو د درملنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې مور یې شاوخوا نهه میاشتې کېږي د کابل په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې ده، خو د امکاناتو د کمښت او د ناروغۍ د پرمختګ له امله یې روغتیایي حالت ورځ تر بلې خرابېږي. د هغه په وینا، ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې مور یې د درملنې د دوام لپاره یوه ګاونډي هېواد ته ولېږل شي؛ خو د ویزې د ترلاسه کولو ستونزې او د درملنې لوړو لګښتونو دا امکان ترې اخیستی دی.
د غزني دا اوسېدونکی وایي: «مور مې د مثانې پر سرطان اخته ده. شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې له یوه روغتونه یې بل ته وړو. یو څه موده په علي جناح روغتون کې او وروسته په جمهوریت روغتون کې بستر وه او اوس هم هلته تر درملنې لاندې ده. له درملنې سره سره، سرطان په تدریجي ډول د هغې پښتورګي هم له کاره اچولي او حالت یې خورا خراب شوی دی.»
د کابل اوسېدونکې شمیلا (مستعار نوم) وایي چې ورور یې د وینې پر سرطان اخته دی او په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې د امکاناتو محدودیت د دوی کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. دا زیاتوي چې دوی مجبور شوي د درملنې د دوام لپاره د درنو لګښتونو په زغملوسره هغه بهر ته ولېږدوي. د هغې په وینا، ان د وینې پر سرطان د اخته ناروغانو ځینې اړین درمل په افغانستان کې په سختۍ موندل کېږي او په ځینو مواردو کې د هغو د بیې د لوړوالي یا نشتوالي له امله درملو ته لاسرسی ستونزمن دی.
آغلې شمیلا وایي: «د سرطان د ناروغۍ تشخیص د پخوا پرتله ښه شوی او ډاکټران هم هڅه کوي، خو لکه څنګه چې لازم دي د درملنې کافي امکانات نشته او پکار ده په دې برخه کې زیاته پانګونه وشي. ورور مې د وینې پر سرطان اخته دی او د امکاناتو د محدودیت له امله یې د درملنې لګښت خورا ډېر شوی دی. په افغانستان کې د دې ډول سرطان د درملنې لپاره لازم امکانات نشته. موږ ان د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپلې شتمنۍ پلورلې دي، خو د ورور حالت مې ورځ تر بلې خرابېږي او د مخ رنګ یې زیړېږي. نه پوهېږو څه وکړو؛ له یوې خوا بېکاري او اقتصادي ستونزې دي او له بلې خوا ناروغي او په هېواد کې دننه د درملنې د امکاناتو نشتوالی. زموږ یوازېنۍ هیله د خدای مهربانۍ ته ده.»
د کابل بل اوسېدونکی نصرت وایي چې په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې امکانات خورا محدود دي او د ناروغانو له اړتیاو سره برابر نه دي. هغه زیاتوي: «له بده مرغه په افغانستان کې د سرطان د تشخیص امکانات خورا لږ دي. که د هېواد وضعیت له نورو هېوادونو سره پرتله کړو، د تشخیص او درملنې وړتیا خورا ټیټه ده. که څه هم په دې وروستیو کې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره یو روغتون جوړ شوی، خو ظرفیت یې لا هم بشپړ نه دی او د ناروغانو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای. له همدې امله هغه کسان چې پر سرطان اخته دي، د درملنې په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.»
بلخوا، د سرطان د کنټرول ملی پروګرام (NCCP) پورې اړوند د سرطان د تشخیص او درملنې روغتون یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د سرطان د درملنې د خدمتونو د وضعیت په تړاو بېلابېل نظرونه لري. یو شمېر دغه ډاکټران وایي چې په دغه مرکز کې د کیموټراپۍ خدمتونه او د سرطان جراحۍ په داسې کچه او سټنډرډ وړاندې کېږي چې د سیمې معیارونو ته نږدې دي؛ خو ځینې نور بیا ټینګار کوي چې د تجهیزاتو او درملنې د نویو میټوډونو د پراختیا لپاره ډېرې پانګونې ته اړتیا ده.
دا ډاکټران په ځینو لېرې پرتو ولایتونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې د تخصصي مرکزونو نشتوالی او په افغانستان کې د رادیوټراپۍ خدمتونو محدودیت د ناروغانو له مهمو ننګونو ګڼي. له دې سره سره، دوی د سرطان د درملو پراخ کمښت ردوي او وایي چې د ناروغانو ډېری اړین درمل شته او د لاسرسي وړ دي.
د سرطان د کنټرول ملي پروګرام اړوند د سرطان د تشخیص او درملنې روغتون ډاکټره سمیرا شهیر رحیمي وایي چې اوسمهال په دې مرکز کې د کیموټراپۍ خدمتونه او په سرطان پورې اړوندې جراحۍ په داسې کچه تر سره کېږي چې د سیمې د هېوادونو لکه ایران، هند او پاکستان له معیارونو سره نږدې دي. دا زیاتوي چې د رادیوټراپۍ او کیمورادیوټراپۍ خدمتونه لا هم په افغانستان کې په پراخه کچه نشته او ناروغان د دې ډول درملنو په ترلاسه کولو کې له محدودیت سره مخ دي. دا ډاکټره د ځینو درملو او طبي تجهیزاتو کمښت هم منئ او وایي دا ستونزه په تېره بیا د ځینو سرطانونو لکه د سينې د سرطان او د رحم د سرطان په درملنه کې ډېره احساسېږي.
