بوټو: امریکا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره مالي مرستې چمتو کوي

۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د امریکا د مالي مرستو د برابرېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه خپره شوې ویلي، چې امریکا ته په وروستي سفر کې یې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو او قضایي کمېټو له رییسانو باب منندز او لینډسي ګراهام سره لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا دغو دوو امریکایي لوړپوړو د امریکا د ۲۰۲۳ کال په بودیجه کې د ډیورنډ کرښې شاوخوا له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د مالي مرستې له ځانګړې کېدو ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې یادې مرستې به له نشهیي توکو سره د مبارزې او په قبایلي سیمو کې د قانون د پلي کولو په برخو کې وکارول شي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره له پاکستان سره د دغه هېواد د مرستو د زیاتوالي خبر ورکړی و.