د القاعدې په اړه د بایډن څرګندونې؛ طالبانو له امریکا سره د مثبت تعامل غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د طالبانو په همکاری په افغانستان کې د القاعده شبکې د ځپلو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له وروستیو څرګندونو وروسته، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د دې خبرې هرکلی کړی او ویلی یې دي چې امریکا تازه په حقیقت پوهه شوې ده.

متقي د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۰ مه) له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې اوس دا د واشنګټن مسئولیت دی چې له دغې ډلې سره مثبت تعامل ولري.

هغه زیاته کړی:«اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي، موږ په تېرو دوو کلونو کې دا خبره په عملي توګه ثابته کړه.»

متقي په دې مرکه کې ادعا وکړه چې په هېواد کې ثبات او ټولیز امنیت تامین شوی او له دې فرصت څخه باید ښه استفاده وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم تیره ورځ د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا څرګندونې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د شلو وسله والو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور ردوي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د جوبایډن له خبرو وروسته ویلي چې طالبان په سیمه کې د امریکا واګنر ډله ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له دغې ډلې سره د امریکا د مثبت تعامل غوښتنه پداسې وخت کې وکړه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه کابو دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

څه موده وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د طالبانو په رسميت پیژندل د دوی په اجنډا کې نشته.

Back to top button