۸صبح، کابل: سپينې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن غواړي، چې د افغانستان نوم د واشنګټن د غیرناټو متحدانو له لېسټه پاک کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۴ په یوه لیک کې د امریکا کنګرې ته ویلي: «د ۱۹۶۱ بهرنیو مرستو قانون د ۵۱۷ کړۍ پر اساس، د (۲۲ U.S.C. 2321k) په سمون زه د غیرناټو اصلي متحدانو په توګه د افغانستان نوم لغوه کوم.»
امریکا په ۲۰۱۲ کې افغانستان د غیرناټو اصلي متحد په توګه معرفي کړ.
د امریکا داسې مهال دا هوډ کړي، چې طالبان تر شلو کالو وروسته د ۲۰۲۱ په اګسټ کې واک ته ورسېدل.