په ایران کې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف اعتراضونو په دوام، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې ایران آزادېږي.
بایډن پنجشنبې د نومبر په درېیمه، په کلفورنیا کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړې چې زیات شمېر ایراني اعتراض کوونکي په اعتراضي لیک دړو سره د هغه د وینا په ځای کې راټول شوي وو.
هغه زیاته کړې: «اندېښنه مه کوئ، ایران به آزاد کړو، دوی (اعتراض کوونکي) به خپل هېواد آزاد کړي.ِ»
د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې جوته نه کړه چې د ایران خلاف به څه اقدامات وکړي.
له بلې خوا، سپينې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا د ایران په اړه د جوبایډن د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تراوسه ددغو څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې دي چې په ایران کې له اوو اونیو راهیسې اعتراضونه روان دي او تراوسه لسګونه اعتراض کوونکي وژل شوي او لسګونه نور هم نیول شوي دي.
د ویلو ده چې امریکا د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هڅه کوي د هغه څه له امله چې د دولت له خوا د ښځو له حقونو انکار او د اعتراض کوونکو «وحشیانه» ځپل بلل کېږي ایران، د ملګروملتونو سازمان د ښځو له کمېسیونه، حذف کړي.