بایډن او مودي په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر جوړولو ټینګار وکړ

۸صبح، کابل: د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر د ګډې بیانیې په یوې برخه کې د افغانستان او په دې هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ ته اشاره کړې ده.

سپینې ماڼۍ نن جمعه (د چنګاښ په لومړۍ نېټه) د ګډې بیاینې په خپرولو سره ویلي چې دواړو مشرانو د افغانستان په اړه  د نظرونو نږدېوالی مهمې بللي دي او څرګنده کړې یې ده چې په افغانستان کې یو پراخ سیاسي جوړښت  ددغه هېواد د ثبات او ستونزو د حل لپاره مهم دی.

په بیانیه کې راغلي دي: « داوړو خواوو له طالبانو وغوښتل چې د ټولو افغانانو د بشري حقونو او په خاصه توګه د ښځو او نجونو او د تګ راتګ آزادیو ته دې درناوی وکړي.»

د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي دي چې طالبان دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته درناوی وکړي، هغه پرېکړه لیک چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، ترهګرو ته د پټنځایونو ورکولو او یا روزلو، د ترهګریزو بریدونو د پلان او تمویل لپاره نه کارول کېږي ټینګار کړی.

د ګډې بیاینې پر بنسټ، مودي او بایدن افغانستان ته د چټکو بشردوستانه مرستو د دوام په اړه په یوه نظر دي.

دا بیانیه په داسې حال کې خپریږي چې طالبانو تل د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې ګټه اخیستنه رد کړې ده.

مودي دوه ورځې وړاندې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته ولاړ او تېره ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایدن سره وکتل. په دې سفر کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

Back to top button