د هغې د معلوماتو له مخې، یو شمېر افغان ډاکټران چې په اروپایي هېوادونو لکه ناروې او ډنمارک کې د انکولوژۍ په څانګه کې فعالیت کوي، افغانستان ته په دورهیي سفرونو سره خپلې تجربې او پوهه له کورنیو ډاکټرانو سره شریکوي.
رحیمي وایي: «کیموټراپي په هېواد کې په معیاري بڼه شته او د سرطان جراحۍ هم د سیمې له معیارونو سره برابرې ترسره کېږي. موږ د سرطان جراحۍ په برخه کې یو شمېر متخصص کادرونه لرو چې له ناروې او ډنمارک هېوادونو راځي او خپلې تجربې له موږ سره شریکوي. له دې ډلې د انکولوژۍ ډاکټران نعیمي او احمد ضیا کله چې افغانستان ته راځي هڅه کوي خپله پوهه او تجربه داخلي ډاکټرانو ته ولېږدوي. دغه راز هڅې روانې دي څو ځوان کادرونه د نسایي سرطانونو په برخه کې و روزل شي او په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو ظرفیت لوړ شي.»
د سرطان د کنټرول ملي پروګرام پورې اړوند د سرطان د تشخیص او درملنې روغتون بل ډاکټر رحیمالله سلطاني وایي، سره له دې چې د هېواد په ځینو ښارونو کې د سرطان درملنه تر یوه بریده وړاندې کېږي، خو دا خدمتونه لا هم مطلوبې کچې ته نه دي رسېدلي او د پراختیا لپاره یې نورې پانګونې ته اړتیا ده.
ښاغلی سلطاني زیاتوي چې په ډېرو لېرې پرتو ولایتونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې د تخصصي مرکزونو نشتوالی د ناروغانو یوه مهم ننګونه ده. د هغه په وینا، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ تر ۲۰۰ ناروغان د کیموټراپۍ د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره دې مرکز ته مراجعه کوي، خو د رادیوټراپۍ خدمتونه لا هم په افغانستان کې نشته او یو شمېر ناروغان د دې خدمتونو د نشتوالي له امله په تېره بیا، د ناروغۍ په پرمختللیو پړاوونو کې مجبورېږي د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.
دا ډاکټر وایي: «د وړانګو له لارې د درملنې یا رادیوټراپۍ په څانګه کې افغانستان د هېواد په کچه لازم امکانات نه لري. په ډېرو لېرې پرتو او لږ پرمختللیو ولایتونو کې هیڅ داسې تخصصي مرکز نشته چې وتوانیږي د سرطان معیاري درملنه وړاندې کړي.» هغه د سرطان درملنې د تخصصي مرکزونو کمښت، د تشخیص او جراحۍ په برخو کې د ډاکټرانو او مسلکي کسانو کموالی، د خلکو ټیټه روغتیایي پوهه او د ځینو ښه کیفیت لرونکو درملو کمښت د سرطاني ناروغانو تر ټولو مهمې ننګونې بولي.
ښاغلی سلطاني زیاتوي چې ځینې سرطانونه لکه د سينې، پوستکي، کولمو او د وینې ځينې سرطانونه که په وخت تشخیص شي، په افغانستان کې د درملنې وړ دي؛ خو د ځینو پیچلیو سرطانونو په برخه کې لکه د ځګر او پانکراس سرطان د متخصصو جراحانو نشتوالي او د رادیوټراپۍ محدودیت د ناروغانو درملنه سخته کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، رادیوټراپي د سرطان د درملنې یوه له مهمو طریقو ده چې له لوړې انرجۍ لرونکو وړانګو پکې د سرطاني حجرو د له منځه وړلو یا د هغوی د ودې د مخنیوي لپاره استفاده کېږي. په دې طریقه کې وړانګې په متمرکزه توګه د بدن اخته شوې برخې ته نیول کېږي څو سرطاني حجرې زیانمنې شي او تر ممکنه بریده د بدن روغې حجرې خوندي پاتې شي.
کیموټراپي هم د سرطان د درملنې بله لاره ده چې له ځانګړو درملو پکې د سرطاني حجرو د ودې په ټپه درولو یا د هغوی د له منځه وړلو لپاره ګټه اخیستل کېږي. دا درمل د وینې له جریانه د بدن بېلابېلو څانګو ته لېږدول کېږي او هغه سرطاني حجرې چې د ودې سرعت یې زیات وي، په نښه کوي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي وو چې په افغانستان کې سرطاني ناروغان د درملنې په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي. دغې ادارې زیاته کړې وه چې درملو، د بستر کټونو او تخصصي امکاناتو ته له محدود لاسرسي سره سره، په هېواد کې د سرطاني ناروغانو شمېر د روغتیایي خدمتونو تر شته ظرفیته ډېر زیات دی.


