د ډوډۍ غم او د ناروغۍ رنځ؛ بيبيګل له بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره د خلکو بوټونه رنګوي

کابل چې په دې ورځو کې د هېوادوالو او د نړیوالو بنسټونو په آند د نړۍ د لوږي پلازمینې په توګه پېژندل کیږي، له ګڼ شمېر کړاوونو سره مخ دی. پر ښځو د طالبانو د سیاستونو او بندیزونو لګولو د پلازمینې د اوسېدونکو په ټولنیز او اقتصادي ستونزو کې زیاتوالی راوستی دی. نړیوال بنسټونه افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو له مخ اړونې وېره لري. بېوزله وګړي بیا هڅه کوي له هرې ممکنه لارې پیسې لاسته راوړي څو له خپلې لوږې لږ څه کم کړي. د کابل په واټونو کې کولای شو بېوزلي په بېلابېلو شکلونو لمس کړو. دا چې سوال ټولول یا دروېزه کول د افغانستان د اوسني حاکمانو له نظره، جرم بلل کیږي، پاخه عمر لرونکي ډیری ښځو او نارینو کوچنیو اقتصادي کارونو له ډلې یې لاس ګاډي چلولو او بوټونو رنګولو ته مخه کړې ده.
بيبيګل چې شاوخوا د ۶۰ کلونو ده، یوه له هغو ښځو ده چې د زړه پرناروغۍ سربېره اړ ده د کار کولو لپاره له کوره بهر لاړه شي. نوموړې د کابل ښار «پلسرخ» سیمې ته نږدې د بوټونو پر رنګولو بوخته ده. د پاخه عمر لرونکې دغه مېرمن وايي چې خاوند یې په عصبي ناروغۍ اخته دی او د کار کولو وس نه لري. له بيبيګل سره د هغې ماشومان ترڅنګ ناست دي. بېوزلۍ نوموړې اړ کړې چې کار وکړي ترڅو خپل ماشومان له لوږې وژغوري.
بيبيګل چې د څلورو لسیزو وړاندې د کډوالۍ ترخې خاطرې په ذهن کې لري، وايي چې د ورځني ژوند ترخې ورځې، بې کورۍ او جلاوطنۍ نوموړې د زړه په ناروغۍ او خاوند یې په عصبي ناروغۍ اخته کړی دی. هغه د افغانستان په شمال کې د پروان اصلي اوسېدونکې ده. په خپله خبره یې، څلور لسیزې وړاندې د کورنیو جګړو له امله پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره یې د کډوالۍ سفر ته مخه کړه او د کډوالۍ له څو کلونو وروسته اوس بیاځلې خپل هېواد ته راستنه شوې ده.
بيبيګل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «کور مو په پروان کې و. جګړې ډېرې شوې. مونږ پاکستان ته کډوال شو. هلته مو ۱۵ کاله تېر کړل او بېرته خپل هېواد ته راستانه شو. پروان ته بیا ولاړو نه، په کابل کې مو ژوند پیل کړ. کډوالۍ، جلاوطنۍ او بېوزلۍ زه او خاوند مې په ناروغیو اخته کړو. خاوند مې د اعصابو ناروغي لري او زه د زړه ناروغي.»
بيبيګل اړ ده د دې لپاره چې اولادونه یې د لوږې له امله له منځه ولاړ نهشي، د پلازمینې واټونو ته راووځي او کار وکړي. له نوموړې نه په دې عمر کې د بل کار تمه نشي کېدلای، پرته د بوټونو له رنګولو. نوموړې د شپږو ماشومانو مور ده؛ پنځه هلکان او یوه نجلۍ. اته کلن زوی یې هم لږ لیرې واټن کې د سړک په یوه څنډه کې د مور په شان بوټونه رنګوي او له همدې لارې زوی او مور د کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ برابروي.
بيبيګل چې د بوټونو رنګولو له لارې د کورنۍ اقتصادي څرخ روان ساتلی، زیاتوي: «زه یو ځای کښېنم او زوی مې له ما نه لږ لیرې او دواړه بوټونه رنګوو چې له همدې لارې ژوند په ډېرو ستونزو تیروو.»
د زړه په ناروغۍ دغه اخته مېرمن وړاندې وايي چې ورځې او شپې په ډېر ستونزمن وضعیت کې تیروي او له مجبورۍ نه یې دغه کار ته مخه کړې ده. هغه وايي: «د ګاونډیو کورونو ته به د جامو مینځلو په موخه تللم او په نورو سیمو کې به چې د چا اړتیا وه، ورته به مې کارونه ترسره کول. ددې ترڅنګ چې د کار په بدل کې به یې مزد راکاوه، مرسته به یې هم راسره کوله او ژوند مې له اولادونو سره ښه پرمخ روان و. له یوه کال نه راپدېخوا هر کور ته چې لاړم، هېڅوک حاضر نشول چې خپلې جامې د مینځلو لپاره راکړي؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.»
بيبيګل چې دا مهال د کابل ښار کوټه سنګي سیمه کې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي، د کور د کرایې ورکړه هم د نوموړې یو له اندېښنو شمېرل کیږي. نوموړې وايي ددې لپاره چې د میاشتې په پای کې د کور کرایې ته تیاری ونیسي، اړ دي چې لږه ډوډۍ وخوري: « هره میاشت درې زره افغانۍ د کور کرایه ورکوو. کرایه هم له دغه کار نه چې زه او زوی مې ترسره کوو، پیدا کوو. خپله ډوډۍ نه خورم. وایم همدا چې د اولادونو خېټې مې مړې وي، زما لپاره کفایت کوي.»
دا یوازې بيبيګل نده چې په پاخه عمر کې یې داسې کار ته مخه کړې چې وس یې نه لري، بلکې د پلازمینې په بېلابېلو برخو کې سلګونه نور سپین ږیري او د پاخه عمر لرونکې مېرمنې د بوټونو په رنګولو، له خځلو نه د اوسپنو راټولولو او سوال کولو په کارونو بوخت دي څو د لوږې له مرګ نه په امان کې وي. ډیری وګړي چې تر دې وړاندې د مجبوریت له مخې یې سوال کولو ته مخه کړې وه، اوسمهال په ورته شان کارونو بوخت دي؛ ځکه طالبانو په سوال کولو بندیز لګولی او ګواښ یې کړی چې سوالګر ټولوي او زندان ته یې اچوي.
په تېر څه باندې یو نیم کال کې بېوزلي او ناداري د هېواوالو پر ژوند سیوری پرېښی دی. نړیوال بنسټونو هم په هېواد کې د بېوزلۍ زیاتوالی منلی دی. په تازه مورد کې، (اوچا) د ملګرو ملتونو د سازمان د بشردوستانه چارو د همغږي دفتر، ویلي دي چې په افغانستان کې بېوزله کورنۍ د چړې پر تیغ ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د بشردوستانه چارو د همغږي دفتر د افغانستان د څانګې د ارزونو پر بنسټ، په افغانستان کې د بېوزله کورنیو پورونه د بېوزلۍ له امله په منځني ډول له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې، له ۱۱۴ ډالرو ۶۸۷ ډالرو ته رسېدلي دي. اوچا ټینګار کړی دی چې دا وضعیت نشي هېرولی. د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړوند دغه بنسټ د افغانستان له ښاروندانو نه د ملاتړ غوښتونکی دی. اوچا دغه راز اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د اړمنو وضعیت ته د رسېدنې لپاره، د روان میلادي کال لپاره شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
له بل پلوه، د بحران ډلې په تازه راپور کې د افغانستان په اړه ویل شوي دي چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار د بندیز د دوام له امله، مرسته کوونکي بنسټونه له دغه هېواده مخ اړولو ته اړ کیږي. د بحران ډلې په راپور کې چې تېره اونۍ د کب میاشتې پر ۴ خپور شو، د طالبانو د وروستیو دوو فرمانونو په اړه چې د نجونو د زده کړو او د ښځو په کار کولو د بندیز په اړه دي، ټینګار شوی دی. د دې راپور له مخې، د ډیریو هېوادونو د سیاست پرمخ وړونکي وېره لري چې د هغوی مرستې داسې هېواد ته لېږل کیږي چې د یوه «منفور» رژیم له لوري اداره کیږي